افغانستان

ننګرهار: د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو چاري رسما پيل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): په ختیځ ولایت ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو چاري رسما پيل شوي.

ټاکل شوې چې دغه پوهنتون به په بشپړ ډول په راتلونکو ۱۵ کلونو کې د ۲۵۰ ملیونه ډالرو په لګښت جوړ شي.

دغه معلومات د لوړو زده کړو وزیري فریدې مومند ورکړه او وې ویل، چې اوس مهال یوازي د پوهنتون د احاطې د جوړولو چاري تر لاس لاندي دي چې ۳۷ ملیونه افغانۍ لګښت باندي راځي او دغه پیسې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه ورکوي.

فریدې مومند وویل چې د پوهنتون د کارونو د بشپړېدو په خاطر به د اسلامي او نورو هیوادونو څخه مرستي را ټولي کړي.islamic-university-nangarhar

یاد پوهنتون د روداتو ولسوالۍ اړوند د غازي امان الله خان ښارګوټي ته څېرمه پر زر جریبه ځمکه جوړیږي.
ځکه چې دغه سیمه اوس مهال نسبتا نا امنه سیمه بلل کیږي، د بټي کوټ او کوټ ولسوالیو ته یې نیژدېوالی یو لړ امنیتي اندیښنې جوړي کړي خو د ننګرهار نوي ټاکل شوي والي ګلاب منګل د امنیت د ټینګولو ژمنه کړې او د ځايي خلکو څخه یې هم د امنیت په ټینګښت کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

ویل کیږي چې ددغه پوهنتون ماسټر پلان د مالیزیا هیواد جوړ کړی او تطبیق یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تر سره کیږي.

د لوړو زده کړو وزیري په ننۍ غونډه کې همداراز ویلي چې پوهنتون به بیلابېل پوهنځي، کتابتونونه، لابراتوارونه او اړوند ملحقات ولري چې په یوه وخت کې به د ۱۰ زره محصلینو د زده کړو لپاره زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x