دیني، سیرت او تاریخ

غوره نبوي أخلاق / بخښنه او نرمښت

لیکوال: محمود زاهد
لیکوال: محمود زاهد

محمود زاهد – ابوظبي

عن ابی هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم:أکمَلُ المؤمنین إیماناً أحسنُهم خُلُقاً، وخیارکم خیارکم لنساءهم (رواه احمد)

ابوهریره رضی الله عنه وويل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په مؤمنانو کې د کامل او پوره ایمان خاوند هغه څوک دی، چې اخلاق یې ښه وی او په تاسو کې غوره هغه دی، چې دخپلوښځو لپاره ښه وی.

له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: انما بعثت لِاُتَمِّمَ مَکارم الاخلاق [ رواه البخاري په الأدب المفرد( 273 ) الألباني په “السلسلة الصحيحة” 1 / 75 ) [

ژباړه: زه فقط د ښو اخلاقو د بشپړتيا په مقصد بشريت ته را لېږل شوی یم – نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل رسالت مقصد همدغه ښه اخلاق او نېک خویونه بللي دي

ځکه يي وکولاي سول چي هغه ورانه ویجاړه د تاوتریخوالی، کینې، دښمنۍ، فسق اوفساد څخه ډکه ټولنه په يوه ښه بیلګه او سمبوليک ټولني بدله کړي

یو له دغو ښو آخلاقو څخه هم بخښنه او نرمښت دي، مسلمان پخپل ژوند کښي بايد د زغم نرمښت او بخښني په صفاتو ځان ښايسته کړي، ځکه اسلامي عقيده هم د عالي أخلاقو او ښه سلوک پر أساس او مبدأ ولاړه ده.
الله تعالی خپل محبوب پيغمبر ته دا رنګه هدایت کوي:

﴿ فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ﴾ آل عمران( ۱۵۹)

ژباړه: د الله جل جلاله په رحمت او عنايت ته د هغوی سره نرم چلند کوه، او که ته سخت زړه او بد خوی واى نو دا خلګ به ستا څخه ليرې او جلا شوي واى.، نو ته دوى ته عفوه وكړه، بخښنه ورته وغواړه او په كارونو كښې مشوره ورسره وكړه، او کله چې د يو کار قصد وكړی بيا پر الله جل جلاله توكل وكړه، يقينا چې الله تعالى توكل كوونكي خوښوي.

الله جلاله د خپل رسول په بخښه أمر کړيدي:

عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الزُّبَيْرِ رضي الله عنه وايي: الله تعالی دغه آيت ( خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ) (الأعراف/ 199) فقط د انسانانو په اخلاقو کښي را نازل کړيدي.

او زياتوي الله جل جلاله خپل نبي ته امر کړيدي چي د انسانانو په أخلاقو کښي بخښه غوره کړي، وايي: أَمَرَ اللهُ نَبِيَّهُ – صلى الله عليه وسلم – أَنْ يَأْخُذَ الْعَفْوَ مِنْ أَخْلاَقِ النَّاسِ. ( البخاري- الفتح 8 (4643، 4644) )

او الله جلاله تأکید کړي چي مکافاة به يي پخپله ورکوي او فرمايي: ﴿ وَجَزَاء سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ ﴾ (الشورى: من الآية40)

يعنې: د بدی بدله هماغسې بدي ده، خو که څوک بخښنه وکړي او په اصلاح لاس پورې کړي نو د هغه بدله او اجر پر الله دي.

عفوه او بخښنه د انبیاء کرامو صفت دي:

وعن عائشة – رضي الله عنها – أنها قالت: « ما انتقم رسول الله – صلى الله عليه وسلم – لنفسه في شيء قط، إلا أن تُنتهك حُرمة الله، فيَنتقِم بها لله »[ البخاري (3296)، مسلم (4294). ] رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅکله ځان لپاره د چا څخه کسات ندي آخیستي مګر د الله جلالهه د شریعت بي حرمتي که وشي بیا د هغه کسات اخلی.

د آحد په غزا کښي چي کله یو أعرابی مربع بن قيظي یو مټ خاوري په لاس کښي ونيولي او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يي وويل که پوه سم دغه خاوري غير له تا بل چا ته نه رسیږي ما به ته پر مخ ويشتلي واي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر بي أدبي او سپکاوي وکړ.

صحابه کرامو کوښښ وکړ چی مړ يي کړي لكن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – په حلم عفو او رحمت امر کړه او وئي ويل: « دعوه؛ فإنه أعمى القلب أعمى البصر » « پريږدي دي ړوند سترګي ړوند زړه دي »[ زاد المعاد في هدي خير العباد (3: 194)، عيون الأثر في فنون المغازي والشمائل والسير؛ لابن سيد الناس، (2: 5). ] .

د طائف کفارو چي کله په ډبرو و ويشت سر مبارک ئي ور زخمي کړ پښي مبارکي يي ورويني کړي خو بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم و ويل: « اللَّهُمَّ اهْدِ ثَقِيفاً »

د غرونو ملکه ورته وایيي پر ما امر وکړه چي دغه دوه غرونه پر راچپه او ونړوم، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: « بَلْ أَرْجُو أَنْ يُخْرِجَ اللهُ مِنْ أَصْلابِهِمْ مَنْ يَعْبُدُ اللهَ وَحْدَهُ لا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا »( فَرَفَعْتُ رَأْسِي فَإِذَا أَنَا بِسَحَابَةٍ قَدْ أَظَلَّتْنِي، فَنَظَرْتُ فَإِذَا فِيهَا جِبْرِيلُ فَنَادَانِي فَقَالَ: إِنَّ اللهَ قَدْ سَمِعَ قَوْلَ قَوْمِكَ لَكَ وَمَا رَدُّوا عَلَيْكَ، وَقَدْ بَعَثَ إِلَيْكَ مَلَكَ الْجِبَالِ لِتَأْمُرَهُ بِمَا شِئْتَ فِيهِمْ. فَنَادَانِي مَلَكُ الْجِبَالِ، فَسَلَّمَ عَلَيَّ، ثُمَّ قَالَ: يَا مُحَمَّدُ. فَقَالَ: ذَلِكَ فِيمَا شِئْتَ، إِنْ شِئْتَ أَنْ أُطْبِقَ عَلَيْهِمُ الأَخْشَبَيْنِ». فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللهِ: «بَلْ أَرْجُو أَنْ يُخْرِجَ اللهُ مِنْ أَصْلابِهِمْ مَنْ يَعْبُدُ اللهَ وَحْدَهُ لا يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا»متفق علیه )

بلکه أميد لرم چي الله جهالي د دوي څخه داسي کسان پيدا کړي چي خاص او يوازي د الله عبادت کوي او ده هغه سره شريک نه نيسي .

عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ وايي:
« كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم يَحْكِى نَبِيًّا مِنَ الأَنْبِيَاءِ ضَرَبَهُ قَوْمُهُ فَأَدْمَوْهُ، وَهْوَ يَمْسَحُ الدَّمَ عَنْ وَجْهِهِ، وَيَقُولُ: « اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِقَوْمِي فَإِنَّهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ » ( أخرجه البخاري (3477) و (6929)، ومسلم (1792).

لکه زه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګورم د يو نبي حکايت کوي چي خپل قوم وهلي او په وينو ئي لړلي وو، د مخ څخه يي ويني پاکولي أو ويل ئي « الهي زما قوم ته بخښه وکړي دوي نه پوهيږي.

که څه هم هغه کفار وه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم يي هلاک نه غوښت ځکه ده هغه وظيفه د بشريت سعادت او د جهنم څخه خلاصون اونجات ورکول دي نه هلاکت .

کله چي رسول الله صلم الله علیه وس مکة المکرمة فتح کړل او په کعبه شریفه کښی لمونځ وکړ، بيا يې قريشو ته وويل:

« اى قريشو ! تاسي څه ګومان كوئ چي زه به له تاسي سره څه وكړم ؟ ” هغوي ورته وويل: مونږ ګومان كوو چي ته زمونږ سره د ښو؛ ښه ورور او ښه وراره په توګه كړنه كوې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: « نو زه تاسي ته هغه خبره كوم چي يوسف علیه السلام خپلو وروڼوته كړې وه:

﴿ لَاتَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ ﴾ اذْهَبُوا فَأَنْتُمْ الطّلَقَاءُ . يعني: پر تاسي هیڅ نيوکه او سرزنش نسته، ځئ تاسي ټول عفو او آزاد ياست.

بخښنه او عفو د أهل جنتو خصلت او صفت دي:

الله جلاله ا په قران کښي د اهل جنتو صفات او لويه جزاء داسې بيانوي ﴿ وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ ﴾133﴿ الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴾) ال عمران 134).

ژباړه: د الله بخښني او لکه مځکه او آسمان پراخ جنت ته کوښښ وکړي، کم چي متقيانو ته مهيأ او تيار شوي دي، هغه کسان چې د هوساينې او تنګسې په وخت کښي خرڅ کوي، قهر او غوسه زغمي او خلګو ته بخښنه کوي، او الله ښه کوونکي خوښوي .

انسانان بايد په اجتماعي ژوند او سلوک کښي له عفوې، تېرېدني او بخشش او زغم څخه کار واخلي، نو نتيجه به يي حتما ډيره ښه وي او که داسې و نه شي نتيجه به حتمي يو له بل سره عداوت او دښمني وي:

الله سبحانه وتعالی فرمايی: وَلا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ) (فصلت:34)

ژباړه: ښيګڼه او بدي هیڅکله يو ډول نه دي . ته د بدۍ په مقابل کښي ښېګڼه وکړه هغه چي ډير ښه وي، ته به وګورې هغه څوک چې له تاسې سره دښمني لري هغه به مو ټينګ او خواخوږی دوست ګرځېدلی وي .

او فرمايي: وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ) (فصلت:35)

ژباړه: او نه رسيږي دغه (مقام ) ته غير له هغو کسانو چې زغم يې کړي وي، او نه رسيږي پرته له هغو کسانو چې (د ښو اخلاقو څخه ) ستره برخه ولري .

که غواړي دغه مقام تر لاسه کړي نو په حضرت محمد صلم وسله عل پسي اقتداء وکړي، که غواړي چي سعادت اونیکبختي مو نصيب شي بخښنه وکړي، ورور ورور ته خور ته، دوست دوست ته او…..د مهرباني لاسونه اوږده کړي خوابدي نفرت بغض او کينه حسد فسق او فساد پريږدي او د ﴿ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللهِ ﴾ تر چتر لاندي ژوند غوره او اختيارکړي.

و السلام علی من اتبع الهدی

مَحْمُود زَاهِد القُرَشِيِّ الأَفْغَانِي أبوظبي الإمارات العربية المتحدة

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م حسن

ډير غوره معلومات دى مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x