دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( څلور پنځوسمه برخه )

مولوي محمد نعیم

۱۱ – ځینو شهیدانو ته ملایکې راځي او له خلکو سره یو ځای یې جنازې وړي.

حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه له هغه ټپ نه چې د خندق په غزا کې یې په لاس خوړلی و، یوه میاشت وروسته په شهادت ورسېد، کله یې چې جنازه پورته کړل شوه ډېره سپکه وه، خلک په تعجب کې شول! منافقینو د خپل منفي ګرا عادت له مخې له دې پېښې نه هم تبلیغاتي ډنډوره جوړول غوښتل، هغه داسې چې ویل یې د سعد بن معاذ جنازه ځکه سپکه ده چې د بني قریظه وو د اسیرانو په هکله یې د وژلو پرېکړه وکړه.

د یادونې ده چې د خندق له غزا نه وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني قریظه وو په یهودو برید وکړ، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خندق له غزا نه را وګرځېد، په دې کې جبرئیل علیه السلام ورته راغی ویل وسله دې کېښوده اې رسول الله صلی الله علیه وسلم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: هو، جبرئیل علیه السلام ویل: ملایکو وسلې نه دې ایښې! الله تعالی امر درته کوي چې د بني قریظه وو په لوري ورځه! دا دي زه هم ور روان یم او سخت به یې سره وجړقوم! له دې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو ته حکم وکړ چې د مازدیګر مونځ به نه کوئ مګر په بني قریظه وو کې، له دې صحابهء کرام روان شول[1] په لاره کې د مازدیګر مانځه وخت راغی، ځینو صحابه وو ویل لمونځ به وکړو بیا به بیا روان شو، ځینو نورو ویل نه، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی چې مونځ به په بني قریظه وو کې کوئ! که یې دلته وکړو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت راځي، هغو نورو ویل د رسول الله صلی الله علیه وسلم موخه دا وه چې په بېړه روان شو، نه دا چې مونځ به خامخا په بني قریظه وو کې کوو که څه هم چې وخت یې تېر شي.

ځینو صحابه وو په لاره کې د مازدیګر مونځ وکړ، ځینې نور همداسې روان شول، بیا یې ماسختن د مازدیګر د مانځه قضايي راوړه، بیا چې صحابه وو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا خبره وکړه، یوې ډلې ته یې هم څه ونه ویل، چې تاسو مخالفت کړی یا تاسو، په دې معنی چې دواړو له خپل اجتهاد سره سم کار کړی.

دا چې الله تعالی ولې جبرئیل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته را ولېږلو چې په بني قریظه وو برید وکړ، لامل یې دا و چې دوی د خندق په غزا کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره غدر وکړ، د خپلې مخکنۍ کړې ژمنې پر خلاف یې د قریشو له کفارو سره مرسته وکړه، کوم چې په مدینه منوره د یو ټاکوونکي او پرېکنده برید لپاره سره راغونډ شوي وو او مدینه منوره یې کلابنده کړې وه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حال کې د بني قریظه وو د بې لوزۍ او عهد شکنۍ خبر را ورسېد چې قریشو مدینه منوره کلابنده کړې وه، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني قریظه وو له خوا ډاډه و؛ ځکه تړون یې کړی و، چې له قریشو سره به د مسلمانانو په خلاف نه درېږي.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د بني قریظه وو د غدر خبر را ورسېد په خورا پټه توګه یې سعد بن معاذ، سعد بن عبادة او ور سره عبد الله بن رواحة او خوات بن جبیر رضی الله عنهم د خبر معلومولو لپاره واستول، او ورته یې وویل که خبر رښتیا و، چې را واپس شوی هسې اشاره راته وکړئ، تر څو نور خلک پوه نشي، او که درواغ و، بیا په ښکاره د خلکو په مخ کې ووایئ.

له دې نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم موخه دا وه چې نور مجاهدین په دې خبره خبر نشي؛ ځکه د جګړې حالت و، او دې ډول خبر خامخا د مجاهدینو په روحیاتو او مورال ناوړه اغیزه کوله. او که خبر درواغ وی بیا یې چې په ښکاره ویلی و د مجاهدینو د روحیاتو او مورال لپاره ګټور تمامېدو.

