دمشق: د حکومتي طیارو په بمبارۍ کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۳۶ تنه وژل شوي
د بشارالاسد ځواکونو د حکومت پر مخالفینو د بمبارۍ په ترڅ کې د ۱۵ ماشومانو په ګدون ۱۶ تنه وژلي او په لسګونو نور يې ټپيان کړي دي. درسنيو له قوله د اسد عسکرو د حلب سخور، الحمراء او الحیدریه سیمې بمبارد کړې دي. له هغه مهاله چې د بشارالاسد پر خلاف ولسي پاڅون پیل شوی، حلب او خوا وشا سیمې د حکومت او مخالفینو تر منځ ويشل شوي دي او تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په همدې سیمو کې رامنځته شوې ده.