افغانستان

غزنی: د سړک غاړي چاودنې درې پولیس وژلي او دوه نور ټپيان کړي

نن ټکی آسیا : نن سهار شاوخوا ۹:۳۰ د غزني ښار ته څېرمه په شهباز بازار کې د کابل-کندهار پر لویه لار باندي سړک غاړي ماین پنځه تنه پولیسو ته مرګ-ژوبله اړولې.
د غزني د والي ویاند شفیق ننګ له پېښي سمدستې وروسته له خبریالانو سره د خبرو په ترڅ کې د خپل لوري مرګ-ژوبله ومنله او زیاته یې کړه چې : په دغه چاودنه کې چې نن سهار ۹:۳۰ بجې ښار ته څېرمه په شهباز بازار سېمه کې د نظم عامه پولیسو پر موټریز کاروان ترسره شوه، درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غزني د ولایتي روغتون رئیس ډاکتر باز محمد همت وویل، چې د دوی روغتون ته د درو پولیسو مړي او دوه ټپیان ور وړل شوي.
ښاغلي همت د ټپي پولیسو روغتیايي حالت نازک او د اندیښنې وړ وښود.
که څه هم طالبانو په دې باب تر دم ګړیه څه نه دي ویلي.خو د والي ویاند ښاغلي ننګ د پېښي پړه د طالبانو پر غاړه ور واچوله او زیاتوي چې ماین طالبانو خښ کړی و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x