fbpx

«شهید او شهادت» کتاب تازه له چاپه راووت

خبرتیا

( شهید او شهادت ) کتاب د هغې مستندې سلسله وارې لیکنې ټولګه ده چې په ځینو ویب پاڼو کې په مسلسل ډول په اتیا برخو کې خپره شوه.

په نن ټکی اسیا کې د یاد کتاب ټولي برخي په دغه ادرس موندلای شئ: ( شهید او شهادت – نن ټکی اسیا )

نوموړی کتاب د ښاغلي مولوي محمد نعیم له خوا د قرآن کریم او نبوي احادیثو، د مشهورو علماوو، فقهاوو او سلف صالحو د نظرونو په رڼا کې په روانه پښتو ژبه، تقریبا په 250مخونو کې لیکل شوی دی، چې د شهید او شهادت د تعریف، د شهیدانو د ډولونو، ځانګړنو او پېرزوینو په اړه مفصله څېړنه پکې شوې.

په کتاب کې د ځینې شهیدانو کرامات، د شهیدانو د ژوند، په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د ښځینه شهيدانو په اړه هم څېړنه شوې ده او په دې اړه ځينو شبهاتو ته قناعت بښوونکي ځوابونه ویل شوي دي.

د کتاب ټول حقوق په لیکوال پورې اړه لري، که درانه لوستونکي او مینه وال په دې کتاب کې هر ډول مشورې لري، تر څو په راتلونکي چاپ کې عملي بڼه ور کړل شي، نو په لاندې آدرس یې شریکولئ شي.

[email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د