نړۍ

طالبان: ټرمپ دې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې د جمهوري ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ له کامیابۍ څو ساعته وروسته د طالبانو لخوا نوموړي ته لیکل شوی پیغام خپور شو.

طالبانو د امریکا نوي ولسمشر ته په خپل پیغام کې ویلي چې د خپلو اسلافو په څېر دې په افغانستان کې د خپلې رسوایۍ لړۍ نه غځوي او د امریکايي حکومت په پالیسۍ کې دې داسې بدلونونه راولي چې په نړۍ کې د امن لامل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویل شوي چې نور دې امریکایان په نړۍ کې د ولسونو ازادي نه سلبوي او خپلې ګټې دې د نورو ملتونو په هلاکت او محکومیت کې نه لټوي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې که ډونالډ ټرمپ د امریکا په پالیسۍ کې مثبت بدلون راولي په ټوله نړۍ کې به امن شي او روان بحرانونه به پای ومومي.

په دې پیغام کې طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شتون هم څرګندونې کړي او د امریکا په نوي ولسمشر یې غږ کړی چې خپل پوځونه له دې هیواده وباسي. د طالبانو ویاند د دې پیغام په یوه برخه کې ویلي:

«تر ټولو مهمه دا چې له افغانستان څخه دې خپل ټول پوځونه وباسي، د تېرو امریکايي حکمرانانو په څېر دې نور په افغانستان کې خپل ځان او خپلو جنرالانو ته د ناکامۍ او رسوايۍ لقبونه نه ګټي، او نه دې په دې ناکامه جګړه کې د ښکېلتیا له امله د امریکا حیثیت، اقتصاد او عسکرو ته زیان اړوي».

ډونالډ ټرمپ ته د طالبانو دغه پیغام کاږي چې نوموړی دې نور افغانان پریږدي چې د یوه آزاد او خپلواک ملت په حیث په نړۍ کې داسې ژوند وکړي چې ټول یو د بل د ضرر څخه خوندي وي.

هېره دې نه وي چې نن د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې د جمهوري ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړه او د امریکا ۴۵م ولسمشر په توګه اعلان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x