ولي ورځ تر بلي فقر او غربت زیاتیږي!؟

هارون همت

د ښار په مسجد جامع کې مي چي د امام سره یو ځای سلام وګرځوه، د مسجد د دواړو دروازو، لخوا د غریبانو او ناچاره خلګو، اوازونه، را اوچت شوه. چي ویل یي: د ماښام ګوله نه لرو!!

ځینو بیا د مسجد دباندی برنډه کې په سوال غوښتلو پیل وکړ. نورو بیا آن د مسجد په عمومی دروازه کې، دخپلي ناتوانی اواز پورته کړي.

په مسجد کې د یوې او بلي خوا، اوازونه پورته شوه، او یو داسي فضا خپره شوه، تابه ویل چي،په کوم تجارتي مارکیټ کې ناست یم.

کله چي دباندي راووتلم، غریبانو خپل څادرونه مخته غوړولي وه، د عمومي دروازې، دواړو خواووته کتار ناست وه.

نور غریبان بیا د خیر غوښتلو لپاره دوکان په دوکان ګرځيده، او ځیني بیا د څه غوښتلو لپاره پر عامو لارو ناست وه، ځیني یې آن د لارو په منځ کې پر جمپونو ناست وه، او د سوال لاس  یي اوچت کړی وو.

دا هغه کسان وه چي خپلی ناتوانی سوال ته اړ کړي وه، خو! یو شمیر غریب کسان بیا ماښام وږي پریوځي، خو د شرم څخه سوال ته زړه نه ښه کوي.چې خپله د اشرف غني په وینا د هیواد ۱۵ سلنه وګړي هره شپه وږي پریوځي.

د سمیزو او ستراتژیکو اړیکو د را پور په اساس اوسمهال ۳۶ سلنه خلګ د لوږي او غربت سره مخ دي.

د بلي خوا اکسفام په ۲۰۱۴ کې یو راپور خپور کړ، او په هغه کې یې د نړۍ نیمه سرمایه د ۸۵ کسانو په لاس کې ښودلې وه.

اوس سوال دا دی چې ولي ورځ تر بلي غربت او فقر زیاتیږي؟

په جواب کې باید ووایو چې په نړیواله سطحه دا ستر توپیر او بی عدالتي او په داخلی سطحه دفقر زیات والی د سرمایه داری نظام نتیجه ده! چې ځیني کسان یې میلونران کړه او ځیني یي حتا د لوږي خپل بچي خرڅوي.

پورته څرګندونو ته په کتو سره باید ووایم چي، افغانان یا ټول مسلمانان به هغه وخت دغربت د ناورین څخه به هغه وخت خلاص شي چي اسلامي نظام (خلافت)حاکم شي. ځکه په اسلام کې د یوي خوا د غریبو کسانو نفقه پر بیت المال ده، د بلي خوا د اسلام اقتصادي نظام پر برابرۍ او تعدل ولاړ دی. چي په ټولنه کې اقتصادي تعدل ساتي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د