نظــر

فکر، عمل او يووالى

وائي چې د ژمي په توده مه نازيږه او د دښمن په خوږه.

 

امريکا او مؤتلفين ئې، له مخکې نه مخکې د يوه سنجول شوي پلان او طرحې په اساس په افغانستان وسله وال يرغل وکړ د شهيد اسامه موجوديت او نيويارک ښار سوداگريز مرکز را نسکورول له يوې تشې بهانې پرته بل څه نه وو، کله چې کابل ښار طالبانو ونيوه شمال ټلواله د هېواد شمالي ولاياتو ته وکوچيده د جنگ د دوام لپاره امريکايانو د مياشتې دوه مليونه ډالره په دوامداره توگه ورکول، نه ئې غوښتل چي داخلي جنگونه ختم او حکومت يوه لاسته ولويږي، عقب نشينيو او پرمختگونو تر شا د امريکا لاس وو،

د تاجکستان کولاب ښار د شمال ټلوالى امريکايانو او نورو غربي هېوادونو د مشرانو او جاسوسانو د ليدو کتو ناستو او تصاميمو مرکز وگرځيده، پرې ئې ښوده چې د خپل منځي جگړو اور تر ډيرو سيمو او کورونو پورې ورسيږي ولس له جنگ څخه دومره اندازي ته په تنگ راشي چې امريکا غوندي وحشي ځواکونو يرغل د جنگ خاتمه وگڼي له همدغه ځايه وه چې د شمال ټلوالې په مستقيمه همکارۍ او پياده نظام چارې پر لاس کي نيولو سره د امريکايي ځواکونو هوائي يرغل پيل، په پوره وحشت او شدت سره دوام ورکړ تر څو ئې خپل راست کار مزدوران د قدرت په گدۍ کښېنول، هېواد له هر اړخه له يوې همه گيرى بې نظمۍ سره مخامخ د لوټمار، فسق او فساد له بدنامونه بدنام دور پيل شوو چې تر دا نن ورځې پورې ادامه لري.

اوس هم سياسي فضا د امنيتي سند د لاسليک او نه لاس ليک غوغا او له ٢٠١٤ م کال وروسته د مجهولې اوضاع په اړه را منځته کيدونکو حالاتو افغان دردول شوى او ځپل شوى ملت په تشويش کې اچولى، امريکايانو ته امنيتي سند د يوه دستاويز په توگه پکار دي، هغوى په انساني اصولو او بشري حقوقو لا له پخوا پښې ايښودى دي د خپل وحشيانه يرغل په وخت کې د کوم افغاني غوښتن ليک او بلني په اساس په افغان خاوره بريد او يرغل وکړ چې نن به د سند تر لاسه کول ور ته مهم او ضروري وي، يو نظر دا هم دى چې له مالي پلوه د امريکايانو وضعه خرابه او ملا ئې په کړوپيدو ده، نور د افغانستان له بايلودي جنگ ځينې پښې ايستل غواړي د امنيتي سند موضوع کيداى شي د خپلو فوځيانو د ايستلو لپاره يوه بهانه ونيسي او داسي وانمود کړي چې زمونږ د پاتې کيدونکو فوځيانو د قضائي مصئونيت سند چې د امنيتي سند په نامه ياديږي لاس ليک نشو ځکه خپل فوځيان په يو مخيزه توگه وباسو، همدارنگه په نړيواله سطح امريکائي ديموکراسي له سختې رسوايۍ سره مخامخ شوي ده، امريکا مخ په سياسي تجرد روانه ده، د امريکا اکثره ايالتونه د دولت له ماجرا جويانه سياست څخه ناراض او نا آرامه دي که دا حالت دوام وکړي د آزادۍ غورځنگونه به عملاً ميدان ته را ووزي او د آزادۍ بيرغونه به اوچت کړي چې هغه وخت به ئې مهارول خورا مشکل او گرانه خبره وي دا او داسي نور دلايل او عوامل دي چې د امريکائي فوځيانو پاتي کيدل او په يوه اوږده جگړه کې ځان ښکيل ساتل او پاتې کيدل پرته له زياتې رسوايۍ او مختورۍ بله نتيجه او لاسته راوړنه نه ورته لري.

