نظــر

د امریکا نوې څېره!/ حقانیار

لیکوال: حقانیار
لیکوال: حقانیار

اویا کلن ډونالډ ټرمپ (په ۱۹۴۶میلادي کال کې د جون په ۱۴ د نیویارک په کووینس کې زیږیدلی) د زیاترو امریکایې او نړیوالو وړاندویونو او احصاییو خلاف د امریکا د ولسمشري انتخابات له خپلي ۶۹ کلني سیالي، میرمن هیلري کلنټن څخه وګټل.

دې انتخاباتي پیښي ته د ګردي نړۍ اوسیدونکي ګوته په غاښ دي، زیاتره اروپایې سیاستوال یې ګیچ کړي. نړیوال مارکیټ سر بدال او ډالر د ځینو اثارو په وړاندي پرونی ارزښت له لاسه ورکړ. دلته په اروپاکې د ډونالډ ټرمپ و انتخاباتي څرګندونو ته په پام سره، پر سیاستوالو برس‍یره عام خلک هم په وسوسه کې دي، د هر چا په ذهن کې پو ښتنه را ولاړیږي چې څرنګه داسي وشول؟!
دا ځکه چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې تر اوسه داسي نه دي پیښ سوي، چي یو سیاسي نسبتآ غیري فعال شخص دي د اولس د رایو په مرسته د ټولو اټکلونو خلاف ولسمشر وټاکل شي!

ددې سره سره، که ورځنۍ سیاسي ستري پیښې ته له مسلکې اړخه وکتل شي، نو کورټ تصادفي پیښه هم نه ده، د ډونالډ ټرمپ په هیوادکې، کابو یوي نیمې لسیزي پرلپسي نارضایتیو خپل عکس العمل وښوده، ورته پیښه یې منطقي پايله بولم.

زما په اند نوموړي پیښه په بېلابېلو عواملو پوري تړلي ده.
په روانه میلادي پیړۍ کې د امریکې هیواد یو پاشلی، نا جوت او متضریر سیاست غوره کړ. د یوه زبرځواک هیواد په بڼه ورځ تر بلي د عامو نړیوالو په ذهن کې و رټل شو. له ډیره وخته راهیسي امریکایې وګړي د اسیا او افریقا د وچي په زیاترو هیوادونو کې په خلاص مټ نه شي ګرځیدلای. نور نو امریکایانو ته هاغه پخوانی نوم او عزت نه دی ورپاته.
تردې ور آخوا په تیره میلادي پیړۍ کې د ګرد شرقي بلاک سترګه ورڅخه سوځیده، لیکن دمګړۍ لیدل کیږي چې د روسیې هیواد په یوازي سر د سوریې په خاوره کې ډغري ورسره وهي، چې ټولو امریکایې وګړو، په تیره ملتپالو ته روان ناکام سیاست د منلو او زغملو وړ نه دی.

پردي برسیره زیاتره اروپایې هیوادونه د امریکایې سیاستوالو وکړنو ته د شک په سترګه ګوري.
عام امریکایان هم په هیواد کې دننه اوهم له هیواده بهر د خپلو سیاستوالو د ناوړه سیاست له وجي پوره ناراضه ښکاري.
د عراق، افغانستان او سوریې کورنۍ جګړي پیل او دوام تر ډیره د امریکایې سیاستوالو د ناکاره سیاست یوه برخه بلله کیږي. د اولس پر اوږو بار، له ستر اقتصادي پیټي ور آخوا، د امریکایانو وینه هم بې دریغه پر پردیو ځمکو و بهیده، لا بهیږي. کوم چې نه یوازي د هغه هیواد وګړي، بلکې د نړۍ زیاتره بشردوسته، سوله خوښونکي اوسیدونکې او سیاستوال ورڅخه ستړي ستومانه ښکاري.
په هیواد کې دننه د بې کارۍ کچه، د نا قانونه مهاجرو زیاتوالی، بې امني او د جرمي پیښو زیاتوالی یې یو بل لامل دی.
له بلي خوا امریکا له لویه سره مرد سالاره ټولنه ده، تجربې وښوده چې د امریکې د اولس زیاته برخه تور پوستی نارینه (بارک اوباما) د اولسمشر په توګه منلی شي، لیکن تر اوسه لا دا ورته ډیره ستونځمنه بریښي چې یوه سپین پوستي ښځه(هیلري کلنټن) دي د اولسمشري په رول کې وویني.
دې انتخاباتو وښوده چې امریکایې ټولنه تر ډیره د محافظه کاره خیال، پلوۍ ده او لا تر اوسه پردې باوري نه ده چې یوه ښځینه سیاستواله دي د یوه ستر زبرځواک هیواد(چې نړیوال پولیسي رول یې خپل کړی) د مشرتابه تر عهدې ووتلای شي.

