نړۍ

امریکایان: ټرمپ زمونږ رئيس جمهور نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د انتخاباتو تر ګټلو وروسته د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد مظاهرې وشوې او په زرګونو امریکایانو شعار پورته کړ « ټرمپ زمونږ رئیس نه دی ».

د رسنیو د راپورونو سره سم لږ تر لږه په اوه لویو ښارونو کې لاریونونه تر سره شول چې په زرګونو کسانو په کښي ګډون کړی وو او ټولو د نوموړي عنصري او له کرکي ډک مواقف وغندل او شعار یې ورکړ چې ددوی رئیس ټرمپ نه شي کیدای.

د امریکا په مانهاتن ښار، شیکاګو، بوسټن، فیلادلفیا، سان فرانسیسکو، لاس انجلس، اوکلاند، ټکساس او نورو ښارونو کې یاد لاریونونه تر سره شول او د ډونالډ ټرمپ د کمپاین پر مهال کړي وعدې یې وغندلې چې په هغو کې د کډوالو نه پرېښودل، د مکسیک پر پوله دیوال جوړول، د مسلمانانو سره کرکجن تعامل او د ښځو سره د نوموړي تعامل یې د یادوني وړ دي.

په سیاتل ښار کې په یوه لاریون کې ډزي هم شوي چې له امله یې یو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي.

ددې تر مخه ډونالډ ټرمپ د خپلي بریا په جشن کې د امریکایانو څخه وغوښتل چې د انتخاباتي کمپاین اختلافونه نور شاته وغورځوي او وعده یې وکړه چې د ټولو امریکایانو رئیس جمهور وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x