نظــر

ټرمپ نړۍ او افغانستان

ډاکټر فیض محمد ځلاند

د ټرمپ بریا ټوله نړۍ حیرانه کړه، د یوویشتمې پیړۍ د پیل سیاستونه لکه چې د شلمې پیړۍ د پیل په څیر په ملتپالو باورونو ولاړ دي. د نریندر مودي بریالیتوب په هندوستان، د ویلادیمر پوتین محبوبیت په روسیه کي او د ډیوډ کمیرون ماته په انګلستان کې ټول د ملتپالو سیاستونو د را ټوکیدو پیل بللی کیږي.

د ټرمپ بریالیتوب ګڼ دلایل لرل چې تر ټولو مهم یې د امریکا د ملتپالنې (نشنلیستي) شعارونو په اساس ګڼلی کيږي، د امریکا ګڼې ستونزې لکه کوردننه د لږکیو ځواکمن کیدل د سپین پوستو امریکایانو په پرتله، د کورني اقتصادي ځوړ، له امریکا بهر د امریکا د ناکامو پوځي ماموریتونو زیاتوالی او دارنګه د اوباما د ناکامو سیاستونو پایله ګڼلی شو. ټرمپ په اخلاقي لحاظ د امریکا د غالب اخلاقي نظر (د بربڼډوالي د ملاتړ، د همجنسبازانو د ملاتړ، له ښځو څخه د لولکو او د حوس د پاره د استفادي د کلتور عامول) استازیتوب کوي، د ټرمپ نظریات د ښځو په هکله نړۍ او ګڼ امریکایان حیران کړل کله یې چې په یوه وینا کې د ښځو په اړه خپل نظریات وړاندې کړي و، داسې بریښیده چې نور نو ټرمپ په امریکایي ټولنه کې ځای نلري، د امریکا د نیم نفوس (ښځو رایه) ترې واخیستله شوه او په دې توګه به ټرمپ ټاکنې وبایلي، خو اوس د ټرمپ بریالیتو په دې مانا دی چې د امریکا نیم نفوس (ښځو) هم د ټرمپ د شهوت او بربڼډوالي ملاتړ کړی دی.

د ټرمپ اغیز په نړیوال سیاست!

د ټرمپ په راتګه سره په نړیوالو سیاستونو کې ګڼو بدلونونو ته لار هواریدای شي، دا ځکه چې ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د نوماند په توګه سپینه ماڼې تر خپلې ولکې لاندې راوسته، خو د دې تر څنګ جمهوري غوښتونکو د سنا او کانګریس دواړه خونو اکثریت چوکۍ هم ګټلي دي چې په دې توګه د ټرمپ حکومت به د پالیسیو دبدلون او د نويو تګلارو د جوړیدو غښتلی او ځواکمن ملاتړ له ځان سره ولري، د کانګریس او سنا کردار د امریکا په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې ډیر روښانه دی چې د دې دواړو خونو ملاتړ به د ټرمپ د بدلون راوستلو له تګلارې سره غښتلي مرسته وکړي. د ټرمپ نژدي اړیکې له ولادیمر پوتین سره کولی شي د امریکا او اروپا په اړیکو اغیز ولري، د سوريي جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي، د داعش په خلاف د امریکا او روسیې د ګډو هلو ځلو په نژدیوالي کې همکاري وکړي.

ټرمپ وار دمخه په پخپلو ټاکنیزو مبارزو کې دا ویلي چې دی به له روسيي سره د داعش په ځپلو کې لاس په کار شي، دا نژدېوالي به اروپا او امریکا په اړیکو هم نیغ په نیغه اغېز ولري. د ټرمپ دا نظر د ناټو غړي هیوادونو باید د ناټو د جوړښت د ټینګښت او غړیتوب د پاره فیس (مالیه) ورکړي واردمخه اروپا په اندیښنه کې اچولي چې د ټرمپ راتګ به د اروپا او د ناټو د غړو هیوادونو یا تر ډیره بریده د اروپا تر منځ اړیکې خړې پړې کړي.

ټرمپ ایران ته هم ګواښ کړی چې هیڅکله به ایران ته اجازه ورنه کړي چې د اتومي وسلو خاونده شي، دارنګه د ایران سره د اوباما د اداري د اړیکو د نژدیوالي خلاف دی، کیدی شي د ټرمپ په راتګ سره په ایران بندیزونه سخت شي، د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلي او د د متخاصمي (جګړېزې دیپلماسۍ) دیپلماسۍ ډول خپل کړي.

ټرمپ د خپلې ملتپالنې تګلارې له امله د نریندر مودي سره ورته سیاستوال پرتله کیږي، د هندوستان سره د ټرمپ اړیکې کیدی شي له هر بل وخته نژدي او دوستانه پاتې شي، دا به د چین او امریکا او دارنګه د امریکا او پاکستان په اړیکو نیغ په نیغه اغیز ولري، د دې اړیکو له لارې کیدی شي د هندوستان د اقتصادي پرمختګ، په سیمه کې د سیاسي تګلارو د پیاوړتیا او برلاسۍ لورې ته لار هوار شي.