ځینو افغاني خپرونو ته په پام سره، یوشمېر وطني سیاستوال په دې باوردي چې ټرمپ د سرمایې په زور ټول ټاکنې وګټلې… دا به سړی ومني چې په امریکاکې د ټاکنیزو منډوترړو لپاره سرمایه لګیږي، لیکن په هغه کچه هم نه ده چې زمو ځیني اماتور سیاستوال یې انګیرنه کوي. دا ځکه چې ترمپ د خپلي سرمایې د کچې له مخي ۱۵۶ امریکایې سرمایه لرونکی وګړی دی او دمګړۍ یې خالصه دارایې کابو ۳،۷۱ بلیونه ډالره ده. که دغه اصل ټاکونکی ارزښت درلودای بیانو بېل ګیتس باید سیاست او ټاکنو ته زړه ښه کړی وای، ځکه دی د امریکې په شمول د ګردي نړۍ لومړنی ستر سرمایه لرونکې امریکایې دی( ۸۱،۷۳ بلیونه ډالر خالصه پانګه لري) چې د امریکایانو لپاره ښه انتخاب کیدای شوای.

زما په عقیده اولس د دې په وجه ډونالډ ټرمپ ته خپله رایه نه ده ورکړي، چې دی د ستري پانګي خاوند دی، بلکې ممکن له دې وجي یې زړه ورته ښه کړی وي چې نموړی قاطع، په خپلو چارو کې موفق او د امریکا د عام اولس په تیره ملتپالو له ورځنیوغوښتنو او ذهنیت څخه تر یوه حده خبر سړی دی. پر دې برسیره ډونالډ ټرمپ، بدخلقه، بدګومانه، دښځو په وړاندي د نارینه د تفوق پلوی، سر زوری او په سیاست کې بې زده کړو او بې تجربي شخص دی.
ددې سره سره سړی اټکل کولای شي، چې دا هغه خاموش ټولنیزعکس العمل دی چې عام اولس په پټه خوله د امریکايې ناکامو سیاستوالو په وړاندي د نارضایتي په معنا څر ګند کړ او دمګړۍ یې مخ ځیني واړاوو.

هو، اوس نو دا دهرچا زړه ته ولویده چې ډونالډ ټرمپ د امریکې د هیواد د ۴۵ اولسمشر په توګه اولسي ټاکني وګټلي، وخت به وښیې چې په رښتیا د مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړوي، د نورو هیوادو په کورنیو چاروکې لاس نه وهي، په بهرنۍ تګلاره کې تغېر راولي، له روسي سرزوري مشر ولادیمېر پوتېن سره ملګرتیا پالي، د سړي جګړي په را ټوکیدليو بڅرکیو اوبه پاشي، که دودیز امریکایې سیاست ته مخه کوي او یا کوم بل نا څرګند لوری ټاکې.
خو ددې سره سره کیدای شي ډونالد ټرمپ د امریکا په کورني او بهرني سیاست کې بنیادي بدلون را منځ ته کړي، نړیوال کړ کیچ را کم کړي، له نورو هیوادونو سره پټې اوښکاره تربګنۍ او معامله ګرۍ پای ته ورسوي.
تروریزم ورټي او زموږ په ګران هیواد کې د ریښتینې سولي په راوستلو کې د افغانانو مرستندوی واوسي.

ستوکهولم ۹/۱۱/۲۰۱۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x