افغانستان

د افغانستان په اړه د ټرمپ ناڅرګندې پاليسۍ د ګډ حکومت اندېښنې راپارولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت چارواکي د نوي ټاکل شوي امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنۍ پاليسي په اړه اندېښمن دي او د دغې اندېښنې لامل دا دی، چې د افغانستان حکومت له تېرو پنځلسو کالو راهيسې د امريکا په مالي او سياسي ملاتړ فعاليت کوي.

رويټرز خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې ليکلي، چې افغان حکومت د ټرمپ بهرنۍ پاليسي په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د ده د تګلارې په اړه اندېښمن دی؛ ځکه چې ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال افغانستان کې د امريکايي جګړې او افغان حکومت سره د اړيکو په اړه هېڅ يادونه نه ده کړې.

د ګډ حکومت چارواکي وايي، چې د ډيموکراټانو نوماندې هيلري کلنټن د افغانستان په اړه څه ناڅه څرګندونې کړي او د دوی اټکل هم دا و، چې دغه ټاکنې به آغلې کلنټن وګټي، خو د اټکل او ټولو سروې ګانو خلاف د جمهوريت غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ دغه ټاکنې وګټلې.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما پخوا اعلان کړی و، چې د ۲۰۱۶م کال تر پايه به يوازې ۵۵۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي، خو په دې وروستيو کې د طالبانو د چټک پرمختګ له امله اوباما خپله پرېکړه بدله کړه او يو ځل بيا يې امريکايي سرتېرو ته افغانستان کې د جګړې امر ورکړی او د امريکايي پوځيانو د وېستلو پرېکړه يې ځنډولې ده.

رويټرز وايي، چې ډونلډ ټرمپ په خپلو ټاکنيزو سياليو کې ويل، چې «تر هر څه وړاندې امريکا» او دا شعار به يې هم ورکاو، چې «موږ بايد د نورو هېوادونو پر رغولو خپلې ماليې ونه لګوو» افغان حکومت اندېښمن دی، چې د امريکا له مالي او سياسي ملاتړ پرته د دوی ژوند ستونزمن وي او دوی غواړي، چې د ټرمپ د بهرنۍ پاليسي په اړه په څرګندو ټکو پوه شي، چې د افغانستان په اړه څرنګه تګلاره لري.

د ټرمپ په ځينو پخوانيو ويډيويي څرګندونو کې راغلي، چې«افغانستان کې د امريکايي پوځيانو جګړې تېروتنه ده» او غوښتنه يې کړې وه، چې افغانستان کې د امريکا ميلياردونو ډالر لګېدلي، بيا هم افغانان له امريکا سره دښمني پالي او «زموږ زرګونه پوځيان يې وژلي دي.»

۲۰۰۱م کال راهيسې امريکا د افغان امنيتي ځواکونو او بيا رغونې په نوم له ۱۱۵ميلياردو ډالرو لګښتونه کړي، خو نړيوال او افغانان لا هم د حکومت له فساد او ستونزو سر ټکوي او د نړيوالو سروې ګانو په وينا د هېواد ۵۳ سلنه برخه اوس هم له طالبانو سره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

له هیتلر چا پوشتنه کړی وه چه په فتحه شوو هیوادو کی مو څړک ډیر خوښ او له چا مو کرکی وزیږیدلی ؟ هیتلر ځواب ورکړو : له هغو می ډیر زیات ښه ایسی چه زمونږ په مقابل کی وجنګیدل او حتی ووژل شول ، هغوی می ډیر بدی شول کرکی ورسره لرم چه زمونږ سره یی د یو څو مارکونو یا د څه چوکیو ورکولو په بدل کی د خپلی خاوری ، خلکو ا خپلواکی سودا وکړه . هغوی چه د خپلو خلکو ، خاوری ، خپلواکی او خپل ناموس سره دومره وفادار وو چه له سره پری تیر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x