هغوی چې هلته لاړل، حالت بدل و، کله چې بېرته راغلل رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې ویل: ( عضل او قارة ) یعني بني قریظه وو داسې غدر کړی لکه عضل او قاره قبیلو چې غدر کړی و،[2] د عضل او قاره کیسه خو مشهوره ده چې اویا تنه صحابهء رضی الله عنهم یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه په دې بهانه وغوښتل چې هلته دوی ته اسلام وښيي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اویا تنه صحابهء ور سره ولېږل ټول یې په خورا ناځوانمردانه توګه شهیدان کړل. نوموړې دردوونکې پېښه د بئر معونة په نامه یادېږي، چې د یوې څاه نوم چېرته چې نوموړي صحابهء په شهادت رسول شوي.

د یادونې ده چې د خندق او بني قریظه وو غراګانې د جمهورو علماوو په قول د هجرت د پنځم کال په وروستیو کې وې، لنډه دا چې بني قریظه ۲۵ ورځې کلابند وو، له هغه وروسته یې پرېکړه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تسلیم شي، خو په دې شرط چې پرېکړه به سعد بن معاذ کوي، سعد بن معاذ له بني قریظه وو سره له مخکې پېژندل، د سعد بن معاذ قوم ( اوس ) او د یهودو بني قریظه سره ملګري وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خبره ومنله.

حضرت سعد بن معاذ په ټپي حالت کې په خره سپور راغی، کله چې را ورسېد رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو ته ویل: ( قوموا إلى سيد كم ) سردار ته مو رو جګ شئ! ددې حدیث له مخې علمای کرام فرمايي چې مشر یا عالم ته ددرناوي په موخه جګېدل سنت دي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو ته امر وکړ چې حضرت سعد بن معاذ ته جګ شي!

خو ځينې نور علمای کرام بیا بل ډول استنباط کوي، هغوی وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې نه دي ویلي چې ( قوموا لسیدکم ) خپل سردار یا مشر ته جګ شئ! بلکې ( قوموا الی سیدکم ) یې ویلي، خپل سردار ته ور جګ شئ! دلته د ورته جګ شئ او ور جګ شئ عبارتونو کې توپیر دی، ور جګ شئ یعني مرسته ور سره وکړئ له خره نه یې راښکته کړئ؛ ځکه چې هغه ټپي و،له خره نه یوازې نشوی را کوزېدی، که یې داسې ویلی وی چې ورته جګ شئ، بیا به د درناوي او احترام جګېدل و، خو هغه داسې نه و.

په لنډ ډول په دې اړه وسط قول دا دی چې که یو چا ته دې خوند ور کاوه یا یې غوښتل چې خلک ددرناوي په موخه ورته جګ شي، بیا باید څوک ورته جګ نشي؛ ځکه دا د نفس غوښتنه ده، او که یو چا نه غوښتل او یا ورته جګېدل او نه جګېدل یو شی و، کوم توپیر یې نه پرې کاوه، بیا که یو څوک احتراما ورته جګ شي، څه خبره نه ده. د یادونې ده چې کله که مجلس ته یو څوک له بل ځای څخه راځي او څوک د ستړي مشي لپاره ور جګېږي دا پروا نه کوي، بلکې ښه کار دی، بیا هم دا کار تر ډېره د خلکو تر عرف او رواج پورې اړه لري.

مخکې له دې چې سعد بن معاذ را ورسي، قومی یې اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل چې له بني قریظه وو سره ښه وکړه؛ ځکه دا زمونږ ملګري دي، لکه له بني قینقاع سره دې چې ښه وکړل، چې هغوی زمونږ د وروڼو خزرجیانو ملګري وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: دا خوښوئ چې له تاسو ( اوس ) نه یو کس د دوی اړه پرېکړه وي؟ ویل: هو. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل بس دا کار دې سعد بن معاذ وکړي، ټولو ویل سمه ده.

کله چې سعد بن معاذ را ورسېد صحابه وو له خره نه راښکته کړل، نوموړي پیاوړی او لوی بدن درلود، ویل له دې خلکو سره ښه وکړه؛ ځکه زمونږ مخکني ملګري دي، ده ویل: سعد به د الله په لاره کې د هېچا پروا و نه کړي، ځینې پوه شول چې خبره بل ډول ده، ځینې نور لا ورته لګیا وو.

