شعـــــرونه

ګـرداب/ بهار مستغفر

بـهار مستغفر

کومه ټولنه کې چي ښکلو څـخه ډم مخته شو
پوه شئ چي هلته له خوښیو څخه غم مخته شو

زما په چیغو یې غوږ نه ګراوه لاړ ګـرداب ته
اوس یې مـسکا شوه یرغمله او ترې نم مخته شو

دیمکراسي لکه ښـامار ډېر یې وهلي په نېښ
هله زلمیه ! لا موکه ده که دي دم مخته شو

توره څېره دروغ وعدې یې له دې وپېژنه
بیا رغونې نه یې زمونږ کلي ته بم مخته شو

بیا به حیران  وي دواړه لاس به مروړي هیڅ به نه وي
د چاچي پیـل کې له فکر نه قـږدم مخته شو

چاچي په یو سر ټول جهان ته سينه ووهله
لاړ دایمان او افغانیت سوبه کې سم مخته شو

ابدي تنده یې کړه ماته په وړوکې تنـده
سبا کوثر نن  د خوَلو ورته زمزم مخته شو

هغه  بـهار  باندي نو کلی ښه رنګین ښکاریږي
چي یې غوټـیوته سېلیو نه شـبنم مخته شو

دهجرت دیار.  نېټه : چهارشنبه  / ۹ / ۲ / ۱۴۳۸ هــ ق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx