نړۍ

لاهور: يو شعیه مشر ناصر عباس و وژل شو

lahoreد پاکستان پنجاب ایالت لاهور ښار کې يو شعیه مشر ناصر عباس د نا معلومو وسلوالو لخوا و وژل شو. د رسنيو له قوله ناصر عباس د لاهور ایف سي کالج مخته وژل شوی دی. د لاهور د پولیسو مشر رانا عبدالجبار ويلي چې، وژل شوی ناصر عباس د ملتان اوسیدونکی و چې لاهورته د شعیه ګانو یوې مذهبي جلسې لپاره راغلی و، نوموړی بیګا یکشنبه د شپې ناوخته جلسې ته له وينا کولو ورسته خپل کور ته په لاره و چې د نا معلومو وسلوالو لخوا په ډزو کې و وژل شو.
د یادونې وړ ده چې د روانې دسمبر میاشتې په شپږمه هم په لاهور ښار کې د اهل سنت والجماعت ځايي مشر مولانا شمس الرحمن معاویه د نا معلومو وسلوالو لخوا وژل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x