ټرمپ او پاکستان!

د ټرمپ راتګ له هر بل هیواد پاکستان ته ډیر خطرناک ثابتیدای شي، د افغانانو د پاره دا ښه زیری کیدی شي، ټرمپ غواړي پاکستان ریښتوني سیاست ته اړ کړي، واردمخه ټرمپ ویلي چې دی به پاکستان نظامي مرستې بندي کړي، له پاکستان څخه به اتومي وسلې له دې امله واخلي چې پاکستان یې د ساتلو وړتیا نلري، دارنګه یې پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی چې پاکستان باید له خپل دوه رنګه منافقانه سیاست څخه را وګرځي کنه د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو په نوملړ کې به یې شامل کړي او بندیزونه به پرې ولګوي، په پاکستان کې د ترهګرو په خلاف د بریدونو ګواښ هم کړی چې که له پورته ذکر شویو ګواښونو څخه یو هم د پاکستان په وړاندې عملي کيږي دا به د پاکستان په کورني او سیمه ییز سیاست بد اغیز وښندي.

پاکستان به سر له اوسه د خپلو تګلارو په اړه د بیاکتنې کمیټې کینولي وي، تر څو د امریکا غوښتنو ته مثبت ځوابونه پیدا کيړي، د ټرمپ فشار په پاکستان کولی افغان لوري سولې او سلا ته اړ کړي. د ټرمپ د وینا له مخې افغانستان کې دولت جوړونه د امریکا دنده او لومړیتوب نه دی، له دې امله که ټرمپ د افغانستان د پریښودو پریکړه کوي کیدی شي د سولې د بریالیو هلو ځلو کوښښ ته اوږه ورکړي چې دا به تر ډیره د افغان سیاسیونو، په ځانګړي توګه په جګړه کې د ښکیلو خواوو ترمنځ د مثبتو اړیکو او د سولې د ولسي هلو ځلو په پایله کې امکان پذیره وي.

ټرمپ له سوداګرۍ څخه سیاست ته را اوښتی دی، ځکه خو تمه کیږي چې تر ډیره به یې سیاستونه په ګټې او تاوان ولاړ وي، د عقدو پالل، د تاوان د قمار سیاست او د ګډوډیو څخه د ځان په ګټه د استفادي هلو ځلو تمه ترې نه کیږي، د ترمپ په راتګه سره ویلی کیږي چې د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې هم د پالیسۍ لوی بدلون ته اشاره کیږي، جمهوري غوښتونکی ګوند تر ډیره په کورني سیاست کې ناکام او کمزوری پیژندلی کیږي، خو اوس داسې ویلی کیږي چې کیدی شي د ټرمپ راتګه د تاریخي کلتور د دې ګوند وربدل کړي، له بهرني سیاست څخه کیدی شي جمهوري غوښتونکي سیاستوال په لومړې ځل په کوردننه کې د اقتصادي پیاوړتیا، د ټولنیزو بدلونونو، د مالیاتو او د بیمې د سیستمونو د پیاوړتیا خواته خپل کاري تمرکز زیات کړي چې دا تګلاره به د نړۍ له ارامي، سوکالۍ او پرمختګ سره هم لویه مرسته وکړي.

ټرمپ او افغانستان!

د ټرمپ د سیاسي تګلارو د بدلونو لومړنی بڅرکی کیدی شي د ۲۰۱۷ کال د منځ څخه را برسیره شي، تر څو د یوې هر اړخیزې څیړنې او کاري ټیم په رامنځته کولو سره د دې بدلونونو د سم سمي د پاره لاس په کار شي، خو که د ملي وحدت په حکومت کې دغني او عبدالله ترمنځ د اختلاف یا بحران کومه لویه بیلګې را وړاندې شي، د دوی اختلاف دیته اړتیا پیدا کړي چې امریکا دې په کې منځګړیتوب وکړي، کیدی شي د ټرمپ د اداري د سخت، غوسناک غبرګون سره مخ شي، د حکومت د بدلون، د مخکې له وخته د ټاکنو د ترسره کولو، د لویي جرګې د رابللو او د سولي په پایله کې د لنډمهالي حکومت د رامنځته کولو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

هغه کسان چې غواړي په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د ړنګولو بریالي هڅې وکړي باید د واشنګټن په لورې ژر تر ژره مخه کړي، د لابي پیل یې لا اوس لازمي دی، ټرمپ پخپلو سیاسي تګلارو کې د بدلونو په اړه مثبت او جدي ښکاري چې له دې فرصت څخه ګټه اخیستنه به لازمي پایلي ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

دا خبره چی ترمپ د ښځو مخالف سیاستمدار دی هیڅ حقیقت نلری . ټرمپ د امریکا د ښځو په فرمایش قدرت ته راغی ځکه چی نوموړی مخکی له مخکی دا ویلی وو چی نوموړی د مسلمانانو سرسخته مخالف دی او دا د امریکا د ښځو لپاره یو مسیج وو چی یعنی زه ستاسی له لیده نړی ته ګورم [ یادونه د نړی ټولی ښځی د اسلام د مبارک دین سره تعصب نلری بلکی دا یواځی هغه ښځی دی چی غواړی د حکومت په زور پخپلو میړونو حاکمیت او باداری وکړی چی ددی ‌‌‌‌‌‌ډول ښځو روزمره کار یواځی میړه ځورونه او… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

