افغانستان

کابل درنو چاودنو ولړزاوه

نن ټکی آسیا: نن له غرمې مخکې د کابل ښار د څرخي پله سېمه کې د درنو چاودنو غږ د کابل سهارنۍ خاموشۍ لولپه کړه.
شاوخوا ۱۱بجې د کابل په څرخي پله کې درنو چاودنو په خلکو کې وېره خپره کړه.
لومړني مالومات ښئي،چې چاودنې د آیساف ځواکونو له لورې هغو چاودېدونکیو توکو ته ورکول شوې،چې له طالبانو څخه یې نیولي وو.

خو د ملي امنیت یوې سرچینې رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې چاودنه د طالبانو له لوري د خښ کړل شویو ماینونو له کبله رامنځته شوې. د ده په وینا په پېښه کې چا ته مرګ-ژوبله نه ده اوښتې،ځکه ایساف ځواکونو ته مخکې له مخکې خبر رسېدلی و.
تر اوسه د کابل امنیتي چارواکو د چاودنو جزیات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x