نظــر

د آیا نجیب پېژنۍ په تعقیب! (12 برخه) – كمونيزم

دکمونیزم تعریف:

د کمون ټکی انګریزي ټکی دی، په لغت کې اشتراک او شیوع یعني عاموالي ته ویل کېږي، ځکه خو کمونیزم ته په عربي ژبه کې الشیوعیة وايي، یعني اشتراک او عمومیت، او په اصطلاح کې یوه فکري  نظریه ده چې له غیر محسوسو او غیبیاتو نه د انکار، د فردي ملکیت او میراث د له منځه وړلو، او د ماده پرستۍ پر بنسټ ولاړه ده، نوموړې نظریه غیبیات نه مني، لکه د الله جل جلاله موجودیت، د ملایکو موجودیت، د قیامت ورځ او…

ځکه چې دا ټول غیر محسوس دي! همدا رنګه یو انسان ته د دې حق نه ور کوي چې شخصي ملکیت او مال ولري، شخصي کور ولري، شخصي موټر ولري، شخصي دوکان ولري، شخصي کاروبار ولري!! هر څه باید مشترک او د حکومت په واک کې وي، هر څوک باید د خپل توان په اندازه کار وکړي، او د خپلې اړتیا په اندازه شی ور کړل شي! دوی وايي ټول خلک باید په تولیداتو کې په مساوي ډول برخه ولري!

نوموړې نظریه تاریخ په طبقاتي جګړه ویشې او عوامل یې اقتصادي بولي، په دې معنی چې دتاریخ پېښې او جګړې په اصل کې د مالدارو او مسکینانو جګړه ده، دوی وايي د انسانیت له پیله څومره تاریخي جګړې چې تر سره شوي دي، یا دیني فتوحات شوي دي، او یا ټولنیزې پېښې را منځ ته شوې دي، ټولې د مادیت پر بنسټ ولاړې دي، مسکینان غواړي ځان د مالدارو په څېر کړي، او مالدار هڅې کوي چې مسکینان ددوی په څېر نه شي. مطلب یې دا دی چې په تاریخ کې ټولې جګړې او فتوحات د مال او واک د لاسته راوړلو لپاره شوي دي! نه د کوم معنوي غرض او هدف لپاره، او دا ځکه چې دوی په معنویاتو باور نه لري، ټول زور یې په مادیاتو دی. الاعلاء الاسلامي للعقل البشري دراسة فی الفلسفات والتیارات الالحادیة المعاصرة، ص: ۴۱،۲۹ طبعه.  مولف: دکتور بلیغ حمدي اسماعیل.

د کمونیزم تاریخي پس منظر:

کمونیزم مخکنۍ نظریه ده، څو ځله په تاریخ کې را څرګنده شوې ده، مشهور یوناني فیلسوف افلاطون چې په ۴۲۷ قبل المیلاد، کې زیږېدلی، او په ۳۴۷ قبل المیلاد کې وفات شوی،  په خپل کتاب ( جمهوریت ) کې داسې څرګندونې کړې دي چې له نني کمونیزم سره تر ډېره ورته والی لري، د نوموړي د څرګندونو مفهوم داسې دی: ( نظام باید د ښځو او ماشومانو په شریکوالي مشتمل وي، هېڅوک حق نه لري چې خپلواکه کورنۍ جوړه کړي، لکه څه رنګه چې د ماشومانو د تربیې حق نه لري، ځکه چې دا ټول د دولت ملکیت دي، یوازې دولت کولی شي د صالح غړي د روزنې سرپرستي وکړي، لکه د غوره کړل شوي نسل د زیږیدو سرپرستي چې کوي )

افلاطون په خپل کتاب کې ټولنه په درې برخو ویشې:

۱ – حاکمان. ۲ – جنګیالي یا نظامیان. ۳ – خدمتګاران او مزدوران.

نوموړی وايي: ( ښځې، مالونه او خوراکونه باید د لومړۍ او دوهمې ډلې تر منځ مشترک وي، او دریمه ډله دې همغه د کورني معلوم نظام تر سیوري لاندې ژوند کوي )

همدا رنګه د یونان یو بل لوی فیلسوف اکزینوف،  چې په ۴۲۵ قبل المیلاد زېږېدلی او – ۳۵۲ قبل المیلاد کې وفات شوی، د کمونیزم مفکورې ته ورته نظریه درلوده، مزدک چې په ۴۸۷ میلادي کې وفات شوی، کمونیزم او په مالونو او ناموسونو کې د خلکو مشترکوالي ته يې بلنه کوله، د نوموړي تحریک په مزدکي تحریک مشهور دی، دغه تحریک په ایران کې را پیدا شوی و.

د کمونیزم مفکوري ته دنورو جنسي آزادیو دډلو مشرانو هم بلنه کړې ده، لکه باطنیان چې له مزدکیانو څخه متاثر وو، همدا رنګه قرمطیان، چې مشر یې علي بن الفضل نومیده، د لومړي ځل لپاره په ۲۹۳ هـ چې له ۹۰۵ میلادي سره سمون خوري راڅرګند شو،او په یمن کې یې قرمطي دولت جوړ کړ، مګر ډېر و نه پاییده، نوموړي خپل مذهب د شعر په ژبه چې ښځې ته خطاب کوي داسې انځور کړی، او ځان یې پکې نبي ګڼلی!

دغه دریا واخله او وهه یې!   سندرې وایه او بیا نڅېږه
يو خو و د بني هاشمو پیغمبر!     دا دی د یعرب بن قحطان پیغمبر
د هر تېر شوي پیغمبر یو شریعت و    او دا شریعت دی ددې پیغمبر
له مونږ یې فرضوالی د لمانځه لیرې کړی    هم یې روژه معاف کړې، نه کړېږو
له مورګانو سره یې لورګانې روا کړې!     هم یې له هلک سره نکاح را لورولې!
خلکو چې لمنځونه کول ته مه جګېږه!      چې یې روژه وه، ته خوره او څښه بې غمه
مه کړېږه په صفا کې د حج لپاره!     مه په مدینه کې ځورېږه د قبر لپاره!
هېڅوک له ځانه مه ایساروه!        که دې خپل وي که پردي!
په څه یې ته، پردي ته روا؟      او پر خپل پلار یې ناروا؟
آیا نه دی کښت د کروندګر او دهغه    چې یې اوبه په وچکالۍ کړي؟
شراب نه دي، مګر اوبه د سماء!     دي پاک سپېڅلي، چې شول روا

له دې وروسته بیا هم کمونیزم ته د ګڼو کسانو په لاس بلنې کېدلې، لکه انګلیسي توماس مور ۱۴۷۸ م، ۱۵۳۵ م، نوموړي د خپل خیالي ( غوره ښار ) لپاره د مالي کمونیزم په ترڅ کې یو نظام جوړ کړ.
وروسته بیا ایټالوي کامبانیلا ۱۵۶۸ م، ۱۶۳۹ م کې په خپل کتاب د ( لمر ښار ) کې  اشتراکي نظام ځای په ځای کړ، له هغو کسانو څخه چې کمونیزم ته یې بلنه کوله یو هم مشهور فرانسوی مورللي ۱۸۱۷ م، و، چې په ۱۷۹۷ م کې د خلکو په مخکې اعدام کړل شو.
له دې وروسته بیا د جرمني کارل مارکس او ملګري یې فریدریک انګلز په لاس د اوسني کمونیزم د څېرې بنسټ کېښودل شو.http://www.dorar.net/enc/mazahib/1025

هغه څوک چې د کارل مارکس نظریې او مفکورې ته یې عملي جامه ور واغوسته، هغه لینین و، لینین لومړنی کس و چې د کارل مارکس نظریه یې په عمل کې تطبیق کړه، او یو څه یې له ځان پرې ور زیات کړل، کله چې لینین مړ شو، ستالین راغی، ورپسې خروچوف، او له هغه وروسته برېژنیف، ور پسې اندروپوف او وروستی یې ګورباچوف و، څوک چې د همده په وخت کې د شوروي اتحاد په تابوت وروستی میخ ټک وهل شو.
http://www.dorar.net/enc/mazahib/1027

 ستالین چې د لینین ښی لاس و، له لینین څخه وروسته د روسي کمونیستي دولت مشر شو، نوموړی د ۱۸۷۸م په پای کې زېږېدلی او په ۱۹۵۳ م کې مړ شوی، په ۱۹۲۹م کې واک ته رسېدلی، د نوموړي په اړه ویل کېږي چې ډېر سخت ظالم، خودخواه او خونخوار انسان و، پرته له ځانه د بل هېچا یې نه منله، ویل کېږي چې یوه ورځ یې مېرمنې څه بحث ور سره وکړ، سمدستي يې ووژله.
  نوموړي اعدامونو، وژلو او کړولو ته سخته لیوالتیا لرله، د ده پر مهال به له بندیانو سره د تحقیقاتو په جریان کې له تعذیب څخه کار اخیستل کېدو، د تحقیق په جریان کې به بندي د محققینو په لاس ډېر سخت کړول کېدو، تر څو نوموړی مجبور شي او له تعذیب نه د ځان خلاصولو په موخه هر څه په ځان ومني. د نوموړي د تعذیب یو څو ډولونه داسې وو:  

۱-  په پرلپسې ډول له بندي څخه تحقیقات کول، پرته له ستړیا په مکرر ډول پوښتنې ترې کول، ترڅو د بندي اراده ماته شي.
۲ – بندي تر رواني فشار، او جسمي ستړیا لاندې راوستل، په داسې توګه چې انساني کرامت یې له منځه لاړ شي! او مجبور شي چې دخپلې عقېدې او فکر له مخې غبرګون وښيي، او په دې توګه د اوږده کړاو لپاره زمینه برابره شي!
۳- د اوږدې مودې لپاره په سره اوړي کې په یوه وړه ګرمه خونه کې ساتل، چې بخارۍ به یې هم پکې چالانې کړې وې!
۴-  په ژمي کې د واورې په څېر په یخه خونه، یا حمام کې چې غولی به یې په لندو سیمټو او اوبو باندې فرش شوی و!
۵- د څو ساعتونو لپاره د ګوتو په سرونو ودرول، له خوب نه منع کول، او که به د خوب وخت ورکول کېدو بیرته زر را بیدارول، په داسې یو حالت کې به بندي مجبورېدو چې هر څه په ځان ومني، که څه هم چې په درواغو وي! http://www.dorar.net/enc/mazahib/1029

هو دا هغه حقایق دي چې ټول پرې خبر دي، په ځانګړي ډول هغوی چې د کمونیستانو د تېر دور او د کرزي د اوسني دور زندان یې تېر کړی، افغاني کمونیستانو هم تېر ځل او هم اوس د کرزي په غېږ کې بندیان په ګڼو ډولونو کړوي، چې دغه د ستالین اختراع شوي کړاوونه یې په سر کې راځي!

 نوموړي خونخوار په وژلو او ځورولو کې نړیوال شهرت درلود، دده په څلور ویشت کلنه دوره کې ۱۱ ملیونه مسلمانان وژل شوي! نوموړي یوازې مسلمانان نه بلکې هر هغه څوک چې د ده د نظر اوفکر مخالفت به یې کولو وژل، په دې توګه یې د خپل ګوند ډېر ملګري هم ووژل، ویل کېږي چې ټول ټال یې د شلو ملیونو په شاوخوا کې انسانان وژلي، په ځانګړي ډول له دوهمې نړیواله جګړه وروسته کله یې چې د آلمان هتلر ته ماتې ور کړه.
 http://islammemo.cc/zakera/methl-haza-elyawm/2011/05/22/124831.html
http://ar.wikipedia.org/wiki/%D8%AC%D9%88%D8%B2%D9%8A%D9%81_%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%84%D9%8A%D9%86

 په ۱۹۱۷ م کې د داغستان د مسلمانانو شمېره ۸ ملیونه وه، او د قرم د مسلمانانو ۵ ملیونه، په ۱۹۷۷م کې د داغستان د مسلمانانو شمېره ۱۶۲۷۰۰ ته، او د قرم د مسلمانانو شمېره نیم ملیون ته ورسېده! ستالین تر ۲۰ زرو زیات جوماتونه ړنګ کړل! همدا رنګه یې په زروهاوو مدرسې، او د نصاراوو عبادتځایونه هم یا ړنګ کړل او یا یې بند کړل، ځکه چې کمونیزم پرته له یهودیته له نورو ټولو دینونو سره سخت تضاد درلود، او اوس یې هم لري.
http://www.nmisr.com/vb/showthread.php?t=135720
http://www.nmisr.com/vb/showthread.php?t=135720

نور بيا…

ليكوال: عبد الخبير جاهد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x