د گنج اوونيزې شپږ كلن خپرنيز يون ته ځغلنده كتنه (۲)

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

* د دوه يم كال پرلپسې ۴۱ گڼه د ۱۳۸۶ ل كال د غبرگولي په ۱۲ د تېر په څېر رنگه  څلور مخيزه خپره شوې، چې په كې پر سرليكنه (په افغانستان كې سياست ژورو بدلونونو ته اړتيا لري) سربېره د ښاغليو جهش(له پوهنتون څخه سياست ليرې كه سياست تپل ليرې شي)، د محمد اسحاق فياض(افغانستان، چالش مرگ مادران و افزايش جمعيت)، د حبيب الله رفيع )نهضت شرق) رسنيزه څېړنه،

د احسان الله آرينزي د م. گوركي د داستان(د جنوري نهمه) ژباړه، د سپيده دم له ويبپاڼې په مننه(رقابت ميليونرهاى جهان براى كنترول زمين هاى ارزشمند!)، د احمد سعيدي( كشورهاى بزرگ اقتصادى جهان يا G8) وټه ييزه ليكنه، د ډاكټرعارف پژمان(حافظه، زيبايى و روشنايى)، د جاويد فرهاد(تبارشناسى غزل امروز- بررسى شگرد هاى تازه درغزل)، د عزيز تحريك(خاورې شوې اوښكې)، د محمداكرام وفادار(معلم ته!)، د واصف باختري( شيشه فروشان…)، د زينت(شهسوارغزل)، د گنج ادارې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې)،( رويداد هاى مهم بين المللى)،(د انرژۍ سرچينې )، معلوماتي، سينمايي، خبري، روغتيايي او سوداگريزې خبرتياوو يې منځپانگه نوره هم شتمنه كړې ده.

* د دوه يم كال ۴۲ گڼه د ۱۳۸۶ل.هـ د غبرگولي ۱۹ : د گنج په دې گڼه كې پرسرليكنه(آينده دموكراسى با آينده داكتر سپنتا گره خورده است) سربېره، د ښاغليو وارث حسرت(په مزار شريف كې د ځغاستې سيالي پاى ته ورسېده) خبري راپور، د محمد امين فروتن(نگاه تحليلى به عوامل و ريشه هاى مقاومت و جنگ در افغانستان) ټولنيزه شننه، د استاد فتح محمد ټكر(ښوونځي بايد د سياست قرباني نه شي) ښوونيزه شننه، د حبيب الله رفيع د ۱۵ ورځنۍ خپرونې(عصرازادى) رسنيزه شننه، د مهسا طايع(ماما الف) داستان، د پوهاند محمد بشير دوديال(له افغانستان سره د پاكستان دښمني يوازې سياسي انگېزه نه لري) سياسي شننه، د  ب. جهش( آيا هندي سريالونه ښه سريالونه دي؟) سينمايي كره كتنه، د ابراهيم امرخېل(ميرمن قمرگل يوځل بيا پردريځ ښكاره شوه) خبري راپور، د كاظم خان شيدا(مهتاب)، د عبدالحميد مومندبابا(عشق)، د فريبا اتش( يك روز آفتابى)، د گنج ادارې(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې)، (رودايد هاى مهم داخلى)، سوداگريزې خبرتياوې خپرې شوې دي.

* د دوه يم كال ۴۳ گڼه د ۱۳۸۶ل.هـ د غبرگولي ۲۶ : په دې گڼه كې پرسرليكنه(افغانستان د پرديو د سياستونو قرباني) سربېره له متحده ايالاتو څخه د خپريدونكې مجلې(زيبا) د اتمې گڼې مركه د(مصا حبۀ آقاى بيات) ترسرليك لاندې غوره شوې؛ دغه راز د ښاغليو بريالي جهش(كه پرځان نه رحمېږئ پرولس خو ورحمېږئ)، د زهرا عمراني(روش هاى موثر در كنترول اعتياد) ژباړه، د عبدالرحيم دانش(برداشتهاى ازمباحث ارتباطات و روزنامه نگاري) درېيمه برخه، د حبيب الله رفيع(ادبي انجمنونه) رسنيزبهير ته كتنه، د محمد حسن حقيار(تروريست) لنډه كيسه، د عابد خان(حسن او مينه)، د زاهد الله قانع داوړ( پردى لاس)، د انجلا پگاهي(دوباره)، د زينت ( حادثه) شعرونه، د ډاكټردستگيررضايي( تبصرۀ كوتاۀ پيرامون مجتمع انكشافى افغانستان!)، د دوكتورمحمد عثمان روستارتره كي( د ډيورنډ د موافقه ليك حقوقي ارزونه)، د جاويد فرهاد( تبارشناسى غزل امروز- بررسي رويكرد هاى چندگانه،درغزل امروز) دوه يمه برخه، د گنج ادارې(رويداد هاى مهم بين المللى)، (د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې) او يو شمېر نورې وټه ييزې- سوداگريزې څرگندونې رانغښتل شوې دي.

