دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۸)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د اسلام احسانات پر ښځه باندي:

۱:  وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّـهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (سورت البقره: ۲۲۸)
ژباړه: (د شريعت له مخي) ښځې پر خپلو ميړونو داسي حقونه لري لکه چي ميړونه ئې پر دوی لري او نارينه پر ښځو باندي درجه (امتياز) لري او الله واکمن حکمت لرونکی دی.

يادونه: د اسلام څخه مخکي او اوس د اسلام څخه ماسوا ښځه پر ميړه داسي حق نلري لکه خاوند چي ئې لري، د اسلام څخه ماسوا خاوند دا حق درلودئ چي خپله ښځه حتي ژوندۍښخه کړي، ويې سوځوي او د يوه حيوان په شان ئې خرڅه کړي خو اسلام ښځه د نر سره برابره کړه. يعني لکه څرنګه چي نر نشوای کولای چي ازاد نر خرڅ کړي، او يا ظلم ورباندي وکړي همداسي اسلام و ښځې ته دا مقام ورکړ او پر ښځه باندي يې ټول ظلمونه ختم کړل او د پای ټکی يې ورته کښېښود.

لکه په کي کريم کي چي راځي:

۲: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهًا ۖ وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّا أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ ۚ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّـهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا (سورت النساء:۱۹)

ژباړه:ای مؤمنانو ستاسو لپاره روا نه ده چي د زور له لارې ځان د ښځو وارثان کړي او دا هم روا نه دي چي هغوی وربړوي تر څو چي له دې لاري په وسيله د هغه مهر چي ورته ورکړي مو دئ له دوی څخه بيرته واخلئ خو په داسي يو حالت کي (کولای شي چي پر دوی زور راوړئ) چي په ښکاره ډول سره په بدکارۍ سره لاس پوري کړي او د خپلو ښځو سره ښه چلند وکړی که دا ښځې ستاسي خوښي نه وي نو ښايي چي تاسي به يوشی نه خوښوي او الله په هغه کي ستاسي لپاره ډېري ښېګڼي اچولي دي.

يادونه: د اسلام څخه مخکي خلکو ښځې په ميراث کي وړلې وارثانو به د عام مال او متاع په شان سره ښځي تقسيمولې او کله به جنګونه تر پيړيو پوري ورسېدل يوه به ويل دا ښځه په ميراث کي زماده او بل به ويل چي دا زماده خو اسلام نه داچي دا وحشت ېئ منع کړ بلکې دا امر ئې هم وکړ چي تاسي به له ښځو سره ښه کوی او بد به نه ورسره کوی.

۳: لَّا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ (سورت البقره: ۲۳۶)

ژباړه:پر تاسي هيڅ ګناه نشته چي خپلو ښځو ته مخکي له هغي طلاق ورکړي لاس مونه وي وروړي او مهر مو نه وي ټاکلي په دې صورت کي هغو ته څه ناڅه ورکول اړين دي، شتمن دي د خپل وس او بيوزلي دي د خپل وس سره سم په ښه توګه څه ورکړي دا پر ښېګڼه کوونکو حق دی.

يادونه: د اسلام څخه مخکي او اوس د اسلام څخه ماسوا که يو څوک ښځه ولري او هغه طلاقه کړي نو هغه د يوه حيوان په شان پسي شړي، خو اسلام امر کوي که مو چيري يوه ښځه پر نامه شول او واده مو نکړل او طلاقه مو کړل نو هم تاسي يو څه ورکړي چي ددې عزت په خوندي شي.