په هر صورت امريکايان پوه شه، د هغوى چوپړ گر لاس په نامه غلامان او سياسي لوبې او ډرامې يې.

لوى او دروند مسئوليت د جهادي ځواکونو کوم چي همدا اوس د حق په گرمو سنگرونو کي د يرغلگرو، باطل او باطل پرستانو په وړاندي په ايماندارۍ او ميړانه سره جنگيږي بيا د هغو کسانو چې د قلم ژبې او بيان پواسطه دد ښمن په مقابله کي ولاړ دي، ايماني او ديني فرض جوړيږي چې د دښمن د هر ډول مقابلي لپاره که هغه دا منيتي سند لاسليک کيدل، د فوځ پاتې کيدل وي او يا وتل د خپل اسلامي فراست او مسئوليت له مخې د عمل داسې طرح خپل مؤمن او مجاهد ولس ته وړاندې کړي چې هغوى له هر پلوه پرې مطمئن او ډاډه و  واوسى، مجهوله او د تشويش پيدا کولو فضا ختمه، يوه خبره او يو تصميم د وحدت او يووالي په صورت کې د مجاهدو هېوادوالو و مخ ته کيښودل شي.

دا د جهادي تنظيمونو د مشرانو، په سنگرونو کې د پرتو مجاهدينو، پوه او خبيرو مسلمانانو مسئوليت دى، پدې لار کې لږ غفلت او يا ځان غوښتنه داسې ستر جرم او گناه ده چې انسان له ډيرو بدبختيو سره مخامخ کولاى شي، زمونږ پريکړې او حرکات بايد د الهي اوامرو په چوکاټ کې وي، هغه مشکل چې د اسلام دښمنان ئې له ٢٠١٤ م کال وروسته مطرح کوي، د خپل منځي جگړو خبره، له درواغو ډکې ډنډورې غږ وي ضروري او لازمي ده چې د زه او ته خبره ختمه فقط د الله (ج) د لارې د مجاهد خبره مطرح او له هرې خولې څخه د واحد دريځ، محکم يووالى او وحدت خبره په پورته کيدو او اوريدو وي زمونږ لپاره له هر څه نه اوچته او پورته خبره همدا ده چې زمونږ ارمان حکم روايي وکړي چې هغه اسلامي سپيڅلى نظام دى، د هر مسلمان لپاره لدينه لوړه او اوچته هيله نشته اسلامي نظام دى چې ولس ته هوسايي، سرلوړي، عزت، شان او شوکت ورکړي، ظالمان به خپله د مظلومانو پښو ته ور کوزيږي د عفوې او بښنې غوښتنه به ترې کوي، واقعاً دا لوړ او له افتخاره ډک ارمان دى، خو دې ارمان ته د رسيدو لار په يووالي، وروري صداقت او ايماندارانه تعهد باندې ولاړه او استواره ده چې قدم پرې ايښودل د اسلامي فريضې سر ته رسول دي د روسانو ماتې او ډاکتر نجيب د واکمنۍ سقوط او د اسلامي نظام د دښمنانو لاس وهنې او دسايس چې د کامياب جهاد نتايج د کمونستو جنرالانو او متعصبو بانډونو په لوبولو سره تر خاورو لاندې شول همدا واقعه د اوسنيو مجاهدينو او د هغوى د قدر وړ مشرانو لپاره يو نه هيريدونکى درس دى چې عبرت ترې اخستل پکار دي.

همدا د اتحاد او يووالي را منځته کيدل دي چې د مکارو امريکايانو خوله پر ځمکه ور موښلى تېښتې او وتلو ته ئې اړ ايستلاى شي که د امريکايي فوځيانو د مصئونيت تړون خداى (ج) مکړه لاسليک هم شو مؤمن او قهرمان مجاهدين به د واحد دريځ په غوره کولو سره په امريکائي فوځيانو داسې کاري او مرگوني گذارونه وارد کړي چې خواسته او ناخواسته به د تېښتې لار غوره کوي او او وځي به.

مصمم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x