fbpx
writing

پيغور

یو لویدیځوال مفکر Rudi paret وایې: مسلمانان باید په موجوده وخت کې په لویدیزه نړۍ تحقیق او څیړنې وکړي، او دوی کولی شي دې هڅو ته د استغراب یا لویدیزپوهنې نوم ورکړي.

موږ چې هر وخت داستشراق او ختیځپوهنې نارې وهو او له مستشرقینو شکایتونه کوو؛ د روډي پارټ داخبره زموږ له پاره خورا منطقي توصيه ده او یا په بل عبارت خورا تمبوونکی پيغور ده. هغوی موږ ته پيغور راکوي چې داستشراق له پاره موږ کارکوي ده او له دې لارې مو لې شمیره لاس ته راوړنې او لوی بریالیتوبونه ترلاسه کړې دي.

روډي پارټ (1317 – 1403 هـ / 1901 – 1983 م) یوجرمنی مستشرق دی الماني ژبې ته یې قران کریم هم ژباړلی ده،په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې یو کتاب هم لیکلی دی. ده په اسلام باندي نیوکې کړې دي اودالوړه خبره یې که په هزمین کړې وي، بیاهم زموږ له پاره دامت په سطحه د ډیر غور او پوره توجه وړ ده.

باید ووایو چې یو استغراب ده او بل تغریب ده، په دې دواړو اصطلاحاتو کې خورا لوی توپیر او د موخو په لحاظ پوره تضاد پروت ده، استغراب دغربي علومو زده ، غربي ولسونو پیژندنه او دهغوی له تجربو او پرمختللې صنعت او ټيکنالوژي نه ځان خبرول او ګټه ترلاسه کول دي. اوتغریب په صفا ټکو کې دمسلمانو غربي کول او په پوره معنا دعربو تقلید خپلول دي.

په اسلامي نړۍ کې دتغریب له پاره مستشرقینو په کلونو ډیر زیات کار کړی ده، دلته دتغریب له پاره په اصطلاح ډیرو مفکرینو کار کړی ده، داراز په اسلامي نړۍ کې دتغریب له پاره ډیرو زورواکو او حکومتونه زیات کار کړی ده، او د تغریب له پاره دا هر اړخیز کارونه فعلاً هم په پوره قوت سره روان دي.

زموږ په هیواد کې داکار په فعاله اوکارنده توګه دامان الله خان له وخته پیل شوی ده، چې دمخلوڅي غورځنګ یې تقریبا په لومړي مؤثر ګام کې یادولی شو. اوتر ننه پوري دتغریب له پاره دافرادو او ډلو په لاس کارونه روان دي.(نوربیا)

نعمان منلی

کالم: نښتر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د