* د دوه يم كال۴۴ گڼه- د ۱۳۸۶ل.هـ د چنگاښ(سرطان)۲: (گسترش نا امنى ها و انتظارات مردم) سرليكنه، (افغان دولت له يوه استخبارتى جنگ سره مخ دى) د ښاغلي زمري ليكنه، (بيات بنياد د حبيبيې ليسې د ورزشي كمپلكس پرانسته وكړه) د ابراهيم امرخېل رسنيزه څرگندونه، ( اگرپاكستان را ناديده بگيريم، مشكل افغانستان را حل نخواهيم توانست) د هارون اميرزاده ژباړه، (جرگۀ امن منطقوى؛ معما يا راه حل؟) د محمد اكرام انديشمند سياسي شننه، (ولس چا ته ووايي، چې مه كوئ) د ب. جهش ټولنيزه شننه، (حبيب الاسلام ) د حبيب الله رفيع رسنيزه څېړنه، لنډۍ، ( مرز اشنايى) د زينت، ( پشت ديوار انتظار) سيد نوالحق صبا شعرونه، (رهبر و ياور) د قادرمرادي داستان،(برداشتهاى از مباحث ارتباطات و روزنامه نگاري) د عبدالرحيم دانش د رسنيزې شننې څلورمه برخه، (آيا هندي سريالونه ښه سريالونه دي؟) د بريالي جهش كره كتنه، (د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې)، (رويداد هاى مهم داخلى) د ادارې خبري چاڼ او يو شمېر نورې معلوماتي، سپورتي او سوداگريزې خبرتياوې ددې گڼې ځانگړنه څرگندوي.

*  د دوه يم كال ۴۵ گڼه- د ۱۳۸۶ل.هـ كال د چنگاښ ۹: په دې گڼه كې پرسرليكنه(د نشه يي توكو ټول كارو باريان افغانان نه دي!) سربېره د ښاغليو مومند(واكنش رييس جمهور در برابر تلفات غير نظاميان) سياسي څرگندونه، د ب. جهش(ناټو او د هاليوډ كوبايي چلن) پوځي شننه، د زهرا عمراني(اطفال سرباز درافغانستان و جهان) ژباړه، د عبدالرحيم دانش(برداشتهاى از مباحث ارتباطات و روزنامه نگارى) پېنځمه برخه، د حبيب الله رفيع(رهبراسلام) اوونيزې رسنيزه څېړنه، د عبدالحميد مومند بابا(دلدار) او(خيال) ترسرليكونو لاندې دوه شعرونه، د صديق الله بدر(غله په ترږمۍ كې) لنډه كيسه، له هلمند څخه د آى ډبليو پي آر(مشكل بغرنج خشخاش افغانستان) خبري گزارش، د جاويد فرهاد( تبار شناسى غزل امروز) درېيمه برخه، د گنج(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې)، (رويداد هاى مهم بين المللى) او نورې معلوماتي – سوداگريزې خبرتياوي راغلې دي.

* د دوه يم كال۴۶ گڼه- د ۱۳۸۶ل.هـ  كال د چنگاښ۱۶ : گنج اوونيزې د خپلې ځانگړنې له مخې پرسرمقاله( از آزادى بيان حمايت كنيد) سربېره په دې گڼه كې د ښاغلي جاويد فرهاد (۲۸ مین سالروز وفات صوفي عشقرى) ژوند ليكنه او ادبي كره كتنه، د بريالي جهش( افغان دولت له خپلو ډيپلوماتيكو حقونو څخه د گټې پورته كولو وړتيا نه لري) ټولنيزه شننه، د وحيد مژده(ايران، طالبان و دسترسى به سلاحهاى جديد) سياسي شننه، د عبدالرحيم دانش (برداشتهاى از مباحث ارتباطات و روزنامه نگارى) شپږمه رسنيزه برخه، د زمري(هرې پېښې ته بايد قومي رنگ ورنكړشي) ټولنيزه څرگندونه، د حبيب الله رفيع( مويداسلام) جريدې رسنيزه څېړنه، د محمد نعمان دوست(ماشوم وزيږېد) او(مكتبۍ خورته) شعرونه، د قادرمرادي(وآفتاب ديده نمى شود) لنډه كيسه، د گنج ادارې(رويداد هاى مهم داخلى))، (د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې)، (په پښتو فلمونو كې پنجابۍ نجونې)، (افغانستان، د بازار اقتصاد او بې ماركېټه هېواد)، (د آصف ننگ په اړه د رسنيو څرگندونې غيرمسولانه وبلل شوې) او يو شمېر نورې ټولنيزې، معلوماتي، سپورتي، خبري او سوداگريزې څرگندونې چاپ او خپرې شوې دي.

