نظــر

حکمتیار صاحب ته زما پرانستی لیک – لیکوال: افغان طرف

له هر څه مخکې د قدر وړ عالم مجاهد مشر حکمتیار صاحب ته د زړه له کومی د الله تعالی له لوري سلامتي، رحمتونه او برکات وړاندې کوم. الله تعالی دې د ټولو قربانیو، تکالیفو، خدماتو او نیکو احساساتو په عیوض کې د دنیا او آخرت عزت او سرلوړي درکړي.

زه له تاسو نه مننه کوم چې تاسو زمونږ د دین، خاورې او ناموس د ساتلو لپاره مبارزه پیل کړه د ملحدو کموستانو پر ضد مو ولس کې د مبارزې  روحیه ژوندي کړه د روسانو د یرغل په وړاندی کلک ودریدلي او روسان مو د مؤمنانو په ملګیری زمونږ له خاورې وشړل او له هغې وروسته مو د متعصبو پرديپالو نژاد پرستو اوتجزیه طلبو منافقانو په وړاندی مبارزه ژوندي وساتله،

د طالبانو د اسلامی نظام په وړاندی خنډ نه شوې، د امریکایانو د یرغل په وړاندې مو د جهاد اعلان وکړ او لاهم د مجاهد ولس تر څنګ د جهاد په صف کې ولاړ یې ستاسو د علمي خدمتونو څخه ځانګړې مننه کوم چی د ډیرو بوختیاوو سره مو مؤمن ولس ته  د علم په برخه کی هم د پام وړ نه هیریدونکي خدمات ترسره کړی دی په خاص ډول د امام ابو حنیفه(رح) د مذهب د پیروانو لپاره ستاسو علمي نشرات د وخت ستری پانګې دي چی د مضرو ډلو د ملامیتیو او خدعو په وړاندې مو د مقاومت او استدلال ښکلي او دقیق تصنیفات وړاندی کړل ځکه ددغه کار سخت ضرورت لیدل کیده . الله تعالی دی درته په لویو حسناتو کی حساب کړي.  

