ادبي لیکني

د مور ورځ / لنډه کیسه

نجیب الله خان

شونډه یې تر غاښو لاندې کړه، سترګې یې د کمپیوټر په سکرين کې خښې وې، ګوتې یې وخوځيدې، له ځانه سره یې ورو ورو ویل:
—مورې!
ګرانې مورې!!
نن، هو همدا نن ..
ستا ورځ ده، ستا شتون زما د ژوندون لامل شوی.
دا ورځ دې تاته مبارک وي!
نن دې لاسونه مچوم، دا سرو ګلابونو ګلدسته درته راوړم.
بختور یم، چې تا لرم، ته مې ټوله دنیا یې.
ځوان موسک شو، د کمپیوټر سکرین ته یې کتل، په وچو ويښتو کې یې لاس تېر کړ، بیا یې دا جملې په لوړ اواز ولوستې..
لنډه شیبه ووته.
فیسبوک یې بند کړ، ټويټر ته ورغی،
کړنګ شو، ځوان شاته وکتل، تندی یې ګونځې شو په لوړ اواز یې وویل:
—مورې! څه شوې؟
د پاخه عمر ښځه په کټ کې راسمه شوه، پښې یې ورټولې کړې، ورو یې وویل:
— زویه!
لاس مې ورپېد.
ځوان غولي ته وکتل، دا ګيلاس ماتې شوي ټوټې د الماسو په څیر ځلیدلې. بیرته یې د کمپيوټر په سکرين کې سترګې خښې کړې. د پاخه عمر ښځه ټوخي پسې واخيسته، ښه شیبه یې وټوخل.د میز په سر ایښی جېک یې له نظره تېر کړ، تش و.
لاړې یې تیرې کړې، ځوان ته یې وکتل، د هغه ورته شا وه، ورو یې وویل:
—زویه، اوبه غواړم!
ځوان په چوکۍ کې را تاو شو، سترګې یې له سرو رګونو ډکې وې.
چيغه کړه:
— مورې کار لرمه کار .
ښځه ستوني ستغ پریوته، غلي وه، شیبه پس ورو ورو د ځان سره سونګیدله…
ځوان د کمپیوټر سکرين ته کتل، ګوتې یې خوځيدلې،
دا خبره یې ورو ورو تکراروله:
مورې! ګرانې مورې!
ورځ دې مبارک شه..

۹۵/۸/۱۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x