* د دوه يم كال۴۷ گڼه- د ۱۳۸۶ل.هـ كال د چنگاښ۲۳ : د گنج اوونيزې په دې گڼه كې پر سرلېكنه( ملي دولت او بې نياوه عدالت) سربېره د لاندې راغليو ليكنې راغلي:

د مومند(ميرهزارآزاد شد ولى از سرنوشت آقاى ننگ خبرى در دست نيست)، د بريالي جهش( افغان دولت، بوښتوونكى سياست او په ټپه ولاړ حالت)، د اسدالله ولوالجى(جرگه چيست؟)، د عبدالرحيم دانش(برداشتهاى ازمباحث ارتباطات و روزنامه نگارى- اوومه برخه)، د حبيب الله رفيع(د اړدوړد وخت څو نورې خپرونې)، د احمدجان نوزادي(زه څوك يم او ته څوك) او( هلمندۍ خورې!)، د رزاق روئين(شعرقرن)، د غفران بدخشاني(قرن ما) شعرونه، د فرشته جلالزۍ لنډه كيسه(سيد اغا)، د محمود نظري طنز(تايپسته كه مايپسته)، د ډاكټردستگير رضايي اقتصادي شننه((نگاهى برچگونگي رشد اقتصاد افغانستان طى سالهاى۱۳۸۱– ۱۳۸۵ (۲۰۰۲ – ۲۰۰۶)، د جاويد فرهاد(تبارشناسى غزل امروز) څلورمه برخه، د گنج اوونيزې( محكمې او څارنوالۍ بايد د عدالت ټينگولو جوگه شي)، (د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې)، (رويداد هاى مهم بين المللى) او يو شمېر نورې معلوماتي، خبري او سوداگرزې څرگندونې.

* د گنج اوونيزې د دوه يم كال۴۸ گڼه- د ۱۳۸۶ل.هـ كال د چنگاښ۳۰ : په دې گڼه كې پر سرمقاله(خليل زاد از ضعف ها و نارسايى هاى حاكميت كنونى سخن گفت) سربېره د ښاغليو بريالي جهش(څوك چې ويده وي مېښه يې نركټى زيږوي)، د جاويد فرهاد(چيزهايى از دل، در باره بيدل)، د خواجه بشيراحمد انصاري(رويا هاى خونين)، د عبدالرحيم دانش(برداشتهاى از مباحث ارتباطات و روزنامه نگاى) اتمه برخه، د حبيب الله رفيع(مكتب)رسنيزه شننه، د حميد مومند بابا(عشق)، د رحمان بابا(ستا به غم كې)، د حافظ(درميخانه)، د علامه اقبال(صحبت ميخانه) شعرونه، د قادرمرادى لنډه كيسه(پدرم و راديو كوچكش)، د زمري(ناسم اقتصاد، سرشمېرنه او ترينگلى حالت))، د علي كاظمي(مسابقه دوش در ولايت هرات راه اندازى شد)، د محمد اعظم حيدري جبارخېل(څه وخت؟) د گنج اوونيزې(افغان ولس بايد له هيپنوتيزحالت څخه راووځي)، (رويداد هاى مهم داخلى)، (د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې)، (امريكايي ځواكونه به نور افغانۍ كاروي) او نورې هنري، معلوماتي او سوداگريزې خبرتياوې رانغښتې دي.

