نړۍ

بیړنی خبر: ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریز انتخابات وګټل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند «ډونالډ ټرمپ» بریالی اعلان شو.

نوموړی به د امریکا ۴۵م ولسمشر وي. ټرمپ په اقتصاد کې لوړې زده کړې کړي او د امریکا له مشهورو پانګه والو څخه شمیرل کیږي. نوموړی ۷۰ کاله عمر لري.

ټرمپ همدا مهال په خپلې وینا کې وویل چې دی به د ټولو امریکایانو لپاره ولسمشر وي او د خپل ګوند او سیال ګوند د پلویانو ترمینځ به توپیر ونه کړي.

تازه راپورونه وايي چې د نوموړي سیالې د دیموکرات ګوند نوماندې «هیلري کلنټن» خپله ماتې منلې او ټرمپ ته یې مبارکي ورکړې.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته پر لیکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x