۴: أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ ۚ وَإِن كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّىٰ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۖ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُم بِمَعْرُوفٍ ۖ وَإِن تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَىٰ (سورت الطلاق: ۶)

ژباړه: دوی په هغه ځای کي چي (تاسي) په خپله اوسيږي د خپل وس په اندازه واوسوئ او دوی ته ضرر مه رسوئ په دې چي پر دوی باندي لانجې ونيسي (سختي وکړي) نو که دوی اميدواره وي ورلره نفقه ورکړي څو خپل اولاد و زيږوي نو که ستاسي اولاد ته شيدې ورکوئ، مزدورې يې ورته ورکړي او پخپلو منځونو کي په غوره توګه مشوره وکړئ او که سختي سره رامنځته شوه نو بله ښځه به ورته شيدي ورکړي.

يادونه: په جهالت کي به ښځه د يوه حيوان په شان وه، خو اسلام داسي امتياز ورکړ چي که چيري يوه ښځه حملداره شي د هغې نفقه او جامې دا به خاوند ورکوي او که يې اولاد پيدا شو د هغه نفقه او جامې به ورکوي که چيري يو څوک يوه ښځه هم طلاقه کړي او د خاوند څخه حملداره وي او يا يې ماشوم پيدا شو هم يې دا حکم دئ او که چيري هغه ښځه ووايي چي اولاد ستا دی او زه نورې شيدې نه ورکوم نو خاوند به ئې د ظلم او جبر څخه کار نه اخلي او پيسې دي ورکړي او يا دي بله ښځه ورته پيدا کړي چي د پيسو په بدل کي و ماشوم ته شيدې ورکړي.

۵: وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۖ كِتَابَ اللَّـهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاءَ ذَٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا بِأَمْوَالِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ ۚ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ اللَّـهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا (سورت النسآء: ۲۴)

ژباړه:او همدغه راز(پر تاسي) د ميړوښو ښځو(نکاح) حرامه شوې ده خو هغه ښځې چي (د جګړې د اسيرانو په توګه) تاسي د هغو څښتنان شوي ياست (دغه ټول) و تاسي ته د الله حکمونه دئ او پرته له دغو ښځو څخه (د نورو ټولو ښځو نکاح) تاسي ته حلاله کړل شوېده په دې شرط چي پخپلو مالونو سره يې غوښتنه وکړي حال داچي ځانونه پاک ساتونکي او له زنا څخه ځان ژغورونکي اوسئ او کله چي مو له ښځو څخه ګټه واخيسته نو د يوې فريضې په توګه ددوی مهر اداء کړئ او پر تاسي په هغه شي کښې چي سره پر جوړ شي ګناه نشته بې شکه چي الله پوهيدونکي حکمت لرونکی دئ.

يادونه: د جهالت په وخت کي به چي کومې ښځې و نيول شوې که به هغه ښايسته وې خو چا به په نکاح کړلې خو بيايې هم ارزښت کم وو، او که به يې ښکلا او ځلا نه درلوده نو په ښارونو کي به يې د حيواناتو په شان خرڅولې، خو اسلام وايي دا ښځې چي تاسي يې په جنګ کي ونيسئ هغه و تاسو ته حلالي دي دا په نکاح کړئ کرکه مه ورڅخه کوئ، او له هغې ښځې سره چي تاسي نکاح وکړئ و هغې ته مهر ورکړئ او ښه ورسره کوئ چي دا سلام مخکي داسي اصول نه وه.

۶: لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ ۚ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا (سورت النسآء: ۷)

ژباړه:د هغه څه نه چي د پلار، مور او خپلوانو نه پاتي کيږي د نارينه ؤلپاره برخه ده او(هم) د هغه څه نه چي د پلار، مور او خپلوانو څخه پاته کيږي د ښځو لپاره برخه ده که (شتمني) لږوه يا زياته ټاکلي برخه ده.

ياونه: په جهالت کي ښځې مطلق شتمني نه درلودل ښځه خپله د نارينه ؤ شتمني وه،  خو اسلام و ښځې ته پوره حق ورکړ چي که چيري ښځه خپله سرمايه ولري نو هغه ددې حق دئ او د نر حق د نر حق دئ او نر دي تجاوز نه کوي.
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x