نظــر

څارنوال دیوان جزای بین المللی به تحقیق جرایم در افغانستان بکار آغاز میکند! / د. عثمان ترکی

ډاکټر محمد عثمان روستار تره کی
ډاکټر محمد عثمان روستار تره کی

دوکتور م ، عثمان تره کی

روزنامه « لوموند »

شماره ۰۳ / ۱۱ / ۲۰۱۶

دنباله بحث ګذشته    

 

در زمان  ریاست جمهوری بوش دو کشور کوچک اروپائی یعنی هالیند و بلژیک ابتکار محاکمه جنایت کاران جنگی را  در سراسر جهان در چوکات نظام قضایی اختصاصی خود ، بدست گرفتند. اقدام با مخالفت شدید حکومت امریکا که درگیر جنگ در افغانستان ، عراق و لیبیا بود ، مواجه شد. بوش با  تکبر و تمسخر بلژیک را « موش خشمگین » خطاب کرد و با فشار های دیپلوماتیک پروسه را متوقف ساخت. ابعاد وسیع جنایات جنگی در افغانستان ، عراق ، سوریه و یمن این بار توجه دیوان جزای بین المللی را به جرایم جنگی بیرون قاره افریقا معطوف ساخته است. در ۳ نوامبر سال جاری خبر خوش باز کردن یک دوسیه تحقیق از جانب څارنوال دیوان جزای بین المللی در رابطه به جرایم جنگی در افغانستان در مطبوعات خارجی پخش شد. در ذیل ترجمه این خبر از روزنامه پر تیراژ « لوموند » فرانسه از نظر تان میگذرد :  مترجم

x   x   x

طبق معلوماتیکه  از چندین منبع در لاهه بدست آمده ، قرار است  « فاتوبنسودا » څارنوال دیوان جزای بین المللی  طی هفته های آینده ، تحقیق در مورد جنایات ضد بشری و جنایات جنگی ارتکاب یافته پس از سال ۲۰۰۳ را در افغانستان آغاز کند. هر گاه قضات  دیوان به درخواست څارنوالی موافقه کند اجرای طرزالعمل تحقیق که ممکن چندین ماه را احتوا کند ، در سه استقامت کانالیزه خواهد شد :

جنایات ارتکاب شده توسط :

ــ طالبان

ــ نیرو های امنیتی افغان و

ــ قوای امریکا

واشنگتن  از تصویب معاهده ایکه بر مبنای آن دیوان ایجاد شد استنکاف نمود . اما افغانستان پس از سال ۲۰۰۳ عضویت دیوان را دریافت کرد و در قلمرو کشور انفاذ فیصله های قضایی محکمه را برای رسیدگی به جنایات ارتکاب شده بدون قید تابعیت مرتکبین آن پذیرفت.

« فاتو بنسودا » ( څارنوال )  همزمان به آغاز وظیفه در سال ۲۰۱۲ معلومات مربوط تخلفات سربازان امریکایی را در جریان تحقیق از توقیف شوندگان از واشنگتن مطالبه کرد. از معلومات ارائه شده بالوسیله مقامات امریکایی ثابت گردید که  از سپتامبر ۲۰۱۳ تا ۲۰۱۴ طی دو مرحله از « شکنجه » و « برخورد نامطلوب » در جریان تحقیق از  زندانیان استفاده شده است. بگفته څارنوال : « از می ۲۰۰۳ الی جون ۲۰۰۴ نظامیان امریکایی به منظور دریافت بیشترین اطلاعات قابل استفاده در تطابق به منازعه « شیوه استنطاق بهتر شده » ( بهتر شده مفهوم انسانی شده را افاده نمیکند . منظوراستفاده از شیوه تحقیق  منطبق با  محیط جنگی است – مترجم ) را بکار گرفتند ».

در  راپوریکه از جانب څارنوال تنظیم شده از اسناد غیر محرمانه حکومت امریکا که مورد تآئید مسئولین بلند رتبه اردوی آنکشور در مقطع  زمانی فروری ۲۰۰۳ و جون  ۲۰۰۴ بوده ، استفاده شده است. این اسناد که شیوه های تحقیق را احتوا میکند ، بدسترس  وزارت دفاع و مجلس سنا  قرار گرفته است. څارنوال با ارزیابی اسناد  بدست آمده  میگوید ، میتوان برخورد با زندانیان را « ظالمانه ، توآم با شکنجه و دور از کرامت انسانی تعریف کرد ». « فاتو بنسودا » به بمباردمان امریکا بر روغتون طبیبان بدون سرحد در کندز که ۴۲ کشته به جا گذاشت ، نیز توجه کرده است.