په دې کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته را ورسېد، خلکو ویل: ابو عمروه! رسول الله صلی الله علیه وسلم ستاسو د ملګرو پرېکړه تا ته سپارلې! سعد بن معاذ ویل: په دې ستاسو له الله سره ژمنه ده چې پرېکړه به هغه پرېکړه وي چې زه یې وکړم؟ ویل هو، ویل دلته چې څوک دي هغه به یې هم مني؟ اشاره یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وه، هغه څنګ ته ناست و، رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ وکړ ویل: هو، سعد بن معاذ ویل زما پرېکړه دا ده چې نارینه یې دې ووژل شي، مالونه یې دې ووېشل شي، ښځې او واړه یې دې مینځې او مرئیان کړل شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( یقینا ددوی په اړه دې د الله تعالی هغه پرېکړه وکړه چې الله تعالی له اوو آسمانونو د پاسه کړې وه ) بیا همدا پرېکړه عملي شوه[3]

له دې وروسته د حضرت سعد بن معاذ هغه د لاس ټپ بېرته تازه شو، وینې ترې روانې شوې او له همدې سره په شهادت ورسېد، د یادونې ده کله چې سعد بن معاذ د خندق په غزا کې د لاس په رګ ټپي شو، وینه یې نه درېده رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو مبارکو لاسونو دوه ځله دنوموړي ټپ و داغلو، هغه به و پړسېدو، نه به ښه کیدو، دلته حضرت سعد بن معاذ دعا وکړه: ( اللَّهُمَّ لاَ تُخْرِجْ نَفْسِى حَتَّى تُقِرَّ عَيْنِى مِنْ بَنِى قُرَيْظَةَ )[4] اې الله! مې روح مه وباسې تر څو مې زړه په بني قریظه وو یخ شي. الله تعالی د سعد بن معاذ دعا قبوله کړه، څنګه یې چې د بني قریظه وو په اړه پرېکړه وکړه، او زړه یې پرې یخ شو، له هغه وروسته یې ټپ بېرته تازه شو، وینې ترې روانې شوې، او له همدې نه په شهادت ورسېد.

منافقینو دغه پرېکړه ښوده، چې ګواکي سعد بن معاذ له بني قریظه وو سره داسې کار وکړ؛ ځکه یې نو جنازه سپکه ده. له محمود بن لبید رضی الله عنه څخه روایت دی وايي: خلکو ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره سپک مړی مو نه و وړی! رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ولې به نه وي سپک! دومره دومره ملایکې ورته راښکته شوې دي، چې له دې ورځې مخکې هېڅکله نه دي را ښکته شوې، هغوی یې له تاسو سره په ګډه وړي. [5]

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ لَمَّا حُمِلَتْ جَنَازَةُ سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ قَالَ الْمُنَافِقُونَ مَا أَخَفَّ جَنَازَتَهُ. وَذَلِكَ لِحُكْمِهِ فِى بَنِى قُرَيْظَةَ فَبَلَغَ ذَلِكَ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ « إِنَّ الْمَلاَئِكَةَ كَانَتْ تَحْمِلُهُ ».[6]

له انس رضی الله عنه څخه روایت دی وايي کله چې د سعد بن معاذ جنازه پورته شوه، منافقینو ویل: دا څومره سپکه جنازه ده! دا د بني قریظه وو په اړه د نوموړي د پرېکړې له امله، دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، هغه وفرمایل: بېشکه چې ملایکو وړلو ) یعني د جنازې سپکوالی یې له دې امله نه دی کله منافقین چې وايي چې د بني قریظه وو په اړه یې د دوی په ګومان ګواکي ناسمه یا ظالمه پرېکړه کړې، بلکې له دې امله یې جنازه سپکه ده چې ملایکې یې وړي.

خلکو ځکه د سعد بن معاذ رضی الله عنه د جنازې سپکوالی احساس کړ چې نوموړی لکه مخکې چې تېر شول لوړ او په بدن غښتلی سپین رنګی ځوان و. د روایاتو له مخې د شپږ دیرش یا اوه درېشو کلونو په عمر په شهادت ورسېد.

د حضرت سعد بن معاذ د کرامت یوه نښه دا وه چې عرش له ډېرې خوشحالۍ ورته په خوځښت شو.، ( عَنْ جَابِرٍ – رضى الله عنه – سَمِعْتُ النَّبِىَّ – صلى الله عليه وسلم – يَقُولُ « اهْتَزَّ الْعَرْشُ لِمَوْتِ سَعْدِ بْنِ مُعَاذٍ ) [7] ژباړه: له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویل یې: عرش د سعد بن معاذ د مرګ له امله په خوځېدو شو.

امام نووي رحمه الله وايي: ( په دې کې د علماوو اختلاف دی، یوه ډله وايي ظاهر د حدیث مراد دی، د عرش خوځېدل د سعد په ورتګ له خوشحالۍ نه په حرکت راتلل دي، الله جل جلاله په عرش کې داسې وس پیدا کړ چې وخوځېږي، او دا کار الله تعالی ته څه ګران نه دی، الله تعالی فرمايي: { وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ } یعني دا چې ډبره د الله له ویرې خوخېږي، او الله پاک دا توان او وس پکې پیدا کولی شي په عرش کې یې هم پیدا کولی شي، دا د حدیث ظاهر دی او همدا غوره قول دی، ځینې وايي چې عرش په رښتیا هم د سعد د مرګ له امله په خوځښت راغی، او دا د عقل خلاف نه ده، ځکه عرش لکه نور اجسام داسې یو جسم دی، حرکت او سکون قبلوي، خو په دې سره د سعد بن معاذ لپاره کومه ځانګړنه نشي ګڼل کېدی، مګر دا چې د عرش حرکت ددې لپاره وي چې ملایکې د حضرت سعد بن معاذ په مرګ پوه شي، ځینې نور وايي د عرش له خوځښت نه مراد دعرش ملایکې دي، دلته مضاف حذف شوی، یعني اهتز حملة العرش، او مراد له خوځښت نه زیری او خوشحالي ده، عرب وايي پلاني د ښو کارونو لپاره خوځېږي، مطلب یې دا نه وي چې بدن یې په حرکت راځي، بلکې موخه یې دا وي چې دې کار ته ډېر خوشحاله شو، او ډېر ښه هر کلی یې وکړ، ځينې وايي دا د حضرت سعد بن معاذ د شان لوړوالي ته اشاره ده، عرب لوی شی تر لویو شیانو پورې تړي، وايي د پلاني په مرګ دنیا تیاره شوه، قیامت شو، یو قول دا هم دی چې د جنازې کټ یې و خوځېدو، خو دا باطل قول دی. ځکه صراحتا راغلي چې د رحمن عرش و خوځېدو. والله اعلم ) [8]

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – السیرة النبویة لابن اسحاق، ص: ۴۰۸ ـ ۴۰۹.
[2] – السيرة النبوية ل محمد بن إسحاق بن يسار المطلبي المدني المتوفى سنة 151 ه تحقيق احمد فريد المزيدي, دار الكتب العلمية, ص: 398 _ 399.

[3] – السیرة النبویة لابن اسحاق، ص: ۴۰۸ – ۴۱۵. صحیح البخاري، باب مناقب سعد بن معاذ، صحیح مسلم، باب جواز قتال من نقض العهد.
[4] – سنن الترمذي، باب ما جاء في النزول علی الحکم. په عربو کې هغه وخت د ټپ د وینو درېدو لپاره دوه لارې وې یوه دا چې ټپ وداغي، بل دا چې کوم زړوکی وسوځوي او ایرې یې په ټپ واچوي، د زوړکي د سوځېدو درملنه تر ننه پورې زمونږ په سیمو کې رواج ده.
[5] – سير أعلام النبلاء (1/287) ، أخرجه ابن سعد 3 / 2 / 7 – 7
[6] – سنن الترمذي, باب مناقب سعد بن معاذ. أسد الغابة (1/443 )
[7] – صحیح البخاري، باب مناقب سعد بن معاذ.
[8] – شرح النووي علی مسلم، باب من فضائل سعد بن معاذ رضی الله عنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x