نظــر

امریکا او پکې د نر او ښځې ترمنځ روانه سیالي

محمد زمان مزمل

دا پکې ډيره بې استثناء پاتې شوه امریکا هغه چې ځانته یې د بشر او ښځینه د حقوقو مخکښ نوم ګټلی وو . امریکا بیا هم پکې هغې امریکا ته خبره ور وغزوله چې د پنځه څلویښتو رئیسانو او د پنځه څلویښت انتخاباتي کمپاینونو په اوږده لړۍ کې د یو ځل او د یوې امریکایي ښځې لپاره د ریاست موقع ورنکړه او په دې وروستي ځل کې چې امریکا پکې ښه لوبیدلې کلینټن د ټرامپ په وړاندې رد کړه بیا هم امریکایانو په دې پنځه څلویښتم چانس کې د یو لویې امریکایي رئیس ښځې ته موقع ورنکړه چې هغه دغه اوږده لړۍ ماته او امریکا پکې د یوې ښځينه ریاست تاریخ ته پریږدي .

امریکا په دې اوږده سلسله کې همدغسی یو نوښتګر تحول ته ضرورت درلود ولې امریکایي رایه ورکونکي هومره چې د ذوق او نوښت پسې شي هغوی وښودله چې په دې درانه پړاؤ کې امریکا یو نر رئیس ته ضرورت لري نه داسې یوې ښځې ته چې د امریکا تیر تاریخ پکې مثال نلري .

دا چې په تیرو انتخاباتو کې ولې امریکایانو تور پوستی اوباما د رخه ونکړه او د امریکا تاریخ یې په یو تورپوستي رئیس ونازاوه او د باور او د امریکایې استعماري تاریخ خلاف یې قدم پکې واخست ولې دا ځل چې بیا هم امریکایانو ته د یوه نوي تصمیم او نوي تحول او نوم خبره مطرح وه بیا هم امریکایي رایه ورکونکو پکې هغه څه وکړل چې د امریکا تاریخ ته یې د یوه نوې تحول او یو نوښت خبره ور زیاته نه کړه او امریکایانو پکې د دغه نوښت لپآره کلنټن ته چانس ورنکړ چې دا پکې ډير دلائل لري .

اول دا چې :

امریکایان په تیرو دوو انتخاباتو کې د دموکراتانو نه ستړې شول او هغوی غوښتل دا ځل جمهوریت غوښتونکی رئیس ولري .

دویم دا چې :

امریکایې رایه ورکونکي ته د امریکا امنیت او پیچلی پړاؤ مهم ښکاره شوی وي په دې معنا چې په دغه پیچلي پړاؤ کې یوه ښځه یې د امریکا لپآره مناسبه نه وي ګڼلي .

ولې دا چې کلنټن پکې د ټرمپ په پرتله د مقابلې او موثر کردار دریځ درلود بیا هم د روسیې سره د نرمې پالیسۍ پلوی ټرمپ ته امریکایان و ښویدل دا هغه څه دي چې د کلنټن په کردار یې امریکایي رایه ورکونکي هومره پوخ باوري نه کړ .

د امریکا په دې اوږد تاریخ کې د یوې ښځینه لپآره دغسې رخه ښودل ښیي چې زمونږ په هیواد کې د ښځو پلوي امریکایان د دې پالیسۍ شاته څه غواړي او دا هم ښیئ چې د ښځو نه نرم روان مسلمان رئیس جمهوران به ځکه په درد و نه خوړل شي چې امریکا په سیاست کې د امریکا له نظره د ښځې او نر د کردار تفاوت په دې انتخاباتو کې ښه وښود .

سره ددې چې د ۴۴ دور امریکایي انتخاباتو ته رایه ورکونکیو ښځو ته پکار و چې امریکایي ښځو د امریکا د نیمو رایو یا برابره رایې کلنټن ته په دې خاطر ورکړې وې چې آخر دا د امریکا په تاریخ کې اوله ښځینه رئیسه کړي او امریکا په دغسې نوښت و نازوي ولې امریکایې ښځې هم هومره چې د ښځينه تعصب ښکار شي هغوی ته د امریکا ځواک او راتلونکي حیثیت درلود نو ځکه هغوی د ذوق پر ځای د عقل حکم ته ترجیح ورکړه او زیاتې یې د ټرمپ صندوق ته و ځغلیدلې نه د کلنټن .

په دې معنا چې د ښځو لپآره د غرب په دروغجنې پروپاګندې خپله امریکایان باوري نه دي او روانو انتخاباتو و ښودله چې امریکایان هم په خپل هیواد کې او بیا د سیاست په حساس مجال کې د نر او ښځې ترمنځ توپیر کولای شي .

بیا هم که همدغو امریکایانو په کوم شرقي هیواد کې د امریکا د روانو ټاکنو په شان په ورته حالت کې د نر او ښځې ترمنځ په سیالۍ کې د امریکا د مرستې او تعاون ضرورت ته دریدلي وای نو حتما به یې په بل او پردې هیواد کې د ښځې کاندیدې خوا نیولې وه او دا هم په دې خاطر چې په دریمه نړۍ کې یو کمزوری حکومت د هغه له نظره د امریکا د ګټو لپآره مناسب حکومت دی .

په د ې مقاله کې زه د یو افغان کلیوال اندیښنې نه تمثیلوم چې هسې پ هسې د ښځو د ناکامۍ او کمزورۍ پسې څراغ واخلم ولې دلته مې و غوښتل چې د امریکایې تجربې له متن نه د امریکا پلوي افغانان او پلوي میرمنې په دې پوه کړم هغه چې امریکا یې په افغانستان کې د ښځو د ودې او پرمختګ لپاره غواړي او کوي یې هغه د امریکا د تهذیب انساني اړخ نه دی بلکې هغه د امریکا د بهرني سیاست یو خطرناکه لوبه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x