اگر قضات محکمه حکم آغاز تحقیقات را به څارنوالی صادر کنند ، باز کردن چنین یک دوسیه ، پرجنجال ترین اقدام در تاریخ دیوان قیاس میشود. با آنکه افغانستان عضویت دیوان را دارد و څارنوال برای آغاز و اکمال تحقیق ، حفاظت شاهدان و توقیف متهمین

به همکاری کابل نیاز دارد ، آنکشور روزنه های حرکت را به سوی مقصود باز نگذاشته است. بدون شک چندین سال ضرورت است تا محکمه حکم توقیف متهمین ، بدرجه اول مسئولین طالبان را به دلیل حمله بالای ملکیان « به گناه همکاری با حکومت یا قوای خارجی »  و جنایت علیه  « شاگردان ، محصلین و مکاتب  اناث  »  و استخدام اطفال کمتر از ۱۵ سال برای انجام عملیات جنگی ، صادر نماید.

« فاتو بنسودا » در راپور ابتدایی خود به استفاده از شکنجه به مثابه افزار تحقیق توسط اورگان های امنیتی کابل نیز اشاره میکند.

در لاهه امریکا باید با قوت حضور پیدا کند . محتوای دوسیه تحقیق ، امریکا را که عضویت دیوان را ندارد و در جلسه۱۶ نوامبر کشور های عضو میباید به صفت ناظر بدون حق رای اشتراک کند ، نگران ساخته است.

در صورت موافقت کشور های عضو ، پس از اول جنوری ۲۰۱۷ رسیدگی به جنایت   « تعرض » ، ژنوساید ( قتل عام ) ، جنایت ضد بشر به صلاحیت های دیوان افزود خواهد گردید . واشنگتن که از حق ویتو برخوردار نیست با این فیصله از موضع مخالف برخورد خواهد کرد.

جلسه دول عضو که یک ماه پس از خروج بروندی ، افریقای جنوبی  و گامبیا از عضویت دیوان دایر میشود پر تحرک و هیجانی خواهد بود. کشور های معترض دیوان را متهم به تعقیب سیاست « یک بام و دو هوا » نمودند : معترضین میگویند فیصله های دیوان تا همین اکنون صرفآ مسئولین افریقائی را شامل شده است.  به تعبیر کشور های معترض تصمیم  باز کردن دوسیه در رابطه به افغانستان قبل از خروج آنها از دیوان دروغی بیش نیست .

بهر حال ! آغاز تحقیق جرایم جنگی موجب ایجاد نگرانی در بسیاری از کشور ها که درګیر جنگ استند ، شده است: کسب عضویت دیوان توسط فلسطین و افتتاح یک دوسیه تحقیق جنایات ارتکاب یافته در غزه ، اسرائیل را سراسیمه ساخته است.

آغاز تحقیق جرایم جنگی در رابطه به جنگ میان روسیه و گرجستان در ۲۰۰۸ انگیزه ناراحتی روسیه را فراهم آورده است. « پایان »

تبصره مترجم :

ناظرین بیطرف ، دیوان جزای بین المللی را در برخورد به دوسیه های مربوط به جنایات جنگی در سطح بین المللی ، متهم به آسیب پذیری از اعمال نفوذ حلقات حاکم در سیاست بین المللی میدانند.

در راپور تنظیم شده توسط څارنوال دیوان جزای بین المللی در رابطه به افغانستان قرینه  ترس از امریکا  و سایر کشور های غربی  درگیر معرکه به وضاحت به مشاهده میرسد : راپور بیشتر روی جرایم جنگی طالبان در افغانستان تمرکز میکند و از زیاده روی های جنگی ائتلاف نظامی بین المللی از جمله امریکا در افغانستان سطحی میگذرد. با ملاحظه نفوذ حلقات سیاسی کشور های غربی بر فیصله های دیوان این احتمال که  توجه بیشتر به جرایم جنگی طالبان به مقایسه جنایات جنگی ائتلاف نظامی در افغانستان به مثابه حربه  فشار بر آنها در آستانه مذاکرات قطر مورد استفاده قرار ګرفته  باشد ، دور از احتمال نیست. سایت انترنت « نن تکې آسیا » شمه یی از جرایم جنگی ائتلاف نظامی بین المللی در افغانستان را در یک لیستی که بسیار ابتدایی  و نیازمند اکمال است چنین اعلام میکند :

« د امریکایانو په بمباریو کې د ملکي وژنو مهمې پیښې  ( یکشنبه، لړم ۱۶مه، ۱۳۹۵ل ) :

