افغانستان

طالبان: د کاپیسا په الاسای کې پاڅونیان نه؛ اربکیان پيدا شوي

نن ټکی آسیا: نن سهار وختې ځینو رسنیو له کاپيسا ولایته داسې راپور خپور کړ،چې ګواکې د یاد ولایت په الاسای ولسوالۍ کې خلکو وسلو ته لاس کړی او د طالبانو پر وړاندې يې پاڅون کړی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې کاږي،چې د کاپيسا ولایت په الاسای ولسوالۍ کې د ملي پاڅون خبر چورلټ ناسم دی او دا یې هسې یو مطبوعاتي پروپاګند بللی.

په خبرپاڼه کې راغلي : « په تيرو کلونو کې هم د کابل ادارې او د ځينو مغرضو رسنیو لخوا دغه موضوع تبلیغیده، او په دروغو سره يې راپورونه خپریدل، ولې وروسته ثابته شوه چې د هیواد په هيڅ ګوټ کې هم چا دمجاهدينو په ضد کوم پاڅون نه ده کړی.»
د ښاغلي مجاهد په وینا، د امریکايي استخباراتو او کابل په نغوته ځينې اشخاصو ته د اربکي ماموریت دنده سپارل کېږي او په ځینو سېمو کې د ملي پاڅونیانو په نوم رسنیو ته معرفي کېږي.ده د الاسای پېښي ته په اشاره لیکلي دي : « دمجاهدینو په وړاندې له معلوم دښمن نه ماسوا نور هيڅوک هم قرار نه لري، په الاسای ولسوالۍ کې هم په يوه محدوده سیمه کې داربکيانو نوی تشکيل جوړ شوی چې داده نن دښمن ادعا وکړه چې ګنې دمجاهدينو په ضد پاڅون شوی.»
نوموړي د خبر پاڼې په پای کې ویلي،چې طالبان د هېواد په ګوټ – ګوټ کې له خلکو سره نږدې په تماس کې دي او د پاڅونونو خبرونه یې فقط مطبوعاتي پروپاګند وباله چې غواړي له دې لارې د خلکو عامه ذهنیت مغشوش کاندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x