د ټرمپ د کمپاین اساسی مسجونه دا وو چی امریکا ته به د مسلمانانو د ورتګ مخنیوی وکړی دوهم به د لاتینی امریکی د مهاجرو د راتلو مخه به ‌‌‌‌‌‌ډب کوی دریم به د نړی په هرګوټ کی د اسلامی نهضتونو ځپل شروع کوی چی دا ټول مسیجونه د امریکا د هیواد اروپایی الاصله امریکایی ښځو ته مخاطب وو . ځکه چی د امریکا هیواد ته د مسلمانو ک‌‌‌‌‌‌ډوالو او د لاتینی امریکی د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو ورتګ ورو ورو د امریکا د هیواد کلتور او کلچر بدلوی او هغه [مادرسلار ] یا هغه نظام چی هرڅه ته د ښځو له سترګو… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

پاتی شوه د ملت پالنی خبره ملتپالان که مطلب ترینه [قوم پالان ] وی دا ‌‌‌‌‌‌ډله همیشه د ښځو له سترګو نړی ته ګوری په همدی خاطر دا ‌‌‌‌‌‌ډله همیشه په اسلامی هیوادونو کی داسی منفور وی .

محمد نعیم سادات

د ټرمپ خارجی سیاست به داسی وی چی له ایران او روسیی سره به ‌‌‌‌‌‌ډیری نژدی اړیکی لری ممکن د ټرمپ په دوره کی به ایران او روسیه منطقوی قدرتونه جوړ شی . ټرمپ به افغانستان کی د ایران ، روسیی او هند سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه او مرسته کار کوی . ممکن پدی لړ کی د ایران جاسوس حامد کرزی یا د نوموړی کوم نژدی شخص به د کابل په څوکی کینی او ممکن اشرف غنی مقاومت وکړی او څوکی به پری نه ږدی . په پاکستان کی به د پوځیانو رول یوار بیا زیات شی او ممکن په نواز… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

د پاکستان په اړه همیشه جمهوریت غوښتونکو د پاکستان د پوځ سره نژدی اړیکی درلودی او په پاکستان کی هره پوځی کودتا د امریکا د جمهوریت غوښتونکو په ملاتړ تر سره شوی . تاسی د پاکستان ټول تاریخ وګوری هرکله چی په امریکا کی د جمهوریت غوښتونکو قدرت وی په هغه وخت کی په پاکستان کی بیغمه نظامی حکومتونه وی

الجاج استاذ بیانزی

د ځلاند صاحب څیړنیزی لیکنی سره په ډیرو مواردوو کی توفق نظر نه لرم ، نن صبا د دروازو دمخه او شاته سیاست توپیر لری هغه څه چه وایی نه یی کوی او هغه څه چه کوی هغه بیا نه ویل کیږی د دی د پاره چه دخلکو د اټکل کچه هم راښته او د نننی ماسونیستی استعمار د نړیوال حکومت تاسیسولو هلی ځلی څوک اټکل نه کړی . زه د اوسنو استعماری چغرافیاوو پولو په خلاف او د رښتونی نړیوال حکومت چه به هغه کی د ځنګل د قانون به ځای الهی نظام پیاده شوی پلوی یم حتی عشق… نور لوستل »

محمد نعیم سادات

یو بل نظر هم وجود لری او هغه داسی دی چی لدینه مخکی ځل چی جمهوریت غوښتونکی یعنی جورج بوش قدرت ته راغی نو بعد له څه وخته د یولسم د سپټمبر حادثه پیښه شوه چی وروسته بیا د امریکا متحده ایالاتو د نوموړی جادثی په تړاوو په افغانستان او عراق یرغل وکړ او ورته کار یو کال له نوموړی پیښی مخکی په روسیه د ولادیمر پوتین لخوا عملی شو . ولادیمیر پوتین چی په همدی کال قدرت ته راغلی وو د مسکو په ښارکی د دوو بیل‌‌‌‌‌‌ډینګونو د الوځولو په تړاوو د چیچن [ یچکیریستان ] په جمهوریت یرغل… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

سادات صاحب ! سلامونه می ومنه ! ستا دی څو تبصرو مجبور کړم چه په اړه یوه لیکنه ترتیب او ستاسی حضور ته یی ستاسی د معلومات د زیاتولو یا معلومات د بدلولو د باره درولیزم . کله مونږ حالات د ماضی له مخی او د ماصی په پيرویو ارزونه کوو ، زما د دی خبری د پاره به یو ژوندی مثال یاد کړم ، یو ناروغ انسان ته په کوچنیوالی ، لوی والی او زړښت کی د ستونزو موندل او درملنه کول ډیر توپیر لری په کوچنی والی او لویوالی کی دا کتران د هغه ناروغانو مخکنی تاریخچه لولی… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x