د نن سرلیکنه

په هیواد کې د معتادینو د زیاتوالي خطرناکې پایلې‬

نن ټکی آسیا سرمقاله: په افغانستان باندې د امریکايي اشغال له برکته په نورو ټولو بدمرغیو ، نا امنیو او تباهیو سربیره د نشه يي توکو کښت ، قاچاق او په هغو باندې د بي روزګاره ځوانانو معتاد کیدل هم خپل اوج ته رسیدلي .

د نشه یې توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وایي د هغې سروې له مخې چې په دې وروستیو کې د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د یوې بهرنۍ مؤسسې لخوا ترسره شوې دا ښیي چې په یادو ولایتونوکې شپاړس لکه کسان په مخدره توکو روږدي شوي .

په یاده سروې کې دا خبره هم واضح شوې چې د دغو معتادینو له جملې څخه یې زیاتره تنکي ځوانان ، ښځې او حتی کم عمره ماشومان دي چې په هیواد کې د مخده موادو د زیاتوالي او بیروزګاري له امله په نشه يي تو کو معتاد شوي .

سره له دې چې د کابل حکومت په خپل تشکیل کې له مخدره توکوسره د مبارزې په نوم یو مستقل وزارت لري او په یاد وزارت باندې د خپلو کاري فعالیتونو او نشه يي توکو د کنټرول لپاره په سلګونو ملیونه ډالره بودیجه لګول کیږي ، خو بیاهم په هیواد کې د نشه یې توکو د تولید او پراختیا کچه ورځ تربلې زیاته او دا دی ګورو چې خپله د دوئ په اعتراف یواځې په ۱۶ ولایتونوکې د معتادینو شمیره ۱۶ لکو کسانوته رسیدلی .

همدا راز د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د بشر دحقوقو د خپلواک کمیسون مشري سیما ثمر د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کي وویل چي د دوئ د کمیسیون د وروستۍ سروې له مخې په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمیره چې په نشه یي تو کو روږدي دي (۳۰۰۰۰۰) لکوته رسیدلې چې له امله یې د غه ماشومان په بیلا بیلو ناروغیو اخته شوي .

په هیواد کې دنشه یې توکو پراختیا هغه مهلکه او خطرناکه ستونزه ده چې زمونږ د ولس په تیره ځوان نسل لپاره ډیرې خطرناکې پایلې لرلای شي ، چې دتیرې پنجشنبې په ورځ د هرات په ولایت کې د یوه معتاد سړي لخوا د خپلې ۲۲ کلنې میرمنې شونډې او غوږونه پریکول د دغو خطرناکو پایلو یوه بوږ نوونکې بیلګه ده .

په افغانستان کې د نشه یې معتادینو شمیره په داسې حال کې مخ په لوړیدوده چې؛ په دې وروستیو کې د ملګروملتونو او د افغانستان د نشه يي توکیو پر ضد د مبارزې وزارت له خوا په یوه سروې کې څرګنده شوې چې؛ سږ کال په دې هېواد کې د کوکنارو کښت شپږ دیرش فیصده او د مخدرو موادو تولید اته څلویښت فیصده زیات شوي دی.

د نړۍ په کچه په فساد او د مخدره توکو په تولید کې د افغانستان او ل نمبر توب ټول د هغه امریکايي اشغال نتیجه ده چې ؛ یوشمیر بي ضمیره او په فساد معتاد شخیصیتونه یې د لا اوږدیدو غوښتنه کوي .

دا کسان باید دا خبره درک کړي چې ؛ په افغانستان کې د اشغالګرو د اشغال هره لحظه د زرګونو افغانانو د بدمرغي، تباهي او اخلاقي انحرافاتو باندې له اخته کیدو سره معادله ده ، نو هر هغه څوک چې په افغانستان کې د اشغالګرو د بقاء اوپاتي کیدو غوښتونکي دي ، هغوئ په حقیقت کې په مادي او معنوي لحاظ د خپل هیواد او ولس تباهي اراده لري چې هیڅ کله به ورکي کامیاب نشي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x