* د دوه يم كال۴۹ گڼه، چې د۱۳۸۶ل.هـ كال د زمري(اسد) په ۳ د پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهر شاه مړينې ته ځانگړې شوې او د ښاغليو زمري(د محمد ظاهر واكمنۍ ته لنډه كتنه)، د بريالي جهش(محمد ظاهرپه افغانستان كې د ډيموكراسۍ بنسټ ايښودونكى) ،(خاطرات مرحوم باباى ملت در مصاحبه با بى بى سى) د گنج ټاكنه او د آريانا ټلويزيون او افغان بيسيم د ډاډگيرنې پيغامونه په كې راغلي دي.

* د دوه يم كال۵۰ گڼه د ۱۳۸۶ل.هـ كال د زمري په ۱۳ نېټه چاپ او خپره شوې، چې پر سرليكنه(دولت بايد ستراتيژيكې جگړې ته په ستراتيژيك گوزارځواب ووايي) سربېره د ښاغليوعبدالقدير ميرزايي((صلح سمت مخالف منازعات است)، د بريالي جهش(حكومت پړ دى، خو پړه په غاړه نه اخلي)، د غلام ناصرخاضع(اخلاق و جوانان)، د عبدالرحيم دانش (برداشتهاى از مباحث ارتباطات و روزنامه نگارى) نهمه او وروستۍ برخه، د حبيب الله رفيع( المجاهد) جريدې رسنيزه شننه، د احمد شاه(پاچا كلي ته راغلى)، د هلمند پردېس(ځان مرگى بريد)، د اقبال لاهوري(عشق) شعرونه، د سيدحبيب وقار(ځان غوښتونكى ميلمه) لنډه كيسه- ژباړه، د Regis GENTE(جمهورى هاى نو پيدا و قدرت هاى بزرگ- بازى بزرگ پيرامون نفت و گاز در پهنه ى از قفقاز تا آسياى ميانه)، د جاويد فرهاد(تبار شناسى غزل امروز) پېنځمه برخه، د گننج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې)، (رويداد هاى مهم بين المللى) او نورې خبري څرگندونې لوستونكيو ته وړاندې شوې دي.

* د دوه يم كال۵۱ گڼه د ۱۳۸۶ل.هـ كال د زمري په۲۰ نېټه خپره شوې، چې پرسرليكنه(جرگۀ امن منطقوى چشمداشت ها و نگرانى ها) سربېره د ښاغليو بريالي جهش(د سيمه ييزامن جرگه په سميه كې سولې ته نوې كتنه) له روسي منابعو څخه،(براى امريكا تجاوز برپاكستان غير مثمرمى باشد)، د عبدالرحيم دانش(رسالت اجتماعى خبرنگار)، د حبيب الله رفيع(كابل) مجلې رسنيزه شننه، د ملنگ جان(اى عشقه نامراده) او (خدايه ته شې تل تر…)، د اهلي شېرازي( جفاى فلك) شعرونه، د قادرمرادى لنډه كيسه(صفيرگلوله ها)، د حنيف الهام(رابيندرابات تا گور) پېژندنه[ له همدې گڼې د پاڼې يوه برخه نړيوال ادب ته ځانگړې اوغوره شوې]، د ب. جهش(افغان حكومت تر۲۰۱۰ پاكې اوبه برابروي)، د گنج اونيزې(رويداد هاى مهم داخلى)،(د تېرې اوونۍ مهمې نړيوالې پېښې) او يو شمېر نورې خبري، معلوماتي او سوداگريزې څرگندونې ددې گڼې څرنگوالى ټاكي.

* د دوه يم كال۵۲ گڼه د ۱۳۸۶ل.هـ كال د زمري په ۲۵ نېټه د آريانا راډيو- تلويزيون دوه يمې كليزې ته ځانگرې چاپ او خپره شوې، په لومړي مخ كې(سخنرانى آقاى بيات در مراسم دومين سالگرد تلويزيون آريانا) ترسرليك لاندې هېوادوالو ته پيغام، په دوه يم مخ كې د سياسي څانگې او خبر د مديرعبدالقدير ميرزايي(شبكه راديو تلويزيون آريانا دو ساله شد ) ليكنه، په درېيم مخ كې د مختار پدرام(راديوى آريانا گام ديگرى در جامعۀ رسانه هاى همه گانى افغانستان)، د روح الله نقيبي(د آريانا تلويزيون د Edit څانگه)، دغه راز په اتم مخ كې د بريالي جهش(د آريانا ټلويزيون اوس په ښه موقف كې دى)، د ابراهيم امرخېل(د آريانا ټلويزيون په اړه د كابل ښاريانو خبرې) د دې گڼې ځانگړې ليكنې دي.

* د دوه يم كال۵۳ گڼه د ۱۳۸۶ل.هـ كال د زمري په ۲۷ نېټه د هېواد د پت او خپلواكۍ ساتنې ۸۸ كليزې ته ځانگړې شوې، چې په كې د ښاغليو اكاډميسين اعظم سيستاني(اعليحضرت شاه امان الله غازى! رهبرى كه عاشق ميهن، استقلال و مردمش بود!)، د عبدالقديرميرزايي(روح بزرگ هند يا مهاتما گاندى رهبر فقيد هندوستان بمناسبت شصتمين سالگرد استقلال هندوستان) او(استرداد افغانستان از ديده گاه تحليل گران امور سياسى و اجتماعى كشور)، د غفور ليوال( او نجلۍ داسې راته وكړه كيسه)، د عبدلمجيد بابي(د افغانستان خپلواكي څنگه ترلاسه شوه؟)، د اروښاد پوهاند علامه عبدالحى حبيبي(د خپلواكۍ حماسه توريالۍ پښتنه) او د گنج اوونيزې(  اخرين سوار) شعر،(ملي خپلواكي او ملي هدفونه) او د هېواد د خپلواكۍ په وياړ د افغان بيسيم او آريانا راډيو- ټلويزيون د مباركۍ پيغامونه هېواد والو ته وړاندې شوي دي.

*  د دوه يم كال۵۴ گڼه د ۱۳۸۶ل.هـ كال د وږي( سنبلې) په۴ نېټه چاپ او خپره شوې، چې پر سرليكنه(پارلمان بايد د شخصي سليقو ښكارندوى نه وي) سربېره، له بي بي سي سره د ملا ضعيف(طالبانو سره خبرې بايد له قيد او شرط پرته پيل شي) مركه، د مومند(مسابقات دوش در شهركابل راه اندازى شد))، د زمري(د خپلواكۍ يوه ورځ، بېوزلى هېواد او دوه نمانځنې)، د رحمت الله وزير(امنيتي وضع، ناكامۍ او د نويو ستراتيژيو اړتيا)، د عبدالرحيم دانش(خبرنگار كيست؟)، د حبيب الله رفيع پر(جشن) ورځپاڼې رسنيزه څرگندونه، د خاورې عبدالقادر(لاسونه) او(وحشت)، د اصف اشنا(اتش) شعرونه، د احسان الله آرينزي((تنكۍ مينه)) داستاني ژباړه، د ډاكټر محمد سليم مجاز(اثرات بحران اقتصادى آسيا برجهان)، د حبيب الله رفيع(وينې بندې كړئ!) ټولنيزه شننه، د حنيف الهام(گوته) ژوند يون(تذكره)، د جاويد فرهاد(تبارشناسى غزل امروز) ادبي ليكنه او دغه راز د گنج اوونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې) او(رويداد هاى مهم بين المللى) څرگندونې په خپله غېږ كې رانغښتي او مينه وال يې پرې ډاډه كړي دي.

* د دوه يم كال۵۵ گڼه د ۱۳۸۶ل.هـ كال د وږي په۱۱ نېټه چاپ او خپره شوې، چې پر سرليكنه(پيروزى در مبارزه با مواد مخدر، اراده قاطع ميخواهد) سربېره د مختار پدارم(گروگان گيرى نهادينه شد)، له انټرنت بي بي سي څخه( ولسي جرگه: ځينې وكيلان د ځمكې پرغصب تورن دي)، د معراج اميري(دموكراسى يك كالاى صادارتى شكننده) ژباړه، د بريالي جهش(كوچنيان د سوالگرو د دام او د بې حقوقۍ قربانيان)، د عبدالرحيم دانش(چگونه حرف بزنيم؟)، د حبيب الله رفيع د مياشتنۍ مجلې(حى على الفلاح) رسنيزه شننه، د روغاني( څه ښه وخت و)، د اسحاق ننگيال(د پښتو خبرې)، د هما آذر محتسب زاده(فرياد) شعرونه، د عزيز الله يما(پس از پنجاه سال) لنډه كيسه، د حنيف الهام(ايوان تورگنيف) ژوند يون، د گنج اونيزې(د تېرې اوونۍ مهمې كورنۍ پېښې)، (رويداد هاى مهم بين المللى) او يو شمېر نورې كرنيزې او سوداگريزې خبرتياوې په كې د ځانگړې يادونې وړ دي.

نور په بله گڼه كې



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.