زه د ډیری ټیټي درجې طالب یم او فکر نه کوم چې ترما به بل ټیټ رتبه طالب په طالبانو کې موجود وي، په همدې اندازه په روان جهاد کې هم خپله برخه د ادنا مجاهد څخه ټیټه ګڼم او زه یی د ادنا مجاهد د پښو خاورې یم. الله تعالی که ماته په ورځ د محشر کی ددوی د خادمانو په صف کی موقعت راکړی نو هم به ډیر شکر ګزار یم. (له ریا، کبر او چاپلوسي څخه پناه غواړم او ښه داده چی په مستعار نامه یم، څوک مې له څیری نه پیژني) حقیقت دادی چې د حقې لارې مجاهدین د الله تعالی په وړاندې د ډير لوړ مقام څښتنان دي په ټولو مسلمانانو د مجاهدینو قدر کول لازمي دي ځکه لس تنه ولاړ مجاهدین د یو لک ناستو پرهیزګارو مسلمانانو څخه نن غوره دي، که مجاهدین نه وی نو د نړی د وحشی کفارو سترګی د پرهیزګارواو غیر جهادی عبادت کوونکو مسلمانانو څخه قطعاً نه سوزیږی او نه هم ترې شرمیږي. مسلمان ولسونه باید ډیر ښه پدی پوه شی چی که د اسلام د لارې اتل مجاهدین نه وي نو د دوی په دین، سر، مال او نوامیسو به په لارو، سرکونو او کورونو کې د کفارو، مرتدانو، منافقانو او ظالمانو لخوا تیري کول په عام ډول شروع شي. که یقین نه کوي نو د هغو مظلومو مسلمانو دساحو او هیوادونو جاج او حال دې واخلي چې د فرض عین جهاد رکن پکې له منځه تللی دی، نن ټولو نړیوالو ته دا ښکاره ده چې په مسلمانانو باندې د کفارو او د هغوی د داخلی مرتدو غلامو متحدینو لخوا د ورځې او د شپې هر ډول وحشي تیري کیږی او هیڅوک نشته چی ددوی په حال رحم وکړي… دا می ځکه یاده کړه چې زه بعضو ورونو ته وایم چی په روان جهاد کې که کوم کس ولاړ وي ولو که هر ډول منفی نظر یې په اړه لري نو بیا هم د سپکولو، راپرځولو او ورسره د دښمنی کولو څخه  ډډه وکړي. اتفاق او وروری ته یې راوبولي او که نه راته نو دعا ورته وکړي چی الله تعالی یی د اسلام په لاره کی په یوه صف کي ودروي، ځکه دا د اسلام دین او پدی لاره کی جهاد او مبارزه کول  دا  په مشرانو، ډلو او افرادو پوری اړه نه لري او نه د دوی د شخصیتونو لپاره څوک وینه تویوي، بلکه داد الله(جل جلاله) په لاره کی مبارزه ده او هر مؤمن وګړی ددې مشترک دین (ماشین) د یوی پورزی په څیر باید د اسلامی نظام د راوستلو لپاره خپل مسؤلیت ادأ کړي تر څو دنیاوي او اخروي اجر ترلاسه کړي، ددی دین د خدمت لپاره تر مونږ پخوا ډیر خلک تیر شوي دی چی خپل کارونه یې په لوړه کچه او په ټيټه کچه ادأ کړي دی هغوی نن نشته، په هغوی کې هم بعضې د اسلام د بریالی کیدلو لپاره د خپل منځی خواهشاتو څخه تیریدل او بعضی به یې په خپلو دریزونو کلک ولاړ ول،  د هغه وخت خلکو پری مختلف قضاوت کاوه او نن د هغوی په اړه خلک مختلف قضاوت کوي خو د خالص انصاف قضاوت یوازی د الله تعالی په لاس کې دی او هغه چا ته به ډیر څه ورکوي چی دده په لاره کې یی خپلو خواهشاتو ته شا ګرځولی وه  د اسلامی امت د خیر او د الله تعالی د رضأ په خاطر یې د بل مسلمان ورور دنیایې امتیاز او مشرۍ ته غاړه ایښې وه. زه تاسې ته د ابو عبیده بن جراح (رضی الله عنه) د ژوند مثال وړاندې کوم  قسم په الله تعالی چی ماته شخصاً دده په څير د لوړ ایمان خاوند اصحاب کرام ډیر زیات د لوړ مقام خاوندان ښکاري، دی مبارک هغه څوک وه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته په ژوند کې د (امین الامت) لقب ورکړی وه او ده دا ثابته کړی وه چې دی د محمد(ص) د امت امین او صادق انسان دی، کله چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفات شه نو دمشرۍ په برخه کې د بعضو مشکلاتو د راولاړیدو ویره لیدل کیدله د بعضو اصحابو کرامو په فکر کې دی هم دمشرۍ لپاره مناسب شخص بلل کیده او بعضې نور صحابه هم په همدی ترتیب د مشرۍ لپاره د خلکو په ذهن کی وړ خلک ول  خو ده مبارک او نورو مبارکو صحابه کرامو داختلافاتو او د فتنو د مخنوي په خاطر د حضرت ابوبکر صدیق(رضی الله عنه) سره بیعت وکړ، ټولو اصحابو ته یې د اسلام د دین د لوړوالي په خاطر د اتفاق راوستلو په لاره کې د فدا کاري لاره جوړه کړه د ټولو پیښیدونکو اختلافي مشکلاتو مخه یې ډپ کړه او یوه غوره ثمره یې د اسلامينظام د خپراوې په لاره کې منځته راوړه د اسلام لوړول یې  خالص مقصد وه، د دوی د فداکاریو له برکته د اسلام دین په کامیابي سره د نړي کونجونو ته ورسیده، ځکه دوی په عام او خاص ډول د توجه محور کفار وټاکل او د اسلام دین خپرول یې اصلي وظیفه وګڼله، الله تعالی دی پس له مرګه زمونږ دیدن ورسره نصیب کړي. که دوی د شخصی برتری په فکر کې مصروف شوي وای نو د اسلام دین به مونږ ته چا رارساوه

زه راګرځم خپلې خبرې ته هغه دا چی حکمتیار صاحب تاسو د ژوند له پیله غوره لاره انتخاب کړه، نه هیریدونکې تاریخي قرباني مو ورکړی ديانسانان له اشتباهاتو خالي نه وي خو په لوړوخدمتونو به مو هغوی خاورې اچوي چی یا دښمن وي یا د ځانی خواهشاتو په لومه کې ګیر وي او یا هم ستاسو په اړه لازمه پوهه ونه لري او د غلطو غرضي خلکو لخوا یې اذهان ستاسو په اړه تخریب شوي وي، ستاسو موقف له پیله تر ننه د جهاد موقف دی او له الله تعالی دا طمعه لرو چی تر آخري سلګۍ د جهاد په موقف کی ولاړ اوسۍ او د شیطاني وسوسو او مضرو مشاورینو چی د کفارو او د کفارو د ګوډاګیانو دوستۍ ته سړی هڅوي د هغوی له شره محفوظ پاته شۍ.

دلته بعضې موضوعات دي چی هغه باید یاد شئ هغه دا چېد روسانو سره له سپیڅلي جهاد څخه وروسته ستاسو بعضیحزبي چارواکې هم په غلطو کارونو اخته شول، د شمال ټلوالېګوندونه او د هغوی مربوطه ډلی او افراد خو په هر ځای کې بعضی یی لا د روسانو په وخت کې ګمراهان ول خو د روسانو له تیښتی وروسته دوی مکمل د ګمراهی سر لښکری شول چی تر ننه یې ښه وینو، د طالبانو د حرکت له پیل سره سم ستاسي لخواد طالبانو په اړه بعضی انتقادی خبرېد طالبانو له دقیقی مطالعی او شناخت پرته نشر ته ورسبدلې چې په پیل کې هغو څرګندونو د طالبانو او حزب اسلامی او ستاسو په اړه د یووالی په برخه کی مشکلات زیات کړل، سره له دې چې په طالبانو کې هم بعضې غرضي خلک ننوتي ول چېتر هر چا درمخه یې د حزب اسلامي سره دښمنی ته زیات میلان درلود هغوی د تیرو تنظیمي خصومتونو په اساس ستاسو سره خپلی دښمنی ته ادامه ورکوله ځکه هغه شمیرخلک د تنظیمي جګړو په وخت کی هم د مسعود او رباني سره په ملګیری خوشحاله ول خو ستاسو سره یی اختلافاتو ته اولویت ورکاوه، وروسته چی کله دغه شمیر خلک د طالبانو له حرکت سره یوځای شول نو همغه کار ته یی بیا هم ادامه ورکوله ځکه ستاسو له لوري د طالبانو خلاف د بعضو عملو نو او څرګندونو څخه دوی ته ښه د لاس آله جوړه شوه، زه هغه خلک غولیدلی بولم او د ښو او بدو تر منځ په سالم توپیر کی یې په حقه نه ګڼم  ځکه د روسانو د موجودیت په وختونو کې هم د مسعود او رباني منافقې څیرې ټولو ته ښې بربنډې وې چې دوی مجاهدین نه ول بلکه د پردې تر شا د روسانو ملګري ول او د روسانو له متي او وتلو وروسته بیا د جهاد دق ربانیو د ثمرې د له منځه وړلو په خاطر د ژبني، قومي او سمتي تعصباتو پر اساس یې خپلې جګړې شروع کړې، چون دوی ډیر مکار او منافق خلک ول نو زمونږ د ولس د هغه وخت ډیر ساده مجاهد قومندانان یې هم د مکارت له مخي ځانونو ته جلب کړي ول او هغوی یې هم غیر مستقیم  د جهادي اتفاق د بریالي کیدلو او شرعي نظام د نفاظ په وړاندی خنډ ګرځولي ول، د رباني او مسعود په نرمو خبرو غولیدلي افراد به اوس هم ژوندی وي او اوس دې ښه قضاوت وکړي چی هغوی په څه ډول دوی د ځان لوری ته کش کړي ول او دغه منافقین آخر څوک وختل؟!!  نن د دوی ټولې مرموزې برنامی ولس ته څرګندی شوې چی جمعیتیان او د دوی اخلاقو ته ورته نورې ډلګۍ د روسانو د پردې تر شا توافقی ملګري ول او د روسانو باقي موخی یی وروسته د روسانو له تیښتی د پرچمی کمونستانو سره په ګډه خوندي ساتلې او د چګړی اور یې په افغانستان کی بل ساتلی وه، د حزب اسلامی په مقابل کی هم دوی تر آخره د روسانو او نورو بهرنیانو به وسایلو جنګیدل او د طالبانو په وړاندی هم دوی د ټولو ننیو یرغلګرو هیوادونو په تلوسه او مرسته تر آخره وجنګیدل او چې کله امریکایان او ورسره نور ۴۸ کفری هیوادونو په افغانستان باندې د بوش په رهبرۍ د صلیبی جګړې یرغل وکړ نو دغه ډلې خلک د کفارو سره یو موټی او ځمکني جیره خواره عساکر شول په اسلام  مسلمانانو او خاوری یېپه ګډه تیری وکړ او له کفارو دوی زیات د مسلمانانو وینو تویولو، ناموس بیعزته کولو او مال لوټلو ته  په جزبه ول، هر څه یی چی زړه غوښتل تر سره یی کړل، مګر پدې کار کې هیڅ نه له خدایه وشرمیدل، نه یې د تاریخ له توره  داغه عار وکړ او نه هم له مسلمانانو او نه یی د خاوری په مور والي رحم وکړ چی دوی ددی خاوری په اوبو او دانه لوی شول مګر کله چی په خاوری تیری وشو نو د خاورې د ساتنې پر ځای یې د خاورې د یرغلګرو کافرو دښمنانو په ساتنه او نوکرۍ پیل وکړ ، پدې خو ټول پوهیږي چې خاوره د مور حیثیت لري او په خاوره چېیرغلګر برید وشي نو د خاورې کافر اوسیدنکي هم باید په خپلې خاورې ننګ وکړي ځکه د کفارو په ممالکو کې چی کله یو ملک په بل تیری کوي نو د هغه ملک کافر وکړي د خپلی خاورې د آزادی په خاطر مقابله کوي. مګر دغو بی مروتو او نمک حرامو شمال ټلوالو د اسلام، مور او خاوری له پاسه پښی کیښودې او د مظلومیت پر وخت یی پری لاړی تو کړې او د کفر د راتګ لپاره یېپه لویو نعرو لبیک ووایه، له دوی سره ملګري کیدل به د باضمیره مسلمان لپاره ډیر د شرم او سرټیټي او بې احساسۍ درجه وي، ځکه دوی دا ثابته کړه چی دوی د اسلام افغانانو او افغانستان سرسخته دښمنان دي .

خبری رانه اوږدیږي، حکمتیار صاحب ستاسی په درشل او حزب کی هم بعضې د همدوی(شمال ټلوالی) له سرچینو فکری اوبه شوي افراد ستاسو او د طالبانو تر منځ د دښمنی تخم ته نوره هم وده ورکوي او لدې څخه سخت په ویره کې دي چي تاسو او طالبان سره یوځایی شئ، ما دغه څه په بعضو حزبیانو کې لدیلې دي، دغه شمیر حزبیان بیا دیته ترجیح ورکوي چې حزب اسلامي له موصوفېشمال ټلوالې سره اتحاد ته ورسیږي خو د طالبانو سره په یوه لاره باید قطعاً ولاړ نه شي، مګر اوس الله تعالی د سمې لارې او سمو خلکو د پیژندنې لپاره په مؤمنانو هر اړخیزه امتحانونه راوستل پاک او ناپاک یی داسی سره بیل کړل چې  ړوند هم اوس منافقین او مجاهدین سره توپیر کولي شي او په پدې برخه کېله مسلمانانوهیڅ مهم ابعاد نور پټ  پاته نه شول، نو په ډیر درنښت هیله درڅخه کوم چی یوازې او یوازې د اسلام د خیر په خاطر دا قربانی ورکړه د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد سره بیعت وکړه ، نورو جهادی رهبرانو هم ورسره بیعت وکړ او د افغانستان څخه بهر هم د جهادی مشرانو لخوا ورسره بیعت شوی دی، ټولو د اسلام د خیر په نیت دغه کار کړی دی قسم په ذات د الله تعالی چې پدې کار کې ستاسو عزت نور هم زیاتیږي او د راتلونکی خیر په ثمراتو کی به ستاسو برخه دومره لویه وي چې یوازی د محشر په ورځ به یې خلک په لوړ مقدار پوه شي، په ژوند کې دا هرڅه دې د اسلام سره د مینی په خاطر کړي دينو دغه نیک کار هم د اسلام سره د مینې په خاطر وکړه ، زه په تاسو کې دا قوت وینم او ددې کار نتیجه به یوازې او یوازې د ټولې نړۍ د مسلمانانو د خیر خوشحالۍ او بري سبب شبي او د ټولې نړۍ د کفارو او منافقانو د خفګان او ناهیلی سبب به شي، دا زما او زما په څير د نورو د ټیټی درجی مسلمانانو د زړه له تله را ټوکیدلی احساس دی او هیله ده چی د چا یا د کوم  لوری له لخوا د ګومارنی مطلب یی ونه ګڼی، خدای پاک دی وکړي چې دا لیک ستاسو تر مطالعې درورسیږي، که دا لیک تاسو ته درونه رسیږي نو زه خپل رسالت پدې اهمه برخه کې تر یوه حده رسیدلی بولم ځکه زه د یوه مسلمان په حیث په ځان دا ضروری ګڼم چی څوک نن د الله تعالی په لاره کې د ولاړ فرد په حیث حضور لري نو د اسلام فرمان په اساس باید یووالی ته هم بلنه ورکړم او په نفاق کې د ځان او د هغه تاوان وینم، زه پدې عقیده یم چې نن په افغانستان کې که طالبانو ته یو څوک په ډیرو مواردو کېورته والی لري نو هغه تاسو یاست نو کله چی د نړۍ ۴۸ ملکونو کفار او ورسره زمونږ له خاوری د مختلفو قومونو او ګوندونو خلک د اسلام پر ضد سره یو کیدلی شي نو ولی مسلمانان د الله تعالی په لاره کې یووالي ته نه شي رسیدلی. او زه پوهیږم چې له هر مسلمان څخه به د محشر په ورځې پدې اړه ضروري پوښتنه کیږي چې د مجاهدینو د یووالي په برخه کې یې څومره مینه درلودله او تر کومه یې پدې لاره کې قرباني ورکړې ده. که یو مجاهد تنها پاته شو او نه ده د نورو مجاهدینو خواته د یووالی په لور حرکت وکړ او نه هم نورو دده په لور د یووالي خواته تلوسه ښکاره او دغه مجاهد له جهادي سنګره بلې خواته رجعت وکړ نو دواړه طرفونه به د خدای تعالی په نزد د ملامتی په مقام ودرول شي، او څوک دی چې د خدای تعالی په نزد د ځان په اړه د ملامتی څخه د برأت دلیل ووایي؟!  راځی مخکې له دې چې مرګ راترغاړې وزې خپل مهم مسؤلیت ادأ کړو او د اسلام او مسلمانانو لپاره د یووالي په برخه کې خپل توان او طاقت په ریښتیني ډول ترسره کړو… قسم په ذات د الله تعالی چې د اسلام په خاطر د ځان د غوښتنو څخه تیریدنه د لوړ ایمان خاودان ترسره کولای شي او دهغه د فدا کاری مدیون به تر قیامته ټول مسلمانان وي او ددایمي د عزت موقف به د مسلمانانو په زړونو کې خپل کړي، دا خو بیله خبره ده چی د الله تعالی په حضور کی به داسی خلک څومره د لوړ حیثیت څښتنان وي چې له خپل موقف څخه تیر شوی وی د الله تعالی د خوشحالی په خاطر یی د بل مسلمان ورور سره د اسلام د خیر په خاطر بیعت کړی وي.. ومن الله توفیق
ــــــــــــــــــ

افغان طرف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x