fbpx

ګوسفندي ولس

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

ليکوال: عبدالمالک همت

ما په ټينګه ګڼل چي دا ځل د امريکې په انتخاباتو کي د مېرمن کلنټن سره بخت ملګری سوی دی او دا به غالباً ولسمشره کيږي، ځکه يو خو ډونالډ ټرمپ سخت سر زوری سړی دی، ښه فکرونه په سر کي نه لري او بل هم په امريکا کي او هم په نوره نړۍ کي ډول ډول نيوکي او اعتراضونه پر سوی دی او بل هيلري کلنټن هم ښځه ده او امريکايان ځانونه د ښځو پلويان بولي او هم د ټرمپ په پرتله په دولتي چارو او نړيوالو مسايلو کي ډېره بلده او سابقه داره ده، نو به خامخا امريکايان پر ټرمپ باندي دې ته ترجيح ورکوي. خو زما او په نړۍ کي د ډېرو خلکو د انتظار خلاف امريکايانو ټرمپ ته ډېري رايي ورکړې او هغه منتخب ولسمشر سو.

د دې خبر په اورېدو سره مي په زړه کي راتېره سوه چي دا امريکايي عوام پوه خلک نه دی. د دې سره زما په ځاني کتابتون کي د ” A Nation of Sheep“ (د پسونو يو ولس) په نامه يو کتاب را په ياد سو. دغه کتاب د ويليم. ج. لډرر  (William Julius Lederer) په نوم يوه امريکايي په ۱۹۶۱ ع.کال ليکلی دی او بيا د ”ملتی ازگوسفندان“ په نامه د يوه ايراني ليکوال او ژباړن عبدالمحد دلخواه له خوا په ۱۳۶۰ لمريز کال ژباړل سوی او خپور سوی دی. د کتاب منځپانګه داده چي د امريکا عام خلک زياتره د امريکې د خبري امپرياليزم تر اغيزی لاندي راځي او تل يې واکمنان تېر باسي او دوی د پسونو غوندي په خپلو لېوه صفتو چوپانانو پسي روان وي.

پر کتاب باندي ترنورو خبرو به تېر سو، خو دا بايد ووايو چي په امريکا کي د دغه کتاب له خپرېدو څخه پنځه پنځوس کاله تيريږي، ليکن لکه چي جوتيږي د امريکا عوام لا هماغه”د پسونو يو ولس“ يا ”ملتی ازگوسفندان“ دي. داچي د امريکې لوی پانګوال، یهود او لوړپوړي دولتي چارواکي د امريکې دننه او د هغې دباندي د خپلو شومو موخو او مادي او نفسي شهوتونو د ترلاسه کولو او تسکينولو لپاره د امريکا د ملت سره څومره لوی ظلم او جفا کوي او له دغو عوامو څخه ډول ډول ټکسونه اخلي او د جګړو پېلوزي کوي يې پر دې به هم نه ږغيږو. صرف دا به وڅېړو چي دغه د امريکې انتخابات څومره غير عادلانه او څومره عوام فريبانه او انحصاري دی.

امريکا څه له پاسه (۳۲۳) مليونه نفوس لري. خو پر دې دغومرو ډېرو وګړو صرف د دوو ګوندونو رهبري ډلي حکومت کوي. يو دیموکرات ګوند (Democratic Party )او بل جمهوريت غوښتنکی ګوند(the Republican Party)  . او هر مهال او په هر څه کي دغه دوه ګونده په واک کي وي، صرف ولسمشر او مشري د هغه ګوند وي چي د عوامو رايي يې ډېري وړي وي. له دغو دووګوندونو پرته نه بل ګوند ته واک رسيږي او نه کوم خپلواک نوماند ته.