امریکايي ځواکونو درې ورځې وړاندې د کندز ولایت په بزکندهاري سیمه کې لږ تر لږه ۳۲ ملکي وګړي په هوايي بمبار کې ووژل چې اکثره یې ښځې او ماشومان وو. دا لومړی ځل نه دی چې بې ګناه ولسي افغانان د بهرنییو ځواکونو تر ړندو بمباریو لاندې وژل کیږي. په تېرو څو کلونو کې د امریکایانو په هوايي بریدونو او بمباریو کې د ولسي خلکو د قربانۍ ګڼې پېښې رامینځته شوي دي، چې مهمې يې په لاندې ډول دي :

جولای ۲۰۰۲م : په روزګان کې ۴۷ ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول چې امریکايي الوتکو په واده بمباري وکړه.

اپریل ۲۰۰۷: امریکايي الوتکو د هرات ښار ته څېرمه په زیرکوه سیمه دوه ورځې بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۲ تنو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په دغې بمبارۍ کې ۱۰۰ کورونه هم ونړیدل.

جون ۲۰۰۷: د هلمند په حیدراباد کلي امریکا هوايي برید وکړ او ۴۵ ملکي وګړي یې ووژل.

جولای ۲۰۰۷: د کنړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په څانګار کلي کې د امریکايي ځواکونو په دوه جلا جلا بمباریو کې ۳۵ ولسي وګړي ووژل شول . خلکو د ۱۰ وژل شوو ولسي کسانو مړي ښخول چې پر جنازه بيا بمباري وشوه او شاوخوا ۲۵ کسان پکې مړه شول .

اکتوبر ۲۰۰۷: د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۳ ولسي خلک د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې ووژل شول، چې یوازې ۱۱ تنه له یوې کورنۍ څخه وو.

جولای ۲۰۰۸: د ننګرهار په شینوارو سیمه کې د ناټو ځواکونو جنګي الوتکو د واده مراسم په نښه کړل او ۴۷ ملکي خلک یې ووژل، چې اکثریت یې ښځه او ماشومان وو.

جولای ۲۰۰۸: امریکايي ځواکونو د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ مرکز ته نږدې کلی بمبار کړ، لږ تر لږه ۳۰ ولسي خلک یې ووژل او ۲۵ کورونه او دوکانونه یې ونړول .

اګست ۲۰۰۸: ناټو ځواکونو د هرات ولایت د شینډنډ په عزیزاباد سیمه کې ۹۰ تنه ولسي وګړي د هوايي برید په پایله کې ووژل، چې یوازې ۵۰ تنه یې ماشومان وو. په بمبارۍ کې پنځلس کورونه هم ونړیدل .

نومبر ۲۰۰۸: د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د واده په کور بمباري وکړه چې له کبله یې د ۲۳ ماشومانو، ناوې او زوم په شمول ۴۰ تنه ووژل .

می ۲۰۰۹: په فراه ولایت کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې تر ۱۴۰ زیاتو ولسي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، په وژل شوو کې ډیری ښځې او ماشومان وو .

سپتمبر ۲۰۰۹: جرمني ځواکونو په کندز کې د طالبانو له لوري په يرغمل شوو دوو ټانکرو هوايي برید وکړ او تر ۱۰۰ زیات وګړي یې ووژل، په وژل شوو کسانو کې ۷۰ تنه ولسي خلک وو.

سپتمبر ۲۰۰۹: د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو په بمبار کې لږ تر لږه دوه عام وګړي ووژل.

فبروري ۲۰۱۰: ناټو ځواکونو په ارزګان ولایت کې ۲۱ ولسي وګړي په هوايي برید کې ووژل او ۳۰ یې ټپیان کړل، چې ګڼ يې ښځې او ماشومان وو. ناټو ویلي و چې دا برید یې په تېروتنې کړی .

مارچ ۲۰۱۱: د کنړ ولایت د ماڼوګۍ ولسوالۍ په ننګلام تنګي کې بهرنیو ځواکونو بمباري وکړه او ۹ ماشومان یې په داسې حال کې ووژل چې د سون توکي (خس او خاشاک) یې راټولول.

اپریل ۲۰۱۱: د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د سړک جوړونې په یو شرکت هوايي برید وکړ او د دې شرکت ۳ ساتونکي یې ووژل.

می ۲۰۱۱: د ناټو ځواکونو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې بمباري وکړه او ۱۴ ولسي وګړي یې ووژل، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو.

