دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۳۱برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

پروفيسر ايچ چېولز  (H.G. Wells) داسلام په هکله وايي:

محمد صلی الله علیه وسلم بشریت ته اسلامي تعلیمات اخلاق، شرافت او صبر پرېښود،  دې نړۍ ته د انسانانو په لاس جوړ شوي قوانین هم وړاندې شول، خو له څه وخت وروسته  له نیمګړتیاوو سره مخ شول، برعکس اسلامي قوانین نه بدلېدونکې دي او همدارنګه اسلام د عفوې، اخوت او سترتوب څخه ډک دی.

ډاکتر ويليم ډراپر (Dr. William Draper) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له ټول انسانیت څخه اغېزمن کس ؤ، ده توکم پرستي ختمه کړه، دی د ډېرو امپراطوریو مذهبي مشر ؤ، یو پر دریمه یې انسانان سره وروڼه کړل، زه په زړورتیا او له تعصب پرته ویلی  شم چې دی بل څه نه ؤ؛ بلکې د خدای یو رښتینی استازی ؤ.

ښاغلی ګيبن (Gibbon)دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کې رښتینولۍ او اخلاص شتون درلوده، دی دخدای استازی ؤ، ده خپل کار پخپله کاوه، اور یې بلاوه، جارو یې وهله، حیوانات یې لوشل، خپل کالي یې پخپله ګنډل، خپلې څپلۍ یې پخپله ګنډلې، دی د ښېګڼو ټولګه وه، دی په عربو کې هغه کس ؤ، چې نه یې تکبر اونه یې تعصب درلوده.

ښاغلی ايډ وارډ ټونټټ (Edward Montet) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د اسلام دین په تاریخي لحاظ سره یو معقول دین دی، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ویناوې او قرآن کریم یې اصول دي، توحید یې شعار دی، اسلام د ټولو الهیاتو ټولګه ده، په اصولو یې د هر چا لپاره پوهېدل آسانه دي، د انسانانو د شعور د درک لپاره یې توان تر هر څه زیات دی.

پروفيسر راډويل (Rodwell) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اخلاق د ټولو لپاره یوه ښه نمونه ده، د ده پر خدای باندې ایمان ؤ، نه پر لیدونکې نړۍ باندې او دا ټول  هغه څه دي چې اغیزه یې پر ټولو عقیدو، اخلاقو او د ټول بشریت پر ژوند باندې وکړه، زما په آند د ده په شان بل داسې ستر کس نه دی تېر شوی اون ه به په راتلونکې کې راشي، د ده دعوت تر ټولو غوره او اغیزمن ؤ.

ډي جي هوګارت (D. G. Hogarth ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د بشریت په تاریخ کې هیڅوک داسې مکمل کس نشي وړاندې کولای چې د خلکو عادي ژوند تر خپل واک لاندې راولي، حتی دا کار د عیسایت بنسټ ایښودونکي  هم نه دی کړی، بلکې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دا کار وکړ؛ نو ځکه ویلی شو چې دی یو مکمل انسان ؤ.

نور بیا…

پایلیکونه:   Dr. William Draper in ‘History of Intellectual Development of Europe’

Gibbon in ‘The Decline and Fall of the Roman Empire’ 1823

Edward Montet, ‘La Propagande Chretienne et ses Adversaries Musulmans,’ Paris 1890. (Also in T.W. Arnold in ‘The
Preaching of Islam,’ London 1913.)
Rodwell in the Preface to his translation of the Holy Qur’an

داوسني عیسایت بنسټ ایښودونکی پولس رسول دی او تاسو کولای شئ، چې دده په هکله پوره معلومات زما په چاپ شوی کتاب (بایبل پیژندنه) کې ولولئ.
D. G. Hogarth in ‘Arabia’

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x