افغانستان

درې سوه زره (درې لکه) ماشومان په مخدره موادو روږد شوي دي

د حقوقي بشر د مستقل کمیسون مشري سیما ثمر نن په کابل کي د رسنیو سره په یوه خبري کانفرانس کي وویل چي په افغانستان کي د ماشومانو حالت تر پخوا ډیر خراب شوی، او زیاته یې کړه چي د روان کال له پيله چی دوی احصائیه کړې، د هغه سره سم په هیواد کي ۳۰۰ زره (درې لکه) ماشومان په مخدره موادو روږد شوي دي.

سیما ثمر وویل چي ددې لامل په هیواد کي فقر، مسکنت ، تعلیم او تربیې ته د ماشوامانو نا رسیدګي ده، چي په دومره لوړه کچه ماشومان په مخدره موادو روږديږي، او نشیان ځیني جوړیږي.

آغلي سیما ثمر د حکومت پر چارواکو غږ وکړ چي د ماشومانو ژوند او اړتیاوو ته پاملرنه ژر تر ژره زیاته کړې، کنه حالات به له قابو ووزي.

باید وویل شي چي افغانستان د نړۍ په سطحه د مخدره موادو په تولید او استعمال دواړو کي د سر په هیوادونو کي راځي، چي له کبله یې افغانۍ ټولنه د رنګا رنګ ناخوالو سره مخ کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x