دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( دري پنځوسمه برخه )

مولوي محمد نعیم

۱۰ – ځینو شهیدانو ته ملایکې غسل ور کوي.

عن عبد الله بن الزبير قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول عند قتل حنظلة بن أبي عامر بعد أن التقى هو وأبو سفيان بن الحارث حين علاه شداد بن الأسود بالسيف فقتله ، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ( إن صاحبكم تغسله الملائكة » فسألوا صاحبته فقالت : إنه خرج لما سمع الهائعة وهو جنب ، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : لذلك غسلته الملائكة ) [1]

له عبد الله بن الزبیر رضی الله عنهما څخه روایت وايي د حنظله بن ابي عامر د وژل کېدو پر مهال وروسته له هغه چې له ابو سفیان بن حارث سره کېوتو، او شداد بن الاوس توره پرې ور پورته کړه او ویې واژه، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویې ویل: ملګري ته مو ملایکې غسل ور کوي، مېرمنه یې وپوښتئ، مېرمنې یې ویل: کله یې چې د جهاد غږ واورېد د جنابت په حالت کې ووتو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نو ځکه ملایکو غسل ور کړ!

د سیرو په مشهور کتاب مغازي الواقدي کې راځي چې: ( وَقَالَ رَسُولُ اللّهِ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ إنّي رَأَيْت الْمَلَائِكَةَ تُغَسّلُ حَنْظَلَةَ بْنَ أَبِي عَامِر ٍ بَيْنَ السّمَاءِ وَالْأَرْضِ بِمَاءِ الْمُزْنِ فِي صِحَافِ الْفِضّةِ.

قَالَ أَبُو أُسَيْدٍ السّاعِدِيّ : فَذَهَبْنَا فَنَظَرْنَا إلَيْهِ فَإِذَا رَأْسُهُ يَقْطُرُ مَاءً . قَالَ أَبُو أُسَيْدٍ : فَرَجَعْت إلَى رَسُولِ اللّهِ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ فَأَخْبَرْته ، فَأَرْسَلَ إلَى امْرَأَتِهِ فَسَأَلَهَا ، فَأَخْبَرَتْهُ أَنّهُ خَرَجَ وَهُوَ جُنُب ) [2]

ژباړه: او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یقینا ملایکې مې ولیدې چې د آسمان او ځمکې تر منځ یې حنظله بن ابي عامر ته د سپینو زور په ښانکونو کې د سپینو وريځو په اوبو غسل ور کاوه.

ابو اسید الساعدي رضی الله عنه وايي: بیا موږ ورغلو ورته و موکتل، که ګورو له سر نه یې اوبه څاڅي، ابو اسید وايي: بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم او خبر مې کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې مېرمنې ته څوک ولیږل چې و یې پوښتي، هغې ویل کله چې له کور نه جهاد ته وتو د جنابت په حالت کې و.

( وعن ابن عباس قال: (لَمَّا أُصِيبَ حَمْزَةُ بن عَبْدِ الْمُطَّلِبِ وَحَنْظَلَةُ بن الرَّاهِبِ وَهُمَا جُنُبَانِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:رَأَيْتُ الْمَلائِكَةَ تُغَسِّلُهُمَا.) [3]

له حضرت ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وايي کله چې حمزه بن عبد المطلب او حنظلة بن الراهب په داسې حال کې ووژل شول چې جنبان وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ملایکې مې ولیدې چې دواړو ته یې غسل ور کاوه.

د حاکم په روایت کې راځي: ( عن ابن عباس رضي الله عنهما ، قال : قتل حمزة بن عبد المطلب عم رسول الله صلى الله عليه وسلم جنبا، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : غسلته الملائكة )[4]

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا ( حمزه بن عبد المطلب ) د جنابت په حالت کې ووژل شو، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ملایکو غسل ور کړ.

ابن سعد په خپل مشهور کتاب ( الطبقات الکبری ) کې د حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه په اړه دا ډول روایت راوړی:

( عن محمود بن لبيد قال: لما أصيب أكحل سعد يوم الخندق فثقل حولوه عند امرأة يقال لها رفيدة، وكانت تداوي الجرحى، فكان النبي، عليه السلام، إذا مر به يقول: كيف أمسيت؟ وإذا أصبح قال: كيف أصبحت؟ فيخبره، حتى كانت الليلة التي نقله قومه فيها فثقل فاحتملوه إلى بني عبد الأشهل إلى منازلهم، وجاء رسول الله، صلى الله عليه وسلم، كما كان يسأل عنه، وقالوا قد انطلقوا به، فخرج رسول الله، صلى الله عليه وسلم، وخرجنا معه فأسرع المشي حتى تقطعت شسوع نعالنا وسقطت أرديتنا عن أعناقنا، فشكا ذلك إليه أصحابه: يا رسول أتعبتنا في المشي، فقال: إني أخاف أن تسبقنا الملائكة إليه فتغسله كما غسلت حنظلة. فانتهى رسول الله، صلى الله عليه وسلم، إلى البيت وهو يغسل وأمه تبكيه) [5]