نو دا ولي؟ آيا په امريکا کي سياسي ګوندونه نسته او که تر ټرمپ او هيلري کلنټن پوه، وړ او صادق خلک شتون نه لري چي خلک رايه ورکړي او واک ته ورسيږي؟ جواب هرومرو دادی چي هم هلته سياسي ګوندونه سته او هم تر بوش، اوباما ، ټرمپ او هيلري کلنټن پوه او لايق سياست پوهان سته. خو خبره داده چي په هغو هيوادونو کي چي دموکراسي پکښي واکمنه ده، هغه کسان واک ته رسيږي چي ښې زياتي پیسې يې د ولس او نورو خلکو له جيبونو په مافيايي غلاوو او چلونو لوټلي وي. په دموکراسي نظامونو کي بې پيسو سړی هر څومره چي پوه او وړ هم وي هيڅ مقام ته ځان نه سي نوماندولای، ځکه که ځان ونوموي، هغه څه لږ لګښت چي يې کړی وي هغه هدر ځي او بريالی کيږي هيڅ نه. له دې امله په امريکا کي عالمان، ساينس پوهان، ښه ښه سياست پوهان، د خلکو د ګټو پلويان او وړ کسان يا د پیسو له پلوه ضعيف ګوندونه او سازمانونه په انتخاباتو کي له سره برخه نه اخلي.

د امريکې په اوسنيو انتخاباتو کي د دیموکرات ګوند (Democratic Party )کاندیدې هیلري کلنټن، د جمهورت غوښتنکي ګوند(the Republican Party) کاندید ډونلډ ټرمپ، د لیبرټرين ګوند (Libertarian party) کاندید ګاري جانسن او د زرغون ګوند(Green Party of the United States.) کاندیدې میرمن ګیل ستاین برخه درلوده.

په اوسنيو ټاکنو کې د دغو څلورو کاندیدانو له خوا تر اوسه ۲،۵ ملیارد ډالره لګښت سوی دی او د ټاکنیزې پروسې تر پایه به د غه لګښتونه ۶،۵ ملیارده ډالرو ته ورسیږي.

د امريکا په انتخاباتو کي يوازي پيسې دي چي ولسمشرۍ ته نوماند او د هغه پلوي پانګوال سپیني ماڼۍ او د هر څه واک او اختيار ته رسوي. هلته علم، پاک نفسي، تدين، هيواد پالنه، هيومانيزم او پر خلکو زړه سوی هيڅ اعتبار نه لري.

په انتخاباتو کي هم خپله نوماندان او هم د هغو پلويان پيسې لګوي. د نوماند مالي پلويان شتمن، يهودي لابي(هغه ډله ياجريان چي کوښښ کوي چي پر حکومت يا ځينو کسانو باندي د خپلو ګټو يا موخو د لاس ته راوړلو لپاره اغېز وښندي)، لوی شرکتونه او عام او عادي خلک وي. جالبه داده چي د امريکا عام خلک دوه – دوه او لس – ډالره د خپلو خورا لږو عوايدو او معاشونو څخه د خپلي خوښي وړ نوماندانو ته ورکوي او په دې توګه هم په رايه او هم د پيسو په ورکولو سره پر خپلو ځانونو او له خپل هيواد دباندي پر نورو خلکو باندي ظالم، جګړه غوښتونکي او پانګه مست طواغيت مسلطوي. بله عجيبه يې لا دا چي دغه رايه ورکوونکي پخپله بې عدالتي کوي. که ټرمپ او هيلري کلنټن ته په بېخي سطحي نظر هم وکتل سي، له ورایه ښکاري چي ټرمپ يو عمر خوړلی، پیسه مست، الکوليست، خرطبيعته، سرټمبه پر ښځو باندي جنسي تېری کوونکي او د نړۍ د انسانانو د يوې ستري کتلې چي مسلمانان دي دښمن ساکښ دی، چي نه په دولتي کارونو کي تجربه لري او نه سمه سابقه، او له بله پلوه پر ده باندي دغو ټولو خلکو په خپله امريکا کي او له امریکا څخه دباندي ډول ډول اعتراضونه هم اورېدل. خو برعکس هيلري کلنټن که څه هم په ماهيت کي هغه اهداف پر مخ وړي چي د ټرمپ دي اما د ټرمپ ځاني ناوړتياوي او رذايل نه پکښي ليدل کيږي او په کار کي هم تر ټرمپ وارده ده، بلکي هغه جنس باله سيچي امريکايان يې ځانونه پلويان بولي، نو په دغو لاملونو يې بايد دې ته رايه ورکړې وای، خو په هغو کي دا شعور نه وو او داسي يې ونه کړه او جوته يې کړه چی د امريکا عوام واقعاً کالانعام (لکه بوده ګان)او د دې آيت مصداق دي:

