شعـــــرونه

دا واړه ويښته به لوی شي

اسدالله غيرت

دا واړه ويښته به لوی شي

ستر زلفان به ترينه جوړ شي

د يو چا د ژوند تر ټولو

لوی ارمان به ترينه جوړ شي

…………….

ډير زلميان به کړي راګير

خپله لومه او خپل دام کې

ډيرې سترګې به توسيږي

ورته هر يوه ماښام کې

………………

دا واړه ويښته چې نن ورځ

دي له خاورو څخه ډک

يوه ورځ به داسې راشي

چې اوړي به په شړک

………………..

را ځوړند به کړي ډير زړونه

دا ويښته د عشقانو

شي به ښکلي بلا ډير

په رقم ، رقم ګلانو

………………

دا واړه واړه ويښته به

بلا خلک ليوني کړي

ډير زړګي به په خپل اور

سوي ، سوي او لوګي کړي .

۱۳۸۹/۵/۱۴منداخيل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx