افغانستان

شربت ګله کابل ته ورسیدله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د خپلو جذابو او ښکلو سترګو په وجه مشهوره شوې افغانۍ میرمن «شربت ګله» په پاکستان کې تر ۱۵ ورځو بند او تداوي وروسته نن کابل ته ورسیدله او تمه کیږي چې د ورځي په اوږدو کې به د ولسمشر اشرف غني سره وګوري او بیابه یې پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خپل کور کې هرکلی وکړي.

د شربت ګلي نوم یو ځل بیا هغه وخت پر رسنیو را څرګند شو کله چې د پاکستان حکومت د جعلي پيژندپاڼي جوړلو پر سر هغه بندي کړه او بیا یې د افغانستان د سفارت او حکومت په هڅو هم خوشي نه کړه.

شربت ګلي په بندي خانه کې ۱۵ ورځي او يوسل لس زره (110,000) کالداري جرمانه ورکړه او بیا د علاج لپاره یوه روغتون ته واستول شوه.

په اسلام اباد کې د ولسمشر خاص استازي او د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال نن پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل چې ټاکل شوې وه د تورخم څخه بیا تر جلال اباده او بیا له جلال اباد څخه تر کابله شربت ګوله په خپل هیواد کې بدرګه شي خو د هغې روغتیايي حالت ته په کتو مصلحت پر دې شو چې شربت ګله کابل ته په سادګي سفر وکړي.

نوموړي همداراز ویلي چې نن به یې د ولسمشر اشرف غني له لوري هرکلی وشي او هغه به یې په خپلو پيرزوینو او ځانګړي پاملرني ونازوي.

نوموړي ددې تر مخه د ولسمشر څخه غوښتي وه چې شربت ګلي ته په افغانستان کې یو کور ورکړي او د هوسا ژوند زمینه ورته برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x