
شعـــــرونه
د وينو شفق/ نظام کندهاری
نظام کندهاری
که د ژوند جرم مې کړی يقين نه وای
نن به پروت په خپلو وينو رنګين نه وای
ملامت يم چې د ژوند بازار ته راغلم
کاشکې هيڅ خبر په تور او په سپين نه وای
نه تر غوږ به مي آواز وای د بمونو
خاورو لاندې به مي تن نازنين نه وای
بشردوست به مي د وينو تږَی نه وای
له غصې به راته تل سور او شين نه وای
د عدم په خواږه خوب وېده خوشحال وم
د وجود کور کې مېلمه د ناورين نه وای
څه خبر وم چې د ژوند بڼ کې اور بل دی
ګل بشر به مې په سره اور کې خوړين نه وای
زما له وينو به شفق نه وای پر ځمکه
د نظام زړه به له درده حزين نه وای