ادبي لیکني

د عسکر ښځه «لنډه کيسه»/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

په ونه دنګ او له رنګه غنمرنګ ځوان و، په ورانه پورې یې تفنګچه تړلې وه او خړ پړ زاړۀ عسکري بوټونه یې په پښو و، په غېږ کې یې یوه کمزورې ماشومه نیولې وه، تر شا یې په زړَه خیرنه چادرۍ کې مېرمن ورپسې وه؛ ځوان د ډاکټر انتظار خونې ته را ننوت، په ناستو کسانو یې سلام وکړ ، ټولو په یو ځای ورته علیک کړ، ځوان ستړی و او نهیلی معلومېده ماشوم یې ژړل او سخت ټوخی یې در لود، تر لږ انتظار وروسته راغی او زما څنګ ته په چوکۍ کېناست پوښتنه یې وکړه څو کسان مخکې دي!؟ ځواب مې ورکړ: تر ما لس مخکې دي زه یوولسم یم او ته دولسم. تندی یې غونج کړ په حیرانتیا یې وویل اوففف دولسم….
زما خو ماشومه ډیره نا آرامه ده او په رسمي وخت کې له دندې راغلی یم؛ له قومندان نه مې یوازې د شل دقیقو لپاره اجازه اخیستې او دا ډاکټر خو په شل دقیقو کې یو مریض ګوري.

د ځوان له همدې خبرې سره زه له ځایه پورته شوم، ښځینه انتظار خونې ته ولاړم، مور ته مې ورغږ کړ؛ را ووته د عسکر کیسه مې ورته وکړه او پوښتنه مې ترې وکړه چې که ډېره په تکلیف نه وي نو زه به زموږ نوبت عسکر ته ورکړم؛ مور مې ډاډ راکړ ویل یې اجازه ده په دواړو سترګو خو دې مخکې شي، مننه مې ترې وکړه او بېرته راغلم عسکر مې په خپل ځای کېنوو زه دولسم نمبر ته شوم، لا ناست نه وم چې نورو خلکو ته مې وویل: دوستانو! د دې عسکر ماشوم ډیر په تکلیف دی او دی خوارکی له پوستې راغلی دی که یې مخکې کړئ نو ښه به وي.

ټول وډونګېدل خو هیچاهم مثبت ځواب را نکړ، عسکر له مانه ډېر خوشاله شو او مننه یې وکړه.

د لسم کس تر راوتلو وروسته عسکر د ډاکټر خونې ته ننوت، ماشومې یې ډیر زیات ژړل، تر ما وروسته نورې چوکۍ هم له ناروغانو او هغو کسانو ډکې وې چې زما په څېر له خپلو ناروغانو سره راغلي ول؛ د سهار لس بجې وې هوا لږه ماته شوې وه، لمر تود و او هرچا خپل ناروغ د ولسوالۍ تر بازاره را رسولی و.

ډاکټر د عسکر ماشومې لورکۍ ته درمل ورکړل خو د پیسو ورکولو پر وخت مې د دوی شور واورېده؛ زه خپل نوبت کې ناست وم او د ډاکټر خونې ته نږدې وم نو ځکه مې د دی هره خبره اورېده.
عسکر ویل دا پنځه سوه روپۍ واخله دا مې هم له بل ملګري نه په پور راخیستي او نورې به بیا درکړم، خو ډاکټر په لوړ غږ او قهرجنه لهجه ویل ته مې مخکې هم پوروړی یې او….

عسکر په نرم غږ او خواره لهجه ځواب ورکړ: ډاکټر صیب! پوهېږې چې د ولایت او ولسوالۍ تر منځ غځېدلې لاره کې ستونزي دي او دا څو میاشتې موږ ته زموږ معاشونه ندي را رسېدلي، خیر چې خپل معاش واخلم نو تر ټولو لومړی به تاته ستا پور در أدا کړم.
بلآخره ډاکټر د پنځو سوو روپو درمل ورکړل او نور یې بېرته ترې وګرځول.

ډاکټر او عسکر یو ځای را ووتل، د ښځو انتظار خونې ته ولاړل، هلته یې د عسکر لورکۍ ته سېرم چالان کړ او ډاکټر بېرته راغی؛ زما نوبت و مورکۍ ته مې غږ وکړ هغه راغله او تر معایناتو وروسته ډاکتر دوا راکړه، موږ را ووتو، زه د یو څه نورې سودا لپاره همدلته تم وم، عسکر او ښځه یې سره غږېدل، هغه له خپلې مېرمنې اجازه واخیسته او ولاړ، خو هغې ته یې سپارښتنه وکړه چې د سیروم تر خلاصېدو وروسته یوازې او پیاده تر خپله کوره لاړه شي.

شېبه وروسته د خیرنې چادرۍ او زَړو چپلکو والا مېرمن را ووته، خپله کمزورې ماشومه یې په غېږ کې نیولې وه او د سرک په لوري روانه شوه، د ولسوالۍ بازار کې ګڼه ګوڼه زیاته وه، د عسکر مېرمنې لږ انتظار وکړ خو چې سرک خالي شو نو د پورې وتو په تکل یې ګامونه واخیستل، دا لا د سرک منځ ته نه وه رسېدلې چې د پولیسو موټر په ډیرې تېزۍ سره ورته راورسېد، موږ یوازې یو کرکجن او بد آواز واورېده چې د موټر د بریکونو غږ او د انسان کریغه وه، خو موږ چې تر څو ور تلو نو د عسکر مېرمن په وینو کې لت پت وه.

د پولیسو موټر “بې له دې چې احتیاط وکړي، هارن ووهي او یا لږ تر لږه تر حادثې (پېښې) وروسته ودرېږي” په خپله مخه لاړ، خلکو د عسکر د مېرمنې ماتې پښې، مات لاسونه او د ناروغې ماشومې د سر ماغزه راټولول.

پای
۱۳۹۵/۸/۲۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x