پښــــتو ادب

بدي – لنډه كيسه – شهید بشیراحمد ریان

شهید بشيراحمد ريان

درېشکې پنډه مي په شا کړه، سوکه دکور په لور روان شوم، دحاجي صاحب له توتانو سره وم چي کشر ورور مي په چېغو منډي راوهلې، اوښکي يې تويدې: لالا يې ووېشت.

زړه مي سستي وکړه، دريشکې پنډه راڅخه ولوېده، لالا يې وويشت! اخر هغه سورمخي کار وکړ، کسات يې واخست، کلونه – کلونه يې دکسات لپاره انتظار کړى و، څو کاله وړاندي يې له لالا سره دځمکي په پوله جګړه کړې وه، لالا يو-دوه چاپېړي وهلى و. له هغې ورځي يې لالا ته زړه ډک و، په هر مجلس او ميلمستيا کي به يې لومړۍ خبر همدا وه چي: له حاجي نصرو مي غچ اخستى نه وي، پښتون به نه يم.

کليوال به چي هم پيتاوي ته يا د سنتو په ځاى کي کښيناستل، دى به يې په غوږ واهه: ياره! دحاجي نصرو نو څه درته ووايم، په چپېړه يې شيطان سمېږي.

دده سترګي به راووتې، سور مخ به يې دجغوندر په څېر سور شو، په برېتو به يې ګوتې وهلې له جوماته به ووت.
نن يې وار برابر شوى و، لالا يې وويشت.

له کشر ورور سره مي دکلي په لور منډه کړه، دکور مخته کليوال راغونډ شوي وو، په انګړ کي هم سپين ږېري ولاړ وو، مور مي په چېغو – چېغو ژړل او وېښتان يې شکول، اخوا ته مي خور دلالا په کټ پسي نښتې وه، کوکي يې وهلې.

لالا يې په سينه کي وېشتلى و، ټټر او ږېره يې په وينو سره وو، سترګي يې پټي وې، له سترګو مي بې اختياره اوښکې څڅېدې، دکليوالو په مرسته مي غسل ورکړ، جنازه يې وشوه، هدېرې ته مي يووړ، هر چا غمرازي راسره کوله، چا تسلا راکوله چا دکارتوسو ژمنه کوله، ستار دهدېري په منځ کي راپه غوږ شو ويل يې: اصله جرمنۍ مي پېدا کړې، دڅو ورځو لپاره يې درکولاى شم.

په هدېره کي ملا دقبر سرته ودرېد، له دعا وروسته مي يې په لاس کي دلالا له واسکټه راکښلې په وينو سره لوټونه کښېښودل، کليوال چاپېر ارام کښېنستل، په ټولو ممېز ووېشل شول.

دهدېري له کونجه يوه راغږ کړل: خداى دي پرې ورحمېږي، حاجي صاحب ډېر ښه سړى و، په ژوند يې چا ته سر ټيټ نکړ، دکلي په جنګ او خوښي کي به دى مخته و.

شيرخان غاړه تازه کړه: هو! خداى دې وبښي، که خير و زوى به يې هم لونګۍ لوېدو ته پرېنږدي، دده وينه به لا وچه نه وي، غچ به واخلي.

دخپلي خبري دکره کولو لپاره يې ماته وکتل: که څنګه ؟ ستوني مي ډک و، سرمي ورته وښوراوو.
——–

داوبو نوبت مي و، له اوده په لښتي را روان وم، چي چېرته چا اړولې نه يې. خيرمحمد په پټي کي کار کاوو، راغږ يې کړ: که دي کارنه وي ،يو وار راشه.

– نه اوبه مي په وار دي، ولي څه کار خو نه و؟

– هسي مي يو خبر درسره کوله، باغ ته درځم.

اوبه مي پټي ته ورپرېښودې، زه په پوله ورته کښيناستم، جرمنۍ توپانچه مي راوښکه، مرمۍ مې وکتلې، جاغوريې ډک و. دلالا دشهادت په سبا مي له ستاره توپانچه واخستله، له هغې ورځي وروسته به هره شپه دبريتو دکلا خواته ورتلم، هغه هم اوس له وېري جومات ته نه راته، له کلا به هم ډېر نه راووت. کله – کله به يې لور داوبو لپاره راووته، يو څو کليوالو چي بريتو ته پاخه وه، مشوره راکړه چي لور ته يې سپکي سپوري وکړم، خو منلاى مي نشواى، زړه مي نه کېده، ددې يې څه؟ کار ټول دسورمخي و.

دا دوې ورځي دبريتو په هڅو دڅو کلو ملايان او سپين ږېري مرکې ته راتلل، پرون يې هم جومات ته وروغوښتم، ويل يې :په بدي کي به لور درکړي.

ما وچ انکار وکړ، ورته کړه مي: که مي دلالا غچ وانخست پښتون به نه يم.

شيرخان په برېتو کي وموسل. هلته شېرخان او نعيم ددوى له مخي ډېر راته وويل چي دمشرانو خبر بايد ومنم، خو چي هغه لاړل، دواړه راپه غوږ شول: ياره! رښتيا چي دنر زوى يې، بې غېرته به دويني ځواب په وينه نه ورکوي.

شېبه وروسته خيرمحمد راغى، سترګي يې ځلېدې، په مينه يې په غېږ کي ونيولم، ويل يې: رښتيا چي پلار دي ولي و.

ومي ويل: بې شکه ، خو کيسه څه ده؟

ويل يې :پرون ماښام چي کور ته لاړم، دبريتو لور راغلې وه، سترګي يې سرې وې، ژړل يې، ترپوښتني وروسته يې راته وويل: دا څو شپې کېږي چي بريتو سترګه نه ده پټه کړې، دشپې چېغي وهي، وايي: چي سترګي پټې کړم حاجي نصرو راته راشي، تبر يې په لاس کي وي، چي په ما يې پورته کړي له خوبه راجګ شم. لور يې زارۍ کولې چي دکلي سپين ږېري تاته ننواتي درولم، هغې ويل: که څو ورځي لا داسي تېري شي پلار به يې له بې خوبۍ او لوږي مړ شي.

په زوره مي وخندل ورته مي وويل: اطمينان ورکړه، تر دې به پاته نشي. جرمنۍ مي را وايسته، دده له مخي مي په لاس کي تاووله.

خېرمحمد په وېره راته وکتل: دخداى لپاره! مه کوه داسي، دا په درد نه درته خوري. دا بدي به مو بچيانو ته پاته وي، اخر ګټه يې څه ده؟ ته به دى وژنې دى به تا وژنې! مه کوه داسي، پرېږده چي داوينه په مينه ووينځل شي.
په قهر مي ورته وويل: غلى شه! بې غيرته به دويني ځواب په وينه نه ورکوي!!
——-

دسپوږمۍ شپه وه، خوږ باد چليده، داوبو په منځ کي دسپوږمۍ تت انځور معلوميده، ښکلې وه خو لکه دهر مخلوق په دې ټولي ښکلا سربيره يې په منځ کي داغونه معلوميدل. يخي اوبه مي له پښو لګېدې او په څنډه تېريدې.

په اسمان کي ستورو سترګګونه وهل،دماشومتوبه مي په ياد دي چي ستوري به همداسي ځلېدل، دباندي به په برنډه کي پروت وم او تر نيمي شپې به مي دستورو پټ پټوني ته کتل، بلا خبري مي ورسره کړې وې، ډېري کيسې يې راته کړې وې، خو نن مي په ستورو کي نامحسوس درد ليد، دباد په ژبه يې سوکه راته په غوږ کي پسپسک کاوو : مه کوه،يوه لور مه يتيموه، يو زوى مه بې پلاره کوه، يوه مور مه کونډه وه، که نه دژوند تر پايه به په روح وينه سپره وي او دارام خوب به ونکړې، هيڅ قاتل دوجدان له غچه خلاص شوى نه دى.

نه مي شواى منلاى، زما ضمير نه منله،چي دپلار په وينو سور ټټر دي په لحد کي ايښى وي او قاتل دي يې ژوندى ګرځي. جرمنۍ مي راسره واخسته، دکلا خواته روان شوم.

له همغه ځايه چي څو ځلي مي پرې هڅه کړې وه، دکلا بام ته وختم. پټ – پټ مي ځان دبام بل سرته ورساوو، مخامخ رڼا معلومېده، دکوټې مخته په کټ کي دى خپله و، لاندي ترې لور،زوى او مور چاپيره پراته وو.

دى له ځان سره غږېده او په هوا کي يې لاسونه غورځول. دبام تر کونجه کښته شوم، ټيټ دکلا دروازې ته ورغلم، ځنځېر مي يې خلاص کړ او جرمنۍ ته مي مرمۍ ورتېره کړه. دکوډلي تر شا يې دده خواته ورغلم، دکوټې له کړکۍ دشمسي غږ راته، دده په سر کوچني ګروپ لګېده، سر ته يې ودرېدم، په مخ کي يې ددرد نښي وې، سترګي يې يوه ټکي ته ځېر وې او په زاريو يې ترې بښنه غوښته.

ګومان کوم دکور وګړي هم اوس ورسره بلد و، ځکه دده په چېغو يې رى نه واهه او په درانه خوب ويده و. توپانچه مي يې سر ته ونيوله او له لومړي ټک سره يې دسر وينو داره ووهله. منډه مي کړه او تر څو چي يې زوى او لور بيدارېدل تر کلا ووتم.
——–

دشپې چي کور ته راورسيدم ،دجامو وينه مي ووېنځله او وغزېدم. سترګي مي لا سمي سره ورغلې نه وې چي بريتو مي تبر په لاس وليد، دهغه تر سر وينو دارې وهلې، سترګي يې سرې وې او مخ يې تر ژوندوني هم تک سور، تبر يې راته ښوراوه او رانژدې کيده، سرته مي ودرېد او تبر يې راباندي پورته کړ، له خپلي چېغي سره له خوبه راوېښ شوم. ستوني مي وچ و او په خولو کي ډوب وم.

په داسبا دکلي مشرانو او سپين ږيرو جرګې – مرکې سره ولېږلې، خبرې وشوې او اخر دبريتو زوى هم سولي ته غاړه کېښوده، په دامنځ کي زه هم اخوا – دېخوا کېدم خو له بې خوبۍ يې په ښه او بد پوه نه شوم.

اوس له هغې ورځي کلونه تېر دي، هره شپه زه او بريتو سره جنګېږو او هره شپه په خپلو چېغو راکښېنم، خو دبريتو زوى ورځ تر بلې چاغېږي او داچي دوينو بدل يې مينه ورکړ، هغه لوېږي او زما وينه په وينه نن راته يو مرګونى خوب ګرځېدلى.

اوس دکور غړو او کليوالو هم راڅخه څنګ نيولى او چي کوم ميلمه کلي ته راشي، دوى وينم چي اشارې ورته کوي او ماورښيي: ليونى دى کار پرې مه لرئ!

پای

۲۴ اپریل / ۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x