fbpx

له ټرمپ څخه د طالبانو د غوښتنې منطقي اړخونه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

(چهارشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا د متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټولټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ تر بریالیتوب سمدستي وروسته طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په صادرولو سره له نوموړي څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي.

د طالبانو په اعلامیه کې له ټرمپ نه په غوښتنه کي دری مهم ټکي په ګوته شوې:

لومړی ـ امریکایان دې په افغانستان کې د جګړې او پاتې کیدو له لارې خپل پوځي وجاهت نه زیانمنوي.

دوهم ـ د افغانستان په نه ګټونکې جګړې کې دې مزید اقتصادي لګښتونه نه کوي .

دریم ـ له افغانانو څخه دي د خپل منځي تفاهم له لارې د یوه خپلواک نظام د جوړولو حق نه سلبوي.

ریښتیا هم چې زمونږ د هیواد د ۳۸ کلنې غمیزې اساسي لامل د بهرنیانو مداخله او په افغانانو باندې د پردي پالو او بيواکه نظامونه تحمیلول دي.

له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې چې امریکایانو او نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د امنیت د تأمین په پلمه څه وکړل هغه هم افغانانو او هم نړیوالې ټولنې ولیدل چې د هیواد امنیتي او اقتصادي وضعیت یې کوم حالت ته ورساوه ؟

له ۱۵ کلونو وروسته مونږ ګورو چې له هغو ټولو مالي او پوځي مرستو سره سره افغانستان نن د نړۍ په کچه تر ټولو نا امنه هیواد ، تر ټولو د فاسد نظام لرونکی هیواد، د نشه يي توکو صادروونکی هیواد ، له بشري حقونو سرغړوونکی او … هیواد ګڼل کیږي.

له متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون لاسلیکول چې یومهال یې د ځینو افغان سیاسیونو له لوري ډیر په ټینګه ملاتړ کیدو د کندوز له خواشینوونکې پیښې وروسته یې خپله هماغه د امنیتي تړون ملاتړي جهات هم د فسخ کولو غوښتنه کوي.

بهرنی هرډول حمایت حتما د بهرنیو لوریو د مصالحو متضمن وي چې هغه په کُلي توګه د افغانستان له داخلي مصالحو سره په ټکر کې وي ، مونږ ولیدل چې د تیرو ۱۵ کلونو په جریان کې چې له افغانستان سره کومې مالي ، او پوځي مرستې وشوي که هغه مرستې د بهرنیو مصالحو په آلایش ککړې نه وای نو د افغانستان په اقتصادي او پوځي وضعیت کې به يي مکمل مثبت بدلون راوستی وای .

که نور هم د پردیو مصالحو د تحقق پر اساس په افغانستان کې تر هرنامه لاندې بهرني موجودیت غځول کیږي یا هغه ته د غځولو توجیهات برابریږي دا به نور هم افغانستان د بحران په لوري رهبري کوي او هغه به بیا د سیمې او په مجموع کې د نړیوالې بي ثباتۍ لامل کیږي .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

سره د دی چه د طالبانو ټولی اعلامیی د نظامی ډګرونو به شان د کاڼی کړښی یعنی به حقایقو تکیه لری ، دا ځکه چه دوی سره د الله ج مرسته ده ، ولی ورسره د الله ج مرسته ده ځکه چه دوی له خپلو خلکو ، ځاوری ، خپلواکی او ناموس د دفاع دپاره جنګیږی کوم چه د هر ژوندی ښی مسلم حقوق دی دافغانستان مظلوم اولس په نورو یرغل څه چه د چا به دننه چارو کی لاسوهنه نه ده کړه او نه به وکړی . جنګ په دوی تبل شوی . د چنګ کولو د پاره دوی… نور لوستل »