جون ۲۰۱۱: امریکایانو د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د سرغچ کاریز په سیمه کې بمباري وکړه چې له کبله یې ۶ تنو ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

جون ۲۰۱۱: د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په مزراباد سیمه کې امریکایانو بمباري وکړه، چې په نتیجه کې يې ۶ ماشومان او ۲ ښځې ووژل شوې.

جولای ۲۰۱۱: د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ایساف چورلکې ۲ ماشومان او یو ملا امام په ډزو ووژل.

می ۲۰۱۲: د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو هوايي بمبار وکړ چې په نتیجه کې يې له ۹ تنو ولسي خلکو ژوند واخیست. په وژل شوو کې ۵ ښځې وې.

جون ۲۰۱۲: امریکايي ځواکونو د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په سجاونډ سیمه کې د بشیر اخوندزاده په نامه یو قومي مشر پر کور هوايي برید وکړ، چې له امله یې پخپله د بشیراخندزاده، ښځې او ماشومان ووژل شول چې شمېر یې ۲۱ ته رسېده .

سپتمبر ۲۰۱۲: د لغمان په الینګار ولسوالی کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې ۸ تنه ميرمنې چې غره ته د خس او خاشاک د ټولولو لپاره تللې وې، ووژل شوې.

۱۳ جنوري ۲۰۱۳: د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې ۱۶ ملکې وګړي د سهار لمانځه پر مهال د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې ووژل شول.

فبروري ۲۰۱۳: د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې ایتلافي ځواکونو د خلکو په کورونو بمبار وکړ او ۱۴ ولسي وګړي یې ووژل.

مارچ ۲۰۱۳: ناټو ځواکونو د غزني ولایت په سفندي ولسوالۍ کې پر یو موټر هوايي برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه ۲ عامو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اپریل ۲۰۱۳: امریکايي ځواکونو د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې په یوه کلي ړنده بمباري وکړه چې له امله یې درې کورونه چې د دریوو وروڼو وو په بشپړه توګه ویجاړ شول او ۲۲ تنو ملکي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سپتمبر ۲۰۱۳: په کنړ ولایت کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د ولسي خلکو په هغه موټر هوايي برید وکړ چې له اسعداباد څخه د ګمبیر سیمې ته روان و. په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ تنه ووژل شول.

نومبر ۲۰۱۳: امریکايي بي پیلوټه الوتکو د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ په کوڼ کلي کې ولسي کور بمبار کړ او د یوي ښځې او دوه ماشومانو په ګډون یې ۹ ملکیان ووژل.

جنوري ۲۰۱۴: امریکايي ځواکونو د پروان په سیاګرد سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي په هوايي برید کې ووژل.

سپتمبر ۲۰۱۴: امریکايي ځواکونو د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په باډېل دره کې ولسي وګړي په هوايي برید کې په نښه کړل او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۱ تنه ووژل.

سپتمبر ۲۰۱۴: د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبار کې دوه ښځې ووژل شوې.

اکتوبر ۲۰۱۴: د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز د نیازیو کلا په سیمه کې بهرنیو ځواکونو بمبار وکړ، چې له امله یې ۷ تنه عام وګړي ووژل شول. په وژل شوو کې یو سپین ږیری او یو ماشوم شامل و.

ډسمبر ۲۰۱۴: د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو په یو باغ بمباري وکړه چې په ترڅ کې د ښوونځي ۵ تنه زده کوونکي په داسې حال کې ووژل شول چې د کانکور ازموینې لپاره یې تیاری کاوه.

ډسمبر ۲۰۱۴: د لوګر ولایت په بره‌ کي برک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د دوو کورنیو ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

جنوري ۲۰۱۵: د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په شوړيک سيمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲ تنه ولسي وګړي ووژل شول.

جنوري ۲۰۱۵: د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې امریکايي بې پیلوټه الوتکې یو ځل بیا له ۳ ملکي کسانو ژوند واخیست.

فبروري ۲۰۱۵: د امریکایانو په هوايي برید کې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۹ تنه عام وګړي  ووژل شول .

فبروري ۲۰۱۵: د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو ۵ تنه ملکي وګړي په داسې حال کې  ووژل چې په بایسکلونو کور ته روان وو.

اپریل ۲۰۱۵: په کنړ ولایت کې یوې ښځې او ۱۱ ماشومانو د هوايي برید له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اپریل ۲۰۱۵: د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په کلتيپه سيمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۶ تنو ولسي وګړو ژوند واخیست.

جون ۲۰۱۵: د امریکا بې پیلوټه الوتکو د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالۍ کې د جنازې مراسم په نښه کړل او ۳۴ ولسي کسان یې ووژل.