﴿وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (179) ﴾[الاعراف: ۷ : ۱۷۹]

ژباړه: او دا حقيقت دى چي موږ له پېرانانو او انسانانو څخه ډېر وګړي د دوږخ لپاره پيدا کړي دي. دوى زړونه لري، خو فکر نه په کوي. سترګي لري، خو نه په ګوري. او غوږونه لري، خو نه په اوري. دا خلک د څارويو غوندي دي، بلکي تر هغو لا هم بتر(اولار ورکي) دي. دا غافلان دي.

نو د امريکې انتخاباتو ته چي څوک ښه دقيق سي ورته څرګنديږي چي هلته ټول واک، قدرت، امتيازات، پيسې، عيش او نوش، د ښه ژوند ټول وسايل او هوسايۍ او سوکالۍ ټولي د يوه اقليت، لکه د دغو دوومطرحو ګوندونو د لويانو، لويو پانګوالو، د دولت د لوړپوړو چارواکو او یهودو په انحصار کي دي. او عام خلک يې په دې سر نه خلاصوي چی ولي په دې دومره لوی هيواد کي دغه دوه ګونده او پانګوال پر قدرت وي؟او ولي په انتخاباتو کي هغه کسان چي پيسې نه لري ، خو ښه او وړ خلک دي ځانونه نه سي کانديدولای؟ او نورپه مليونونه عوام له هر څه څخه بې برخي دي او يوازي او يوازي دغه حاکم اقليت ته چوپړ وهي؟ او دا يې هم پر مغزو کي کله نه دي ورګرځېدلي چي باید د دې غير عادلانه او عوام دښمنه نظام په وړاندي ودريږو ؟! له دې ځايه دی چي د دوی پوهانو دوی ته د نيوکي په دودد ”ملتی ازگوسفندان“ نوم ورکړی دی. الله سبحانه وتعالی مو دي د دوی له حاله وساتي آمين.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احسان محمود
غړی
احسان محمود

محترم همت صاحب! سلامونه او مینه درته وړاندي کوم ډیر په زړه پوري حقیقت دي راسپړلی دی. همدغه خلکو باندي بس دا شان ټاپه لګول فرض بولم. خو یو لا دا هم ورباندي زیاتول غواړم چي په لوی سر کي هم دغه جمهوریت له هر چا ګوسفند جوړوي. په جمهوریت کي به فساد، پیسي او تر هر چا ښه پریمانه داسي وعدي ورکوي چي عمل يي بلکل نه لیدل کیږي. دغه جمهوریت دي چي (ډیره بې ادبې معاف) له موږ نه يي هم ملت از ګوسفندان جوړ کړی دی. ډبل عبد الله او اشرف غني نه علاوه په ټوله افغان… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

قاري صاحب وعليکم السلام ورحمة الله، ډېره مننه ستاسي خبره پېخي دقيقه او پرځای ده. امريکايان، اروپايان او د دوی د لاري لارويان لکه بوده ګان خوري او څښي او خپل شهوتونه تسکينوي، نور په معنوياتو خبر هم نه دي او له انساني اقدارو او فضايلو يې ۱۸۰ درجې واټن نيولی دی. دوی دي په دې ماشيني او صنعتي مادي زرق وبرق نه غره کيږي، له دې پرته هسي بې مغزو سرونه او له ګنګيو ډک بېلرونه دي. يو ځل بيا هم ستاسو له ډېرو ښو څرګندونو څخه مننه کوم الله مو په خپل حفظ کي وساته.