افغانستان

سرتاج عزیز: هند او ایران دې په افغانستان کې د ځانګړې ډلې ملاتړ نکوي

نن ټکی آسیا:په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز وايي؛ هند او ايران باید په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې ټپلې ملاتړ ونه کړي.
نوموړي د شنبې په ماښام په اسلام اباد کې د سيفما له خوا د افغانستان او پاکستان د پارلمان غړېو او د دواړو هېوادونو ژورنالېستانو لپاره جوړ سيمينار ته د وينا پر مهال وويل چې پاکستان په افغانستان کې د نه لاسوهنې پر پاليسۍ ولاړ دى او موږ غواړو چې، د دغه هېواد نور ګاونډي هېوادونه او هند دې هم په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ ونه کړي.

لومړي وزیر نواز شريف کابل ته د خپل سفر پر مهال افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ؛ چې هېواد به يې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره هېڅ ډول مرسته ونه دریغوي.
نوموړي يو ځل بيا د افغانستان د سولې له پروسې سره د پاکستان پر مرستې ټينګار وکړ او ويې ویل، په وروستيو کې د طالب بنديانو خوشې کول ښيي؛ چې پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې سره رښتينې همکاري کوي او موږ به دې همکارۍ ته دوام ورکړو.
‌په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف سلاکار دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي دي، چې د افغان ولسمشر حامد کرزى دا مهال د هند په درې ورځني سفر په دغه هېواد کې دى او نوموړي ددغه هېواد له صدراعظم او نورو چارواکيو سره کتلي او د سيمې پر وضعيت يې ورسره خبرې کړي دي.
بل پلو یو شمېر رسنۍ خبر ورکوي، چې هندي چارواکو له ولسمشر کرزي سره د لیدنو-کتنو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو ژمنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x