شعـــــرونه

غزل/ خالقيار احمدزی

خالقيار احمدزی

له غمـونو او هجران سره بلد یم
اوس ایله له خپل ګریوان سره بلد یم

دا قیصه دسرو بنګړیو نه ده یاره
هتکړیو د زندان سره  بلــد یم

دیوسف په څیر یې ورک کړم له وطنه
په خوبونو کې کنعان سـره بلـد یم

اې  د سترګو اشارو باندې مې پوه کړه
نور د وخت له هر یوشان سره بلد یم

تصور کې آن له عرش یم پاس ختلی
ښه له ستورو دآسمان سره بلد یم

داغزیو چم کې ګل له ورایه وینم
اوس د مینې ګلستان سره بلدیم

ستا شملې له برکته طالب جانه
اوس دګران افغانستان سره بلد یم

څوک یې نه کاندي په خوله دزړه خبرې
څوک بیا وایی چې جانان سره بلد یم

ټیټې سترګې به بیا درومي خالقیاره
د راغلو له داستان سره بلد یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx