
بیړنۍ: د بګرام په هوايي ډګر کې دننه چاودني مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): نن سهار وختي شاوخوا ۵ بجې د بګرام پر هوايي ډګر سرتیری برید شوی چې له امله یې تلفات اوښتي دي.
د ناټو رسنیز دفتر څخه په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې چاودنه پر ۵ بجې وشوه، تلفات یې اړولي دي، خو لا یی دقیق شمېر نه دی په ډاګه کړی.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه د پيښي مسؤولیت منلی او ویلي چې امریکايي عسکرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
#عمري :#عاجل: نن سهار د بګرام په هوایي ډګر کې دننه په امریکایي اشغالګرو دروند فدایي برید وشو ګن امریکایي عسکر وژل شوي او ټپیان دي. نور بیا
— ذبیـــح الله مجاهد (@Zmujahid5) November 12, 2016
ویل کیږي چې چاودنه د بګرام هوايي ډګر په دننه کې را منځته شوې خو لا معلومه نه ده چې څرنګه طالبان هلته په ورننوتلو وتوانېدل.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم د خبر پخلی کړی او ویلي چې تر اوسه ۳ کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان دي.
نوموړي د پيښي د قربانیانو د هویت په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.
د سیمي اوسیدونکي وايي چې د چاودني قوت ډیر زیات وو، تر ډیرو لیري ساحو پوری یې غږ واوریدل شو.