د ګډ حکومت چارواکي ولي د ټرمپ له بریالیتوبه اندیښمن دي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

(شنبه، لړم ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د رویټرز خبري آژانس د خبر په حواله د ملي یووالي حکومت چارواکي د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بریالیتوب اندیښمن کړي دي.

رويټرز د ځینو دولتي چارواکو د څرګندونو پر اساس ليکلي، چې د افغانستان په اړه د ټرمپ نا څرګندې بهرنۍ پاليسي د یاد حکومت چارواکي اندېښمن کړي دی؛ ځکه چې ښاغلی ټرمپ نه د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال د افغانستان نوم یاد کړی او نه یې هم په ټاکنیزو سیالیو کې تر بریالیتوب وروسته له افغان چارواکو سره ټلیفوني اړیکه نیولې.

که څه هم چې د ګډ حکومت چارواکو ښاغلی غني او ډاکټر عبد الله په جلاجلا توګه او همداراز د بلخ ولایت سرپرست جنرال عطاء د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب له کبله ډونلډ ټرمپ ته د مبارکۍ پیغامونه ورلیږلي خو د نوموړی لخوا ورباندې غبرګون نه دی ښودل شوی.

دا چې ښاغلي ټرمپ تر خپل بریالیتوب وروسته د جاپان، جنوبي کوریا، مصر او ځینو نورو هغو هیوادونو له ولسمشرانو سره چې له نوي امریکايي پالیسې څخه په تشویش کې وو ټلیفوني خبرې کړې او هغوی ته اطمینان ورکړی او د ملي یووالي حکومت چارواکي یې همداسې په یوه نامعلوم برخلیک کې پري ایښي ښايي د دوي اندیښمنتوب لا ور اضافه کړي.

که څه هم په کابل کې د امریکي سفیر د ټرمپ تر بریالیتوب وروسته د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د امریکا په ټاکنیزو کمپاینونو کې د افغانستان نوم نه یادول د دې معنی نه لري چې افغانستان زمونږ له پامه لویدلی دی ، خو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ تر بریالیتوب وروسته د ملي یووالي حکومت د چارواکو له رابطې سره سره د ټرمپ نه غبر ګون د دې ښکارندوینه کوي چې ښاغلی ټرمپ د خپل سلف اوباما او یاهم په مجموع کې د دیموکراتانو په څیر د افغانستان له قضیې سره دلچسپي نه لري.

نوموړي د خپل ټاکنیز کمپاین په پیل کې هم افغانستان ته د امریکايي ځواکونو استول د امریکايي چارواکو اشتباه بللې وه ، او اوس چې له یوې خوا یاده جګړه د امریکایانو لپاره په تر ټوله اوږده جګړه بدله شوې او له بلې خوا په افغانستان کې د دیموکراتانو په لاس جوړ شوي حکومت د نا اهلي ، فساد او خپل منځي اختلافاتو له وجې د یوه ناکام او بي کفایته حکومت نوم خپل کړی ښايي د ټرمپ په شمول واک ته رسیدلي جمهوري غوښتونکي چارواکي له افغانستان سره ډیره دلچسپي ونه لري.

خو په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت چارواکو ته امریکايي حمایت یوه حیاتي موضوع ده ، او که یوه ورځ هم ورڅخه دا حمایت قطع کیږي نو هماغه لحظه حکومت په سیاسي ، اقتصادي او پوځي لحاظ له سقوط سره مخ کیږي او دا هغه څه دې چې یاد چارواکي یې په اړه اندیښمن دي .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khushal
میلمه
khushal

په دی اندیښمند دی فکر کوی چه ږیری مو سپینی دی ټرمپ به راته په کومه سترګه ګوری ، او د شپی وار به د چا زیات وی ، داسی نه چه دریمه بن راسره ملګری نه کړی او لا بیخی طلاق رانکړی

faheem
میلمه
faheem

زه د طالبانو دغه هیله یا غوښتنه بلکل نه تاییدوم ، د هر چا د شان له مخی هیلی کیږی ، لمړی ټرمپ او یا د امریکا بل هر جمهور ریس تصمیم نیونکی نه بلکه د نورو د تصامیمو عملی کونکی دی ، هغه نالیدلی یهوده قوه ده ، هغوی چه څه پلان کی لری هغه نه بدلوی مګر هغه چه د پلان مخ کی یی مقاومت او موانع ایجاد شی .