افغانستان

تورخم کې سرتېري برید د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی او دوه نور ټپيان کړي

نن ټکی آسیا: نن سهار وختې شاوخوا شپږ بجې د افغانستان-پاکستان پولې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې یوه سرتېري برید امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ-ژوبله اړولې.
د ننګرهار د والي ویاند احمدضيأ عبدالزي خبریالانو ته د پېښي د تائید ترڅنګ زیاته کړه : یوه تن چې غوښتل یې په تورخم کې د افغان امنیتي ځواکونو قرارګاه ته ننوزي، د دروازې په ساتونکي ډزې :ړي او هغه یې ځای پر ځای وژلی. وروسته ودانۍ ته ننوتلی او ځان ته یې چاودنه ورکړې،چې په همدې مهال یې بیا دوه نور سرتېري ټپیان کړي دي.

د والي ویاند همداراز وویل چې په برید کې د امنیتي ځواکونو قرارګا ته هم دروند زیان اوښتی خو د نورې مرګ-ژوبلې په اړه یې جزئیات ورنکړل.
ویل کېږي، چې د ملي امنیت ژوبل شوي کارکوونکي روغتون ته رسول شوي او ډاکترانو یې روغتیايي حالت د انديښنې وړ بللی.
تر اوسه چا د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې؛خو د والي د ویاند عبدالزي په وینا برید د طالبانو له لورې ترسره شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x