له محمود بن لبید [6] رضی الله عنه څخه روایت دی،وايي: کله چې حضرت سعد رضی الله عنه د خندق په ورځ د لاس په رګ ټپ وخوړ، نو بې سېکه شو، خلکو یوې مېرمنې ته چې رفیده نومیده ولېږلو، نوموړې به د ټپیانو درملنه کوله، نبي علیه السلام به چې که پرې تېر شو، ویل ورځ دې څنګه وه؟ کله به چې سهار شو، ویل شپه دې څنګه وه؟ ده به حال ورته ویلو، تر دې چې هغه شپه راغله چې قوم یې یووړ، بیا بې سېکه شو، بیا یې د بني عبد الاشهل مېنو ته یوړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، د پخوا په شان یې د هغه پوښتنه وکړه، خلکو ویل له دې ځای نه یې بوتلو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ووتو، او مونږ هم ور سره ووتو، دومره تېز روان شو چې زمونږد پڼو تسمې وشکېدې، څادرونه مو له اوږو ولوېدل، صحابه وو شکایت وکړ: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! په دې تګ دې ستړي کړو! ویل: زه یرېږم چې ملایکې له مونږ نه مخکې غسل ور نه کړي، لکه څه رنګه یې چې حنظله ته غسل ور کړ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې کور ته ور ورسېد چې غسل ور کول کېدو، او مور یې ژړل!

حضرت حنظله رضی الله عنه ته د ملایکو له خوا د غسل ور کولو کیسه خو مشهوره، او د موثقو روایاتو له مخې ثابته ده، خو حضرت حمزه رضی الله عنه ته د د ملایکو له خوا غسل ور کول کېدای شي د ډېرو لپاره نوې خبره وي، که څه هم چې په دې اړه روایات شته.

او کومه چې د حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه په اړه روایت دی، په دې اړه پلټنې ته اړتیا ده، د نوموړي روایت له مخې حضرت سعد بن معاذ ته ملایکو غسل نه دی ور کړی، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم بېړه او له دې وېره چې داسې نه ملایکې غسل ور کړي، د سړي پام ځانته اړوي؛ ځکه د حضرت حنظله او حضرت حمزه رضی الله عنها د غسل خبره خو تر دې پورې تړاو لري چې د جنابت په حالت کې په شهادت رسېدلي وو. خو د حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه په اړه داسې څه نشته، نو هغه ته به ولې ملایکو غسل ورکاوه؟

ددې ځواب دا دی چې حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه ته به ځکه غسل ور کول کېدو چې د جګړې له ډګر نه ژوندی را ایستل شوی و، خوراک او څښاک یې کړی و، بلکې درملنه یې هم شوې وه، امام ذهبي په سیر اعلام کې وايي چې له ټپي کېدو یوه میاشت وروسته شهید شو، که څه شهید ته د غسل نه ورکولو لپاره لکه مخکې چې تېر شول فقهاوو څو شرطونه اېښي، لومړی دا چې د جګړې په ډګر کې به په شهادت رسېدلی وي، له ټپي کېدو وروسته به یې خوراک، څښاک، خبرې او درملنه نه وي کړې. که یو له دې څخه یې کړی و، بیا غسل ور کول کېږي.

له پورتنیو روایاتو ښکاري چې د شهید یو کرامت دا دی چې ملایکې غسل ور کوي، او دا هغه شهید ته چې غسل ور کول واجب وي، یعني یا د جنابت په حالت کې شهید شوی وي، یا د جګړې له ډګر څخه ژوندی را ایستل شوی وي، خوراک او څښاک یې کړي وي، یا یې خبرې کړې وي، یا یې درملنه شوې وي، او کوم چې هغه شهید دی چې د جګړې په ډګر کې ځای په ځای شهید شي، یا که د جګړې له ډګر څخه ژوندی را وایستل شي هم، خو چې خوراک او څښاک ونه کړي، درملنه یې ونشي، خبرې ونه کړي.

له پورتنیو روایاتو ښکاري چې دا ډول کرامت هر شهید ته چې الله تعال وغواړي ور کوي یې، یعني تر یو کس یا دوه کسو پورې نه دی ځانګړی شوی.

دا چې دې ډول شهید ته ولې ملایکې غسل ور کوي؟ یو حکمت پکې د شهید کرامت او د الله تعالی له خوا یوه ځانګړې پېرزوینه ده، هېڅ انسان نه خوښوي چې څوک یې دې جامې ترې وباسي، که په ژوند وي که په مرګ، خو کله چې مسلمان مړ شي باید غسل ور کړل شي، جامې ترې وایستل شي او کفن ورته وشي، خو شهید له دې نه مستثنی دی، الله تعالی شهید ته دده په لاره کې د قربانۍ او سرښندنې له امله د هغه عزت ساتلی، البته که څوک په داسې حالت کې شهیدېږي چې باید غسل ور کړل شي، په هغو کې الله تعالی ځینو ځينو ته د ملایکو په واسطه غسل ور کوي.

یو ټکی د پام وړ دی هغه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم یا د وحیې یا د پیغمبري علم او پوهې له مخې پوهېدو چې دې شهید ته ملایکې غسل ور کوي، یا یې ور کړی دی، خو په اوس وخت کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دنیا څخه رحلت کړی، ددې خبرې درک لګول او معلومول ګران دي، البته که کوم شهید په داسې حال کې پیدا شي چې غسل ور کړل شوی وي، او خلک نه وي خبر چې چا غسل ور کړی؟ جلا خبره ده، په دې حالت کې د اهل العلمو نظر ته اړتیا ده چې وروسته بیا باید غسل ور کړل شي او که نه؟

نور بیا..

م. محمد نعیم

[1] – المستدرك على الصحيحين للحاكم, و قال: هذا حديث صحيح على شرط مسلم, ولم يخرجاه, باب مناقب حنظلة بن عبد الله ابو عامر. السنن الكبرى للبيهقي, ج 4, ص: 15.

[2] – مغازي الواقدي, باب استشهاد وهب بن قابوس المزني, نصب الراية في تخريج أحاديث الهداية, للزيلعي, باب الشهيد,

[3] – المعجم الكبير للطبراني, ج: 10, ص: 84.

[4] – المستدرك على الصحيحين للحاكم, باب ذكر حمزة بن عبد المطلب. وقال صحيح الإسناد, ولم يخرجاه.

[5] – الكتاب : الطبقات الكبرى, ج:3, ص: 427, المؤلف : محمد بن سعد بن منيع أبو عبدالله البصري الزهري, المحقق : إحسان عباس

الناشر : دار صادر – بيروت, الطبعة : 1 – 1968 م, عدد الأجزاء : 8, سير أعلام النبلاء, ج:1, ص: 287. المؤلف:

شمس الدين أبو عبد الله, محمد بن أحمد بن عثمان الذهبي. سير أعلام النبلاء, للذهبي, ج1, ص: 287. الطبعة التاسعة 1413 هـ 1993 م مؤسسة الرسالة بيروت – شارع سوريا. د سیر أعلام النبلاء په حاشیه کې راځي چې و اسناده حسن. او علامة الباني په خپل کتاب ( السلسلة الصحیحة ) ۱۱۵۸ نمبر کې وايي: ( و اسناده صحیح ) السلسلة الصحيحة – المؤلف : محمد ناصر الدين الألباني. الناشر : مكتبة المعارف – الرياض. عدد الأجزاء : 7
په دې روایت کې که محمود بن لبید صحابي وګڼل شي چې غالبا همدا قول صحي دی، بیا مشکل نشته، البته که هغه قول ته وکتل شي چې تابعي یې ګڼي، بیا خبره یو څه ستونزمنه کېږي، خو دا ستونزه هم داسې هوارېدی شي چې نوموړی حدیث مرسل وګڼل شي، نه مرفوع.
[6] – محمود بن لبيد بن رافع بن امرئ القيس بن زيد الأشهلي الأنصاري له رسول الله سره صحبت ورته حاصل دی، په ۹۳ هـ وفات شوی، زیاتره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه وو څخه روایت کوي، مور یې د محمد بن مسلمة الأنصاري لور ده. الثقات لابن حبان. باب الميم. المؤلف: محمد بن حبان بن أحمد أبو حاتم التميمي البستي, الناشر : دار الفكر, الطبعة الأولى ، 1395 – 1975, تحقيق: السيد شرف الدين أحمد,عدد الأجزاء: 9, محمود بن لبید ځینو په صحابه وو کې راوړی او ځپنو په تابعینو کې، په ته‍ذیب الاسماء کې راځي چې امام بخاري یې صحابي ګڼي، او امام مسلم یې تابعي ګڼي، په دې اتفاق دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې زېږېدلی، خو دا چې روایت یې ترې کړی، لیدلی یې دی اوکه نه؟ په دې اړه اختلاف دی. تهذیب الاسماء واللغات، ج: ۲، ص: ۱۰۱، للإمام النووي. امام ابن حجر په تقریب التهذیب کې وايي ( صحابي صغیر وجل روایاته عن الصحابة: وړوکی صحابي دی، او ډېری روایتونه یې له صحابه وو څخه دي ) ج: ۲، ص: ۱۶۴.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x