نظــر

ډونلډ ټرمپ د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه

معین احمد (خروټي )

يرون د سه شنبې په ورځ امریکایانو د خپل راتلونکي ۴۵ ولسمشر د ټاکلو په پروسې کې ګډون وکړ.

د نړیوالو خبري رسنیو د خبر په حواله په یادې انتخاباتي پروسې کې د امریکايي رایه اچوونکو شمیر د امریکا د پخوانیو ټاکنو په پرتله کم و .

په یادو ټاکنو کې له ۲۳۰ ملیونه ثبت شویو رایه اچوونکو څخه ۱۵۰ میلونه رایه ورکوونکي ګډون کړی و .

په یادې ټاکنیزې پروسې کې څلورو ولسمشریزو کاندیدانو برخه لرله:

د دیموکرات ګوند (Democratic Party )کاندیدې هیلري کلنټن، د جمهورت غوښتنکي ګوند(the Republican Party) کاندید ډونلډ ټرمپ، د لیبرال ګوند (Libertarian party) کاندید ګاري جانسن او د زرغون ګوند(Green Party of the United States.) کاندیدې میرمن ګیل ستاین .

د امریکا په متحده ایالاتو کې لومړی خلګ د ټاکنیزو نوماندانو استازیو ته رایه ورکوي ، دغه استازي چې شمیر یې ۵۳۸ تنو ته رسیږي بیا له خپل لوري د اکثریت په حساب ولسمشر ټاکي ، هغه کاندید چې د ۵۳۸ ټاکنیزو استازیو له جملې څخه د ۲۷۰ استازیو رایې تر لاسه کړي هغه ولسمشر اعلانیږي.

د امریکا پارلماني ټاکنې هم له ولسمشریزو ټاکنو سره همزمان تر سره کیږي.

د امریکا په روانو ټاکنو کې د څلورو کاندیدانو لخوا تر اوسه ۲،۵ ملیارد ډالره لګښت شوی دی، او په پام کې ده چې د ټاکنیزې پروسې تر پایه به د هغې مجموعي مصاریف ۶،۵ ملیارده ډالرو ته ورسیږي.

هیلري کلنټن په خپل انتخاباتي کمپاین باندې ۶۱۰ ملیون ډالره لګولي او ډونلډ ټرمپ ۲۸۵ ملیون ډالره .

د هیلري په انتخاباتي کمپاین کې ۴۲۰۰ کمپاینرانو برخه لرله او د ټرمپ په هغه کې ۸۸۰ کمپاینرانو.

هیلري کلنټن د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره ۶۸۷ ملیون ډالره د ولسي خلګو مرسته تر لاسه کړې او ټرمپ ۳۰۷ ملیون ډالره.

د امریکا د ترسره شوي ټاکنیز بهیر لومړنۍ پایلې ښیې چې ډونلډ ټرامب تر خپلې انتخاباتي سیالې هیلرې کلنټن وړاندې او نوموړی به د امریکا د متحده ایالاتو د ۴۵ ولمشر په توګه اعلان شي.

نوموړي له ۲۷۰ رایو څخه ۲۷۸ رایې ګټلې په داسې حال کې چې هیلري کلنټن بیا یواځې ۲۱۸ رایې تر لاسه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x