ولي د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې افغانستان له پامه لویدلی؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

(پنجشنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): بالاخره پرون د نومبر په ۸مه نیټه د امریکا د ولسمشرۍ لپاره ټاکنیز بهیر رسما پیل شو.

د امریکا دغه ټاکنیز بهیر خپله د امریکایانو په شمول د ټولې نړۍ په تیره د افغانستان لپاره خاص اهمیت لري.

ځکه په افغانستان کې موجود حاکم نظام د امریکایانو د مستقیمې مداخلې په ترڅ کې منځته راغلی او د هغه دوام او بقاء هم په امریکايي سیاست پوری تړلی دی.

مګر سره له دې چې امریکایانو په افغانستان کې ۱۵ کلن پوځي حضور لرلی ، دلته يي د افغان حکومت په ملاتړ کې تر ۲۴۰۰ زیات پوځیان وژل شوي ، شاوخوا یو تریلیون (زرملیارده) ډالره یې مالي لګښت شوی ، له کابل سره یې استراتیژیک تړون لاسلیک کړی او لا هم دلته په زرګونه پوځیان لري خو د دې هرڅه باوجود د امریکا د روانو ټاکنو د ولسمشریزو نوماندانو په انتخاباتي هلو ځلو کې افغانستان په بشپړه توګه له پامه غورځیدلی دی.

د دواړو انتخاباتي نوماندانو (ټرمپ او هیلري کلنټن) ترمنځ په تر سره شویو دریو انتخاباتي مناظرو کې یې یوه هم د افغانستان په اړه یوه خبره نه ده کړې ، خبره څه چې د افغانستان نوم یې په خوله نه دی راوړی.

شنونکی په دې نظر دی چې د امریکايي نوماندانو لخوا په ټاکنیزو سیالیو کې د افغانستان له پامه غورځولو لامل دا دی چې هغوی ته نور په مجموع کې د افغانستان قضیه اهمیت نه لري ، ځکه هغوی وار تر له مخه په افغانستان کې خپل ټول هغه اهداف تر لاسه کړي چې دوی ورته اړتیا لرله ، له کابل سره یې د استراتیژیک تړون له لاري په افغانستان کې لس کلن پوځي حضور تضمین شوی ، د ګاونډیو هیوادونو د څار او مراقبت لپاره یې د افغانستان په حساسو او استراتیژیکو ځایونو کې د دائمي پوځی اډو موقعیت تثبیت شوی، او په افغانستان کې یې د خپلو هرډول غوښتنو د تحقق لپاره داسې حکومت ایجاد کړی چې واک او صلاحیت يي ټول د دوی په لاس کې دی .

د افغانستان موجوده نظام او حکومت د خپل ناکام سیاست او فاسد وضعیت له مخې خپله د حکومت غړیو او افغانانو ته هم د اهمیت وړ نه دی ، ځکه په هغه کې له فساد ، نا امنی، ناکامي ، اختلافاتو او شخړو پرته بل څه شتون نه لري .

ولسمشر یې د مرستیال ، مرستیال یې د سلاکار ، سلاکار یې د اجرائیه رئیس او اجرائیه رئیس یې د ولس په خلاف په توطیه جوړولو لګیا دي، همدا لامل دی چې د امریکايي ټول ټاکنو ولسمشریز کاندیدان خپل ولس ته څه داسې څه نه لري چې د افغانستان په اړه يي ووايي، او نه هم نور عام امریکایان له دغه ډول فاسد او ناکام حکومت څخه د خیر ښیګنې توقع لري ، همدا وجه ده چې د امریکا د ولسمشریزو نوماندانو په انتخاباتي سیالیو کې افغانستان له پامه غورځول شوی .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د