د قرآنکریم اړوند لنډ معلومات

لیکوال: آصف احمد حمیدي‎

قرآنکریم د الله (جَلّ مَجْدُه) هغه سپېڅلی، مقدس او معجز کتاب دی چي نور اسماني کتابونه ورباندې منسوخ شوي او آیتونه یې پر رسول الله (صلى الله علیه وسلم) باندې د الله (ج) له لوري د جبرئيل(علیه السلام) په واسطه د (۲۳) درويشتو کالو په اوږدو کي له اړتيا سره سم نازل شوي،  لومړنی آیت یې “إقرء باسم ربك الذي خلق” او وروستی آیت یې په باوري وینا “الیوم أکملت لکم دينكم……..” دی

قرآنکریم په (۱۱۴) لنډو او اوږدو سورتونو او نږدې (۶۴۰۰) آیتونو مشتمل دی، له سورة التوبة/ برائة څخه پرته یې نور ټول سورتونه په (بسم الله الرحمن الرحيم) سره پيل شوي

قرآنكريم (۷) منزله، (۳۰) سپارې، شاوخوا (۵۴۰)

رکوع او د احنافو په نزد (۱۴) سجدې لري

د قرآنکریم آیتونه او سورتونه د رسول الله (ص) په لارښوونه ترتيب شوي

کوم سورتونه چي په مکه مكرمه کي نازل شوي ‘مکي’ او کوم چي په مدینه منوره کي نازل شوي ‘مدني’ نومول شوي او د هر سورت نوم د هغه په متن کي یاد شوی لکه: بقره، مائده، انعام او نور…

په قرآنکریم کي اوږد سورت ‘البقره’ او لنډ سورت یې ‘الکوثر’ دی او د (۲۹) سورتونو په پیل کي یې مقطعات توري راغلي

کله چي به یو سورت یا څو آيتونه پر رسول الله (ص) نازلېدل د باور وړ وګړو (د وحيې لیکوالانو) به ژر لیکل.

د وحيې لیکوالانو څخه مشهور حضرت علي، عبدالله بن مسعود، زید بن ثابت، أبی بن کعب او معاذ بن جبل رضي الله عنهم وو.

په نورو اسماني کتابونو یې غوراوی په دې کې دی چي قرآن مجيد له هر ډول تحریف، تغیر او بدلون څخه ژغورل شوی هیڅ وړوکی تغیر نده پکې راغلی او نه به پکې راشي الله (ج) یې د ساتنې ژمنه په دې آیت کي کړي: إنا نحن نزّلنا الذكر و إنا له لحافظون۞ الحجر سورت (۹) آیت.

قرآنکریم د نبي أکرم (ص) تلپاتې معجزه ده، د قرآن کریم په څو ځایونو کي په ډاګه راغلي”که په دې کتاب کي شک او تردید لرۍ د دې څېر څو سورته حتى یو وړوکی سورت چي درې آیته کیږي راوړئ” چي هیڅکله د اسلام دښمنان په داسي کار نه توانېدلي دي او نه به و توانيږي

قرآنکریم نه یوازې د ألفاظو او فصاحت له مخې معجزه ده بلکې د معنا، حكمونو، تلپاتې ټولنيز نظام او د بشرګټو قوانينو په درلودو سره هم معجزه ده

هرڅومره چي د بشر پوهه پرمختګ وکړي او د نړۍ له اسرارو پرده پورته شي هومره د اسلام او قرآن روښانتيا او اعجاز څرګنديږي

همدا لامل دی چي د نړۍ مخکښ علماء او ساینس پوهان دې پایلې ته رسیدلي چي اسلام سپېڅلی او حق دین دی، قرآن د بشر له وړتيا پورته د واحد، ځواكمن او ستر ذات کتاب دی

او په ایمان راوړلو مشرف کیږي.

قرآنکریم د نړۍ په بېلابېلو ژبو ژباړل شوی لکه: فارسي، انګليسي، فرانسوي، او نورې…..

قرآن له هرڅه وړاندې انسانان د یوه إله او څښتن منلو او عبادت ته رابللي او الله (ج) خپل جلالي او جمالي صفات او د خپل شتون نښانې پکې بیان کړي، همدارنګه نېکو کسانو ته د نېکې بدلې او سرکښانو ته د سزا ژمنې پکې شوي

او د مخکنيو امتونو عبرتناکې واقعې، حلال، حرام، او د ژوندانه هراړخیز ځاني، ټولنیز،اقتصادي او سیاسي اړخونو اړوند احکام او مسايل پکې ذکر شوي دي

ددې لپاره چي د دې ستر کتاب په إعجاز، فصاحت، بلاغت او واقعي مفاهيمو ښه پوه شو اړینه ده چي لومړی یې له ژبې سره آشنا شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.