جون ۲۰۱۵: د کندز په چهاردرې ولسوالې کې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په یو مسجد برید وکړ او ۸ ماشومان یې په داسې حال کې ووژل چې د قرآن کریم په زده کړې بوخت وو.

اګست ۲۰۱۵: د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د کودیخیلو په سیمه کې امریکايي الوتکو د یوې کورنۍ ۳ تنه هغه وخت ووژل چې د سیلاب اوبو وړي بندونه یې بیرته تړل.

اکتوبر ۲۰۱۵: په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون امریکايي الوتکو بمباري وکړه او ۱۰۰ په شاوخوا کې یې عام خلک ووژل، چې ټول یې ناروغان او د روغتون طبي پرسونل وو.

اکتوبر ۲۰۱۵: بهرنیو ځواکونو د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په تمور سیمه کې د واده پر مراسمو بمبار وکړ او ۶ تنه يې ووژل.

اکتوبر ۲۰۱۵: امریکايي الوتکو یو ځل بیا د لوګر په خروار ولسوالۍ کې هوايي برید وکړ او د درې ماشومانو په ګډون یې ۶ تنه ووژل.

اپریل ۲۰۱۶: امریکايي الوتکو د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې په یوه ډاټسن موټر بمبار وکړ او ۲۰ تنه ملکي خلک یې ووژل. په وژل شوو کسانو کې ۱۷ تنه قومي مشران وو د جرګې په موخه له یوه کلي بل کلي ته روان وو.

اپریل ۲۰۱۶: د خوست ولایت په مرکز کې امریکايي الوتکو په یوه سراچه موټر بمبار وکړ او ۳ ملکي وګړي یې په داسې حال کې ووژل چې سهار وختي د خوست ښار ته پر لاره وو.

جون ۲۰۱۶: د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د عامو خلکو په موټرو هوايي برید وکړ او ۱۱ تنه عام خلک یې ووژل.

جولای ۲۰۱۶: امریکايي ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ولسي خلکو مسافرو وړونکو موټرو بمبار وکړ، او ۲۰ تنه مسافر چې غوښتل د هلمند دیشو ولسوالۍ ته ځان ورسوي، په لار کې ووژل.

اکتوبر ۲۰۱۶: امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ په مرکیخیلو سیمه کې د یو دیني عالم «مولوي محمد عالم» پر کور د چاپې نه وروسته په کلي بمباري وکړه او د یوې ښځې په ګډون یې ۴ کسان ووژل او تر ۳۰ زیات یې ټپیان کړل.

اکتوبر ۲۰۱۶: د امریکا بې پیلوټه الوتکو د رزوګان ولایت مرکز د ترینکوټ په درویشان سیمه بمبار وکړ او ۳۵ کسان کلیوال یې ووژل.

نومبر ۲۰۱۶: امریکايي ځواکونو د کندز ښار په بزي کندهاري سیمه په یو کلي بمبار وکړ چې په کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۲ تنه ملکي خلک ووژل شول او ۵۰ کورونه په بشپړه ډول ویجاړ شول.

باید وویل شي چې پورتنۍ احصائیې د ملکي وژنو ټولې پېښې نه دي راخیستي، بلکې تنها هغو هوايي بریدونو او بمباريو ته یې اشاره کړې چې تر پراخ رسنیز پوښښ لاندې راغلي وي. دغه راز په دې احصائیه کې د ملکي وژنو هغه شمېرې هم نه دي ذکر شوي چې بهرنیو ځواکونو په چاپو او عملیاتو کې د ټوپک په ژوندیو مرمیو مخامخ وژلي وي، بلکې تنها د بمباریو او هوايي بریدونو پېښو ته اشاره کوي.

د یادونې وړ ده چې د واټسن موسسې لخوا تېر کال یوه احصائیه خپره شوې وه چې پر اساس یې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په تیرو څوارلسو کالو کې سل زره (۱۰۰۰۰۰) بې ګناه ملکي افغانان وژل شوي دي ».

نن تکي آسیا

د نړیوال نظامی ائتلاف د جنګي جرایمو د لیست د اوږدوالې  باوجود، د طالبانو په جرایمو باندې تینګار په داګه کوي چه د سزا نړیوال دیوان اوسني اقدام  د سیاسی ملاحظاتو نه متآثر دي.

فرانسه

۰۸/ ۱۱/ ۲۰۱۶

دوکتور م ، عثمان تره کی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جوهرالدین

په دکاپیسا ولایت کی امنیتنشته موژ سوله غوارو؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x