
مزارشریف: طالبانو د جرمني پر کونسلګرۍ ډله ایز برید کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د جرمني پر کونسلګرۍ ډله ایز برید کړی چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې او پيښه لا جریان لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید یې د «اشغالګرو» هیوادونو د بمباریو او عامو خلکو ته د تلفاتو اړولو په غچ کې ترسره کړی.
نوموړي ویلي چې په کندز ولایت کې د وروستیو بمباریو او ملکي وژنو تر شا په مزارشریف کې د جرمني هیواد میشت عسکر لاس لري، ځکه یې هدف ګرځولي.
ددې تر مخه رسنیو راپورونه ورکړه چې په مزار شریف کې د درنې چاودني وروسته د ډزو غږونه اوریدل کیږي، چې په ترڅ کې تر دا مهاله د یوه مړي او ۳۰ کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د جرمني کونسلګري یې ویجاړه کړې او په دننه کې جګړه روانه ده، چې تر اوسه په کښي په لسګونو الماني کارکوونکي او د هغوی اړوند خلک ټپيان او وژل شوي دي.
نوموړی وایي د برید پيل یې د یوې غټي لارۍ په چاودني پيل کړ او بیا پاته بریدګر کونسلګرۍ ته ننوتل او هلته یې پر شته کسانو ډزي کړي. مجاهد د بریدګرو شمېر نه دی څرګند کړی.
د سیمي څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د چاودني قوت دومره زیات وو چې تر څو کیلو متره لیري یې غږ واوریدل شو او شاوخوا سیمو کې د دوکانونو، هوټلونو او کورونو شیشې یې ماتي کړې.
تر اوسه د پيښي په اړه د حکومت لوري او نه هم د بهرنیانو له لوري څه ویل شوي.
لاندي انځورونه پر ټولنیزو پاڼو د همدې پيښي په تړاو نشر شوي: