نظــر

ډونالډ ټرمپ په افغانستان کي د ګوډاګي مسلمانانو په تاوان دی!

عبدالمالک همت

نړيوالو رسنيو خبر ورکړ چي د امريکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ بریالی اعلان شو. له دې امله ښايي د نړۍ مسلمانان او په هغو کي زموږ د هيواد مسلمانان څه اندېښمن وي.

خو حقیقت دادی چي د ټرمپ واک ته رسېدل اصلي او رشتینو مسلمانانو ته نه، بلکي د امريکايي اسلام پيروانو، امريکا پلوو تش په نامه مسلمانانو، هغو کسانوته چي له آره مسلمانان دي، خو د امريکايانو د ډالرو او ځيرو د ترلاسه کولو او واک او چوکيو او امتيازاتو ته د رسېدلو لپاره سيکولران او دموکراتان سوي دي تاوان او لوی خطر دی.

زموږ د هيواد د خپلواکۍ رشتيانيو مجاهدينو ته پلار بوش، زوی بوش، بارک اوباما، هيلري کلينټنه او ټرمپ هيڅ فرق نه لري.

د امريکا ټولو لويو چارواکو چي څه زور په وس کي دی د مجاهدينو پر ضد يې نه دی سپمولی او پر کارولی يې دی.

اوس که ټرمپ د مجاهدينو په وړاندي څه اضافه کارروايي کوي، نو د دې اتلو مبارزينو په وړاندي خو امريکايانو او نورو ټولو کفارو خپل ټول توان په کار اچولی دی ، نو ټرمپ ته به څه پاته وي. برعکس دا احتمال لاسته چي ټرمپ او د هغه پاليسي زموږ د هيواد د مجاهدينو په ګټه تمام سي.

حقیقت دادی چي امريکايان دومره لګښتونه د اسلام د مجاهدينو سره په مخامخ جګړه کي نه کوي، لکه د امريکايانو پر په اصطلاح مسلمانو پلويانو چي يې کوي. د امريکا پر دغو پلويانو او د جګړې فرعي لګښتونه دومره ډېر دي چي هم يې د امريکا ملاورماته کړې ده او هم يې د هغې متحدهيوادونه تر پوزي راوستي دي.

په دې برخه کي د امريکې بېخي ډېري پيسې لګيږي، خو ګټه يې زياتره د هيڅ سره برابره وي. همدا اوس د افغانستان د جګړې په اړه دومره خلک  له امريکا څخه په رشتيا او درواغو پيسې اخلي چي تقريباً تر حسات تيري دي. په امريکا کي چي هر څومره په اصطلاح امريکا پلوي مسلمانان، جاسوسان او نور مېشت دي لګښتونه يې د اند دپاسه دي، خو بې له دې چي د امريکايانو د اوږو بار سي بل د هيڅ ورهڼي نه دي. د دې ترڅنګ زيات مسلمان او نامسلمان هيوادونه د ترورويزم سره د مبارزې په نامه له امريکايانو څخه ډول ډول کومکونه او امتيازونه ترلاسه کوي، چي زياتره يې د غير واقعي دلايلو پر بنسټ دي او يا يې ګټه په ذره بين کي هم نه ليدل کيږي. يو ښه مثال يې همدا د افغانستان د پوځ د لګښت په نامه پنځه نيم مليارډه ډالر او نور پنځلس مليارډه او دوه سوه مليونه ډالر دي چي لومړی قلم د پوځ د پرسونل د معاشونو دي او دوهم قلم يې په حقيقت کيد جګړې د لګښتونو لپاره دي. له دغو پيسو څخه د امريکايانو د لاسپوڅي حکومت لوی چارواکي لومړی خپل جيبونه ډکوي، په نورو يې سمېټي دېوالونه(امنيتي موانع) او نورډول دول امنيتي او حفاظتي وسايل رانيسي او ځانونه په ساتي او په نوريې سرتېري استخداموی او خپل ځانونه په ساتياو کومي پيسې چي د جګړې د لګښتونو لپاره ګڼي هغو هم هيڅ ځای نه دی نيولی او جګړه ورځ تر بلي شدت مومي، چي د دې لګښتونو ګټه امريکايانو ته هيڅ نه رسيږي، بلکي دا يو څو غټ دولتي چارواکي هم د امريکې په پيسو تر ستوني ماړه سول او هم ځانونه په ساتي.

نو ډونالډ ټرمپ خو داسي هم نه دی چي ګردسره لېونی وي او د امريکې ګټوته تاوان وي او بيا هم امريکايان رايه ورکوي.او نه د امريکې جمهوري غوښتونکو دی په ناپوهي سره رامخ ته کړی دی. اصلي خبره داده چي اوس امريکايان دې پايلي ته رسېدلي دي چي په مسلمانو هيوادونو کي چي کوم کسان د دوی د پلوۍ په نامه ډول ډول لګښتونه اخلي ټول هدر او بې ګټي دي، بلکي د دوی دغه پیسې او دغه ګوډاګيان پر دوی باندي د جګړو او د جګړود دغومرو لګښتونو د تحميل لامل سوي دياو کړاوونه او نوم بدۍ يې لا پر سربېره دي.

نو اوس داسي ګومان کيږي چي د امريکې سردمداران په نړۍ کي پر خپلو جګړه ييزو پاليسيو او لګښتونو باندي له سره غور کوي، ښايي د مسلمانانو په وړاندي دغه ډول جګړې چي دا دومره کلونه يې بې له تاوان او نوم بدۍ بله هيڅ پايله نه ده درلودلې ودروي او په نورو ډولونو يې د پر مخ بېولو په تکل کي سي، چي که خدای جل جلاله کول همدا به د دې کفري طواغيتو د قطعي ماتي لامل او د دوی د ګوډاګيانو د خوارۍ او ذلت سبب سي. وما ذالک علی الله بعزيز.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

اصلا حقیقت دا دی چی په اوسنی زمانه کی چی دانتخاباتو په نوم کومه درامه مخته اچول کیږی دا توله پروسه اصلا نمایشی ده او دعامو خلکو د غولولو لپاره یوه خه وسیله ده او هیڅ حقیقت نلری بلکی هغه مطلوب شخص د هغه راتلونکی پلان مطابق تر انتخاباتو مخته تاکل شوی وی او هماغسی یو تمثیل ګر او کرکتر دوی خوخ کړی وی چی بیا راتلونکی پلانونه په خه شکل تمثیل کړی او د پردی شاته هاغه اصلی ددجالی ګروپونو غړی لکه د illuminati او فریمیسن او یهود زایونستان ددجالی پلانونو جوړونکی او واکداران دی چی ددی په اړه… نور لوستل »

محمد عبدالله

څنګه چی دونالد ترمپ ته د یو بیحیاء فحش کار او اسلام ضد رول ورکړل شوی دی نو حقیقتا دهمت صاحب په خبره دونالدی به هغه په نوم مسلمانان چی دومره وخت ددوی ملګری پاتی شوی دی او دهغو مزدورانو لحاظ هم نکوی چی کلونه کلونه ددوی په خدمت کی وخت تیر کړی دی او دوی هم تر تیغ تیروی او همدا اصلا ددوی پلان دی چی دی سره به نړیوال جنګونه او بالاخره دامریکا دزوال سبب کیږی انشاالله

الجاج استاذ بیانزی

محمد عبدالله ورور السلام علیکم ! مخکی ستاسی له نظریاتی ماحول سره چه د داعش او د داعش د خلافت او بیا افغانستان کی د داعش په اړه وی موافق نه ووم او نه یم ، مګر ستاسی د نړیوال نظریاتی ماحول سره سل په سلو کی توافق لرم نه یواځی توافق بلکه دغه یو نه بدلیدونکی حقایق دی زه یی نه یوآځی ستاینه بلکه نمانځنه کوی الله ج دی اجرونه درکړی . کشکی مونږ د داعش او د هغوی خلافت او په ځانګړی دول افغانستان په اړه سره چه پخوا به وخت ناوخت سره جدی کیدلو لا ډیره مسالمیت… نور لوستل »

محمد عبدالله

وعلیکم السلام ورحمة الله محترم استاذ بیانزی صیب الله ج درته اجرونه درکړی که تاسو ته زما اولنی تبصری په یاد وی چی لا هغه وخت کی ما دغه خبری کولی چی زه ستاسو او د نورو تولو ملګرو عزت کوم ولو که زما مخالف او یا هم زما په تبصرو انتقاد کوی او داسی فکر لری چی زه دکومی خاصی دلی او یا منهج طرفداری کوم حالانکه داسی نه وو او زما هغه تبصری ددنیایی مقاصدو لپاره نه بلکی خاص دالله ج د رضاء لپاره ما دغه خبری کولی چی دمسلمانانو داتحاد په اړه وو او ما ویل چی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x