fbpx

په یوه کورنۍ کې د نېشه یی توکو ستونزې

محمد حامد حقمل

کله چې یو کس په نېشه یی توکو روږدی شي، نو د هغه کړه وړه په یوه کورنۍ مالي او ناوړه اغېزه اچوي او د نېشه یی توکو او روږدتیا په اړه د ناخبرۍ له کبله د کورنۍ د غړو کار کړنې او نه کار کړنې د روږدتیا په پرمختګ نېغه اغېزه کوي.

د کورنیو د اړیکو له کبله دغه تاثیرات خورا ډیر غښتلي وي؛ څرنګه چې په نېشه یی توکو روږدتیا یو لړ پړاونه او مرحلې لري.

لکه: کله کله د هغه نا څاپي استعمال، منظم استعمال او ځنډنې اعتیاد.

نو د روږدي کس کورنۍ هم په څو تشخیصېدونکو پړاونو کې غبرګون ښایی او څرګندوي یې. کیدای شي ټولې کورنۍ دغه پړاونه تیر نه کړي، د دغه پړاونو پرمختګ ښایی څو میاشې او کلونه ونیسي؛ چې هرکس انفرادي حالت توپیر کوي. خو ددې ډول اخته وګړو کورنۍ د ځینو ګډو خاصیتونو درلودونګې وي، د نېشه یی توکو د روږدتیا او د کورنیو د بدلون د پړاونو پیژندل د روږدو وګړو د بریالیتوب او بیارغونې لپاره خورا اړین دي. روغ ژوند ته راګرځېدنه او بیرته د ښو اړیکو ټینګول په هغه صورت کې منځ ته راتلاي شي چې د نېشه یی توکو د اعتیاد په لومړیو پړاونو کې یی مداخله وکړو او اړینه ګڼم چې د کورنۍ غړي د داسې کرغېړنو کارونو موخه ونیسي او پلار مور خپل اولادونه داسې و روزي ترڅو د داسو موادو څخه بده راوړي او همدارنګه ترمخ بلکې په کوچینوالي کې هغه ته دغه کرغېړن توکی ور وپېژني چې د دغه توکو کرکیله او همدارنګه ځاني او مالي تاوان لري یعنې باید داسې ورته ور وپېژني تر څو د هغه بد ترې راشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د