نړۍ

کالیفورنیا ایالت د «امریکا» څخه استقلال غواړي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا متحده ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا وروسته د کالیفورنیا ایالت په زرګونو وګړي سړکونو ته راووتل او د نوموړي پر خلاف یې لاریونونه پيل کړه.

دغه لاریونونه چې تر اوسه لا د کتونکو په باور ډیر ګواښونکي نه دي خو امکان لري چې د وخت په تیریدو سره د امریکا اوسني جوړښت ته په زیان تمام شي.

که څه هم د امریکا په نورو ایالتونو کې هم ورته لاریونونه وشول خو د کالیفورنیا لاریونونه د استقلال غوښتني تر حده ورسیدل.

«ټرمپ زما ولسمشر نه دی» د شعار تر څنګ د کالیفورنیا وګړي غوښتنه کوي چې د دوی ایالت باید له امریکا څخه مستقل شي ځکه چې نور د امریکا او د دوی د ایالت اهداف او غوښتني سمون نه سره خوري.

د کتونکو په باور کالیفورنیا د یو ایالت په حیث ټول هغه امکانات لري چې کولای شي د امریکا په څنګ کې د یو مستقل هیواد په توګه راڅرګند شي.

د کالیفورنیا ایالت ۳۹ ملیونه نفوس لري، اکثره وګړي یې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په هجرت ورغلي، چې ډیری یې په هسپانوي ژبه خبرې کوي. د اوسیدونکو تنوع یې کلتور او اقتصاد هم متنوع کړی او که چیرې مستقل شي نو د نړۍ په سطحه به تر فرانسې قوي اقتصاد ولري، بلکي د نړۍ په سطحه به شپږم قوي اقتصاد وي.

د کالیفورنیا ازادي غوښتونکو د استقلال غوښتنې د کمپاین لپاره «نوې ویب پاڼه» هم جوړه کړې چې په کې د دغه ایالت وګړو ته ټولې هغه ګټې بیان شوي چې د استقلال په صورت کې به یې تر لاسه کوي.

دوی وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې باید د کالیفورنیا ایالت د استقلال غوښتنې پر سر نظر پوښتنه وشي ځکه چې د استقلال حق ورته هم د امریکا اساسي قانون او هم نړیوال قانون ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x