نظــر

افغانستان پټ (پوټېنشل) قدرت دی، نه ريښتنی (اکچوول)- لومړۍ برخه

 شمس رحمانزی

د يو هيواد ملي قدرت له ټولو هغو سرچينو څخه عبارت دی چې، يو هيواد ورته لاس رسی لري. او د خپلو ملي موخو لپاره ورڅخه ګټه اخلي. د ډول ډول سرچينو شتون، د يو هيواد د ملي قدرت پولې ټاکي او پر هغه محدودیتونه وضع کوي. مختلف عناصر د هيواد ملي سرچينې را پيژني او هغه مشخصې کوي. دا ډېره ستونزمنه ده چې پريکړه وکړو تر څو کومې ملي سرچينې د هيواد ملي قدرت په دقیق ډول سره ټاګي. دلته ډول ډول عناصر دي کوم چې د يو هيواد ملي قدرت مشخص کولای شي. دغه عناصر له يو بل سره تړلي او په يو بل يې تکیه کوي. خو په لويه کې دغه واړه عناصر په ثبات او تغير منونکو عناصرو باندې ويشو. د بېلګې په ډول: جغرافيه، ټوپوګرافي او نور د ثابت عناصرو په ليکه کې او اډيالوژي، پالېسي د تغير منونکو عناصرو په ليکه کې راځي.

دا چې افغانستان يو پټ قدرت دی، نه ريښتنی په افغانستان کې هغه بېلا ېلې سرچينې تر بحث لاندې نيسو چې افغانستان د يو پوټنشيل او اکچول قدرت په توکه راپيژني.

۱- طبيعي عناصر: دا يو ثابت عنصر دی. په طبيعي عناصرو کې جغرافيه، طبيعي سرچينې او وګړي راځي. طبيعي عناصر تر ټولو لومړی يو هیواد په بحري یا د وچې قدرت (سي پاور – لانډ پاور) باندې محدود کوي. افغانستان په وچه کې چاپيره شوی هيواد دی. او دې هغه هيوادونو په پرتله چې بحر ته لار لري، د پرمختګ په پوړيو کې په ځنډ سره مزل کوي. د جاپان او انګليستان د پرمختګ يو مهم دليل دا هم کيدای شي چې، بحري هيوادونه دي او زيات شمېر ټاپوکان او ټاپوزمې لري. بحر ته نه لاره، افغانستان د صادراتو او وراداتو په ورکولو او رانيولو سوداګرۍ کې په وچه پوري محدوده کړي ده.

– اقليم: ښه او مناسب اقليم د هیواد پوټينشيل قدرت دی. د نړۍ د ډيرو هيوادونو په پرتله افغانستان ښه مناسب اقلیم لري. له اقليم څخه غوره ګټه اځېستنه نوي او پرمختللي ټېکنالوجۍ ته اړتيا لري تر څو د کرنې او نورو بنسټيزو پروژو په برخه کې ترې ګټه واخېستل شي.

– ټوپوګرافي: غرونه، سيندونه، دښتې او درې د یو هيواد د عسکرو په ډول دنده تر سره کوي. د ټوپوګرافي له اړخه افغانستان شتمن هيواد دی. يرغلګرو هيوادونو تر ډېره په دغه غرونو او درو کې ماتي خوړلي ده. داسې هم کیدای شي چې د يو هيواد له ټوپوګرافيک موقيعت څخه دې هغې پر وړاندې کار واخېستل شي. دا کار په هغه صورت کې امکان لري چې يو هيواد د ورسته پاتې والي او د مډرنې ټېکنالوجۍ په نه شتون کې مهم ټوپوګرافيک موقيتونه له لاسه ورکوي.

د بېلګې په ډول: په ننني افغانستان کې ډېرې غرنۍ او سرحدي سيمې نا امنه دي. دا ځکه چې حکومت په ضعيفو امکاناتو سره نشي کولای تر څو دغه مهم سټراټېژيک ځايونه تر کنترول لاندې و لري.

– مساحت: که چېرې يو هيواد پراخه مساحت ولري نو دښمن او يرغلګر قوتونه په اسانۍ سره د ياد هيواد نېونې ته زړه نشي ښه کولای. کوچني هيوادونه په اسانۍ سره د بريد لاندې راځي. لکه په کويټ باندې د عراق بريد.

افغانستان په نړۍ کې ۴۱ او په اسيا کې ۱۲ تر ټولو لوی هيواد دی. پراخوالی د يو هيواد په پوټنشيل قوت کې راځي. غوره ده چې نوموړی قوت په ريښتني قوت تبديل شي. په دې ۲۱ پيړۍ کې، مساحت او پراخوالی د يو هيواد د ملي قدرت مهم او د پام وړ عنصر نشي شمېرېدلی، ځکه چې د ټېکنالوجۍ پر مټ کوچني هيوادونه کولای شي لوی هيوادونه تر خپل اغيز لاندې راولي